اعلامیه ها

د پوهنې وزارت له تشکيل د اسلامي تعليماتو معينيت د حذف په اړه د حزب اسلامي اعلاميه

د پوهنې وزارت له تشکيل د اسلامي تعليماتو معينيت د حذف په اړه د حزب اسلامي اعلاميه

 

دا دئ کابل حکومت د ننه د اسلام ضد کړيو يو ځل بيا له اسلام او مسلمانانو سره خپله ژوره دښمني بربنډه کړه،  د پوهني وزارت له تشکيل د اسلامي تعليماتو معينيت د حذف شيطاني پرېکړي وښوده چي دغه شرير سېکولر او غربپالي کړۍ زموږ له مجاهد ملت سره خپله زړه او ژوره دښمني نه ده هېره کړې، د پرديو په مټ د افغانستان په نيولو او د لسهاوو زرو بې ګناه افغانانو په وژلو او تړلو ئې لا زړه نه دئ يخ شوی، حزب اسلامي افغانستان په داسي حال کي چي دغه شيطاني عمل په کلکه غندي، د ټولو هغو په دين مينو افغانانو ملاتړ کوي چي ددې کړکچن عمل په وړاندي ئې شديد عکس العمل ښودلی او د پوهنې وزارت د دې خطرناکي پرېکړي د لغوي غوښتنه ئې کړې، همدا راز د کابل حکومت بد ضمير چارواکو ته وايي چي له داسي اسلام ضد اقداماتو ډډه وکړي کنه د ټولو بدو او خطرناکو پايلو مسئوليت به ئې پر غاړه وي.

مړه دي وي د اسلام څرگند او پټ دښمنان

حزب اسلامي افغانستان

قوس – ۱۳۹۹

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button