خبرهای داخلیسلایدر

حکمتیار: امريکایانو له طالبانو سره خبرو کي نوي شرطونه وړاندې کړې دي

د حزب اسلامي مشر ښاغلي حکمتیار نن دوشنبې په کابل کي د بېلا بېلو ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره په کتنه کي وويل: باید د سولې معاهده ډېره مخکې لاسليک شوې وه، خو طالبانو ويلي چي امريکایان نوي شرطونه وړاندې کوي او همدا لامل دی چې ددې معاهدې لاسلیک کېدل ځنډېدلي دي.

ښاغلي حکمتیار وويل: امريکایانو له طالبانو غوښتي دي چي خپل مناسبات له ایران سره قطع کړي، همدارنګه له طالبانو غوښتل شوي چې په افغانستان کي د یو شمېر امريکايي ځواکونو له پاتې کېدو سره توافق وکړي او دا هغه نوي شرطونه دي چي پدې وروستيو کي د امريکايي لوري لخوا مطرح شوي دي .

ښاغلي حکمتیار څرګنده کړه: امريکایان باید په افغانستان کي له مزيد پاتې کېدو ډډ وکړي او هر څومره ژر چي کيږي باید خپل فوځونه له افغانستان وباسي، ځکه د دوی پاتې کېدل د جګړې د دوام باعث کيږي او په تېرو ۱۹ کلونو کي دوی ته هم دا ثابته شوې ده چي دلته پاتې کېدل ئې په زيان دي او هېڅ لاسته راوړنه نلري.

د حزب اسلامي مشر زیاته کړه: له طالبانو مو غوښتنه داده چي د بهرنيانو تر څنګ له هغو افغان لورو سره هم روغه جوړه وکړي کوم چي پدې موده کي ورسره جنګېدلي دي او دغه ډلې اوس دې چمتو دي چي له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کيني.

ښاغلي حکمتیار يو ځل بیا وويل چي په حکومت کې دننه او بهر ځينې لوري شته چي خپلې ګټې د جګړې په دوام کي لټوي، له سولې وېره لري او هڅه ئې داده چي د سولې په وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي.

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button