خبرهای داخلیسلایدر

د ایران کورنیو چارو وزیر د افغان کډوالو پر ایستنې ټینګار کړی

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمدي وحيدي یو ځل بیا له خپل هېواده د بې اسنادو افغان کډوالو په ایستلو ټینګار کړی دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د ایران دغه جګپوړي امنیتي چارواکي د دغه هېواد په اهواز ولایت کې محصلینو ته په خبرو کې ویلي، چې دښمن غواړي په لوی لاس مو له افغان لوري سره په جنګ واچوي.

نوموړي همدار راز ویلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت ترې د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې له ایران څخه وخت غوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې دافغانستان د سرپرست حکومت په شمول ګڼو نورو نړیوالو ادارو هم د افغانستان له ګاونډيو هیوادونو پاکستان او ایران څخه غوښتي چې په دې سختو شرایطو کې افغان کډوال ونه باسي، خو لا تراوسه له دواړو هیوادونو څخه د کډوالو د راستنېدنې لړۍ روانه ده.

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button