خبرهای داخلیسلایدر

لغمان کې پر ۲۸۰ جریبه ځمکې د مالټو نیالګیو د کېنولو لړۍ پیل شوه

د لغمان د مرکز مهترلام په ګډون، په قرغیو او الیشنګ ولسوالیو کې پر ۲۸۰ جریبه ځمکې د ۲۸۰۰۰ نیالګیو د کېنولو لړۍ پیل شوه.

د لغمان والي قاري زین‌العابدین عابد وایي چې د مالټو د دغو باغونو پر جوړولو یو لک امریکایي ډالره لګښت راځي چې د اېف‌اې‌او موسسې له لوري ورکول کېږي.

د لغمان د کرنې رییس محمدولي محسن وایي، د لغمان اوبه او هوا د سټروسو کورنۍ د تولید لپاره مناسبې دي او په‌کار ده چې دې برخې ته یې پاملرنه وشي.

مسئولان وايي چې د مني موسم د سټروسو کورنۍ د کر لپاره مناسب وخت دی؛ نو ځکه یې په دغه وخت کې د مالټو بڼونو جوړولو او د نیالګیو د وېش لړۍ پیل کړه.

په همدې حال کې د اېف‌اې‌او موسسې ولایتي مسوول یاسین نوري وایي چې د پسرلي موسم کې به د شاوخوا دوه لکه مېوه‌لرونکو نیالګیو په وېش سره لسګونه باغونه جوړ کړي.

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button