
د شهید یحی سنوار رحمه الله د ژوند وروستۍ پنځلس ورځې
لیکوال: ډاکټر اکرام الدین سحر
لسمه برخه
دصابر میرمنی زبیدې ته دز خ مي مج اهد په اړه ټوله قیصه وکړه زبیده دصابر میرمنی ته دزړه په غوږو غوږ وه داسی ایسېده لکه زړه کښې یې چې دعمیر په اړه څه غوټه کړی وي خو دحیا له وجهی یې دڅه ویلو جرءت نشو کولای
دصابر میرمنی تری په معنی داره انداز وپوښتل: زبیدې تاخو تراوسه دهیڅ کوم زخ مي په اړه داسی پوښتنی نه وی کړی
ایا اوس زخ میانو ته صحي دوسیې ترتیب کوئ؟
زبیدې یوه ترخه مسکا وکړه اوسترګی یې له حیا ډنډ شوې
کوشش یې وکړ ترڅو دزړه خبره پټه کړي خو …
دصابر میرمن تکرار بیاوپوښتل تاته وایم زبیدې
زبیدې زړه راټول کړ دټیکري څوکه یې غاښونو کښې ټینګه نیولی وه دسترګولاندی یې دصابر میرمن ته کتل لکه ورېځو کښې پټه سپوږمۍ چې له لری طرف نه یې یوه څنډه رڼا خپروي
په خپ غږ یې دصابر میرمنی ته وویل کور یې چرته ده؟
دغزې دځوانانو ژوند څومره سخت ده څومره سخت
—–
شپه پخه وه دځمکی دنورو برخو پرخلاف دلته په شپه کښې ارام، سکون اوچوپتیا نه وه بلکی ځای ځای دځناورانو ډرون ط یار ې ګرځېدې یو ځوګ خپورؤ دشپې دسکون اوارام غېږه دی ه ودی ځناورانو ط یارو څېرلی وه اوهره دقیقه دیوې بدی پېښی تمه کېدای شوه
مخ پټی سړی دځمکی تل کښې دس ل ا ح او مهماتو دتولید دکارخانې له عمومي مسوءل سره له بعضو خونو لیدنه کوله یوه خونه کښې څلور انجنیران لګیا ؤ او ددرازکوف په جوړېدو اوتولید مصروف ؤ مخ پټی سړی دکوټې دروازه ورخلاصه کړه سلام یې وکړ دماشینونو په شور اوځوګ کښې یې چا غږ وانه اورېده مخ پټی سړی دستمال خلاص کړ یو یو ته نژدې ورغلو ټول مسکي اوحیران پاتی شول دچپ طرف کونج نه یوکس چې ددراز کوف دوربین یې چپ لاس کښې ؤ مشر ته وړاندی راغی روغبړ یې وکړ مشر یې په سترګو کښې سترکی وراچولی وې بیا یې دخپل دستمال څادر په واسطه دانجنیر دسترګو له شاوخوا اومخ څخه ګردونه پاک کړل سعیده څومره وخت کیږي دلته خدمت کوې؟
انجنیرسعید یې لاس په لاس کښې اوچت اوښکل کړ مشره پنځه کالو راهسی همدلته په خدمت مصروف خو یم تېر کال راهسی مو قطعا رخصتي نده کړی له کورنۍ می هيڅ احوال نلرم الله ته می سپارلی ترڅو چې شرایط عادي نشي مونږ رخصتي نشو کولای
مشر په لوړ غږ ټول انجنران مخاطب کړل:
ستاسو دغو ګردجنو مخونو ته دنړۍ هیڅ ښکلی نشی رسېدی
تاسو داقص ی طوف ان اصلي علمبرداران یاست تاسو دالق دس رښتنی مالکان اومستحق یاست تاسو یاست چې دی ه ودي ځناورانو ماغزه ځای ته راوړئ
ستاسو دلاسونو په برکت دځناورانو دارام خوبونه تښتېدلی
تاسو یاست چې دامت دتېرمجد اوعظمت دبیا اعادې فکر مو عملا ژوندی ساتلی دانجنیرانو په مخونو دخوښۍ او امید مسکا خپره وه مشر تری راووت ورپسې یې دمختلفوبرخو اوخونو څخه لیدنه وکړه دمر م ۍ جوړولو خونه کښې یوداسی کس سره مخ شو چې دواړه پښې یې نه وې مشر یې خواته کښېناست بې پښو خودلوړ عزم خاوند اتل یې کلک سینې پوری ونیو په سر یې ښکل کړ دمشر سترګی دخوښۍ څخه ډنډ شوې کوشش یې وکړ خپلی اوښکی پټی اوپاکی کړي خو دوه غټ څاڅکي دبې پښواتل په لاسونو وڅڅېدې داحساس داسی ګرمی اوښکی وې چې م جاه د په ښورېدو اوخوځېدو راغی م ج اهد بې اختیاره الله اکبر غږونه وکړل
زخمي زمریه! ستاعزم اوهمت ته سلام
ستا مېړانی ته سلام
مونږ هرګز نه ماتیږو ان شاءالله
تاریخ به هیڅکله مونږ هېر نکړي
دفل سط ینی م قاومت تاریخ به تل ژوندی او ګړندی وي…
دنړۍ ټول شاهان دی پښو ته لوګی شه
ملایکی به ستا دنیکیو په لیکلو ستړی وي
بې پښو اتل مشر ته دډاډ او اطمنان پخاطر وویل: مشره پښې می مخامخ جنګ کښې له لاسه ورکړی مج اه دو وروڼو می زخمي حالت کښې له صحنې ووېستم بیا یې زما معالجه وکړه اوس الحمدالله ښه یم دخدمت جوګه یم لاسونه می جوړ دي دې حالت کښې که موثر چریکي جنګ نشم کولای خو دمر م یو جوړولو خونه کښې خدمت کولای شم
مشره ډاډه اوسه ترڅومو چې وجود کښې وینه جریان لري مونږ به دق صی دازادۍ لپاره فعالیت کوو
مشر ورغبرګه کړه داتلانو په هر فایر کښې مستقیم شریک یې
ستاسو مېړانه اوقرباني ده چې م ق اومت ژوندی ده
تاسو به دراتلونکو نسلونو لپاره قدوه او مثال یاست
مشره له کارخونی راووت
ښایسته مزل وروسته دخوب خونی ته ولاړ هلته حامد اومعمر ورته منتظر ؤ خوب لپاره ټول څملاستل کله چې مشر ددوی له ویده کېدو مطمین شو مشر را اوچت شو مصله یې وغوړوله او دعرش مالک ته په لمانځه ودرېده اووده اوږده رکعاتونه او اوږدې سجدې یې لږولی حامد دوه ځله دتهجدو په نیت راويښ شو خو مشر یې پر مصله ولیده بېرته به یې خپله بستره کښې ځان غلی کړ
یوعظیم انسان دځمکی په تل کښې خپل خالق اومالک سره په راز اونیاز بوخت ؤ
داسی ښکارېده لکه ټول کاینات چې یې ننداره کوي
مشر د دعا لپاره لاسونه لپه کړل او دومره اوږده دعایې وکړه چې لاسونه یې بیخي سر پوری لپه اوچت کړل.
نوربیا …