دشهیدسنوار(رح) د ژوند وروستۍ پنځلس ورځی

دشهیدسنوار(رح) دژوندوروستۍ پنځلس ورځی
اوله برخه
لیکوال: داکتر اکرام الدین سحر
داکتوبردوهمه وه دسهار لمانځه نه بعد درې نفره دیوه نیمه ړنګ شوی کور په دوهم چت کښې په یوه دهلېز کښې ناست ؤ ددعا اومسنونه اذکارو نه بعد مخکی نفر خپل جای نماز ( برګ دستمال) راټول کړاو له خپل مخ څخه یې تاو کړاوچت شو دړنګ شوی کور دهلېز کښې یې قدم وهلوورسره جوخت حمزه او سعید هم اوچت شول مخ پټی سړی دګوتی په اشاره یې حمزه ته یو لری څه ور وښودل حمزه یوه ترخه مسکا وکړه اوځان سره یې ورو وویل دجبالیا ټولو سرګروپانوته می هدایات رسولی اوممکن نن ماښام به یې له نژدې تاسو هم وګورۍ…
مخ پټی سړي حمزه ته یوټانګ وروښودوچې هلته دویجاړونکی نظامي بلډوزرسره په خواکی ولاړؤ…
دنیمه ویجاړ شوی کور خواکی دپښو غږ شو چې ورسره اهسته اهسته دخبرو اواز هم راتللو
غږ ددوی طرف رانژدې کېده حمزه اومخ پټی سړی ځانونه لږ څنګ ته کړل او دراروان غږ په طرف متوجه شول دوه تنکی ځوانان ؤ خپلوکی په عربي غږېدل: تنکی ځوانان دنیمه ویجاړ شوی کور ترڅنګ ودرېدل عمیر وویل:احمده پلار می غازیانو سره ؤ یوه میاشت کیږي خان یونس کښې شهید شو موراو کوچنۍ خور می هم بمبارد کښې شهیدان شول اوس ګرځم که چرته می دپلار ملګری پیداکړم چې یامی دپلار ټوپک راکړي اویا ما له ځان سره کړی ترڅو زه هم داقصی طوفان کښې برخه واخلم
احمد ورغبرګه کړه زما هم همدا ارمان ده چې غازیانو سره یوځای شم خو هیڅوک نه پېژنم ته خوپوهیګی چې زمونږ کورنۍ مصرکښې مهاجره ده ماهلته ښونځی لوسته زه دیوه خیره بنسټ دکمک لارۍ کښې تردې ځایه راورسېدم اوبیا وړمه ورځ تاسوسره پنډغالی کښې مخ شوم ما له ځان سره لږ نغدی روپۍ هم راوړی …
احمده زمونږ اوتاسو دناستی ځای نامناسب ده رازه چې وړاندی ولاړ شو…
عمیرورسره موجودی بکسې نه یوڅوخرما او اوبه راووېستې درې دانې یې احمد ته ورکړی اوباقی یې خپله وخوړې…
دویجاړی کوڅې له یوه کونجه یې دروند غږ واوریده السلام علیکم…
عمیر او احمد وارخطا شول او خپل جای کښې اوچت ودرېدل عمیر بکسه شاته واچوله او ددروند غږ خاوند نه یی وپوښتل کاکا تاسو څوک یاست اودلته څه کوئ؟
راغلی سړی حمزه ؤ چې دنیمه ویجاړ کور شاه طرف نه یې ځان دوی ته رارسولی ؤ…
حمزه دواړو سره روغبړ وکړ
عمیر اواحمد سترګو کښې یوبل ته په امید واره کونکی انداز کښې وکتل اوداسی یې ګڼله چې ګواکی خپل هدف ته رسېدلی وي …
حمزه دواړو ته دسر په اشاره کورته دننوتلو وویل تنکیو ځوانانو دکور په داخل کښې دوه نور نفرهم ولیدل چې ددوی ورتګ ته منتظر ښکارېدل
احمد پښه نیولی شو مخ پټی سړی ورباندې غږ کړل څوک چې داقصی دازادۍ لپاره خپل ارام ژوند نه تېرېدای شي هغه په ویجاړو اونیمه ویجاړو کورونو کښې له ګرځېدو څخه ډاریږي؟
احمد څه ویل غوښتل خو عمیر یې خبره قطعه کړه
وبښئ دازما ملګری دلته ډېر نده بلد داځای اودا ویجاړیانی ورته نا اشناښکاری
عمیر انګړ کی موجود کس ته زیر زیر کتل ایاته عبدالله نه یې؟ عبدالله هو عبدالله یم
عبدالله عمیر په غیږ کښې ټینګ ونیولو په سر یې ښکل کړ مخ پټی سړی ته یې وویل دی دشهید قمندان جبیر ځوی ده پلار یې له لومړۍ ورځی ان ترشهادته په ګوډه پښه وجنګېده اوبلاخره په خان یونس کښې په یوه مخامخ جګړه کښې شهید شو
مخ پټی سړی څو ځله ځان سره تکرار کړ جبیرهممممم جبیر
نارینه ؤ والله نارینه ؤ زما دپوهنتون ددورې ملګری ؤ
دڅه وخت لپاره خاموشي خپره شوه عمیر کله دمخ پټی سړی سترګوته اوکله هم دعبدالله سترګو ته کتل …
دډرون طیارې غږ خاموشي ماته کړه حمزه وویل یوڅه باید څنډی ته شو
عبدالله دکوټې په یوه کونج کښې مخروبه یوطرف کوله اوله هغه ځایه یې دوه نوی ټوپک چې له یهودو نیول شوی ؤ راووېستل احمداوعمیر ته یې دټوپک داستعمال طریقه ورښوده عمیر فاتحانه مسکا وکړه کاکا دامی شهید پلار راښودلی
احمد په چانټه کښې موجود ګرنټ ګوتوکښې اړولو اوبیایې یوه خیالي ګرنټ اچونه هم دلاس په حرکت ترسره کړه
بهر یې دیوچا غږ واورېده…
نور بیا…