دشهید سنوار رح دژوند وروستۍ پنځلس ورځې

دشهید سنوار رحمه الله دژوند وروستۍ پنځلس ورځې
لیکوال: ډاکتر اکرام الدین سحر
پنځمه برخه
عبدالله چې صحنه ولیده حیران ودرېده ځمکه یې پښولاندې وتښتېده مورې¡
مورې!
ددوه میلیارده امت بې پوښتنی موری !
عبدالله ورو ورو دعمرخوړلی مور مخی ته کښېناست
عمرخوړلی مورکۍ چې سترګو کښې یې اوښکی رغړېدې څو ځله یې خوله خبروته جوړه کړه خوژبه یې نه چلېده
په ګونځی مخ اوتندي کښې یې دیهودي وحشیانوظلمونه له ورایه معلومېدل په فراخه تندي یې ګونځو دڅنګه په څنګ قبرونو په شان منظر جوړ کړی ؤ…
ځویه معاویه خاوند می محمد، ولیداو طلحه ځامن می یهودي ځناورانو زمونږ ترمخه شهیدان کړل هاجره لورمی یې له ځانه سره بوتله اودې سره سلګیو ونیوله …
دتل سلطان سړک چپ طرف درې کوڅې یې مکمل ویجاړی کړې اوسېدونکی یې څوک ووژل ،څوک یې زخمیان اوڅوک یې له ځانه سر اسیران بوتلل یهودي ځناورانو داسی چلند کولو لکه وږی لېوان چې په بې څښتنه رمه ګډ شي ځویه زمونږ کوریې ونړوه له خپلو دوو کوچنیانو سره می ځان تر دې ځایه راورسولو
ځویه دنوری نړۍ مسلمانان زمونږ له حاله ندی خبر؟
ټول اسلامي ملکونه ختم شوي؟
اوکه قیامت قایم شوي؟
ځویه پرمونږ روان امتحان ډېر اوږد نشو؟
ځویه مسلمانان څه ته منتظر دي؟
ایا داسمان مداخلې ته منتظر دي؟
که اسمان مداخله وکړه بیاخو به ټول هلاک شي
په ټول امت کښې کوم معتصم نشته؟
دعبدالله سترګی دډېر درد اومایوسۍ له وجهې رډی پاتی وې
مورې زما اولادونه هم دعزالدین القسام سړک جنوبي طرف دنصیرات په کمپ کښې اوسیږي تاسو هم همالته ورولو اومونږ به له یهودي ځناورانوسره ستاسو او ستاسو په شان دلکونو مظلومانو حساب کوو
احمد ماشومانو ته بسکټ ورکړل ماشومانو ډارن او وارخطا کتل
کاکا هاجره خورمی
ستونی یې بند شو اوسلګو ونیوه کاکا هاجره خور می له هغو ځناورانو راوستی شې؟؟؟
شاطرف نه غږ شو عبدالله ته عاجل ولاړ سه دوی ورسوه اوبېرته دعمرمختار سړک چپ طرف (جنوبي طرف) صفر دولس موقعیت ته ځان راورسوه زه به مو همالته انتظارکوم
ګوره عبدالله: جوهرالدیک ته چې ورسېدې مخامخ غرب طرف صلاح الدین سړک باند المغرقې ته واوړه اوله هغه ځایه بیا جنوب طرف نصیرات کمپ ته داخل شه…
سمه ده مشره عبدالله ځواب ورکړ
مخ پټی سړی اواحمد بېرته لومړي موقعیت ته راغلل احمد غوښتل مشر ته دعمر خوړلی مورکۍ قیصه وکړي خو مشر یې خبره ونیوله
احمده ما ستاسو خبری واورېدې زه هم همالته تاسو سره نژدې دونی شاته ولاړ وم احمده دلته زمونږ دهری کورنۍ تقریبا همدغه حالت اوکیفیت ده
احمد خېز کړل دنژدې ونی شاته پروت حالت کښې څملاست مشره زمونږ خواته څوک راروان دي !
احمده زمونږ وروڼه دي دوی دمختلفو نظامي واحدونو مسولین دي ماراغوښتی دي څلور ورزی بعد داکتوبر اومه ده ستر عملیات مو پلان کړی مشر ډاډ ورکړاو…
خلک رانژدې شول مشر ورجګ شو ښه راغلاست یې ورته وویل له روغبړ وروسته سمدستي دنړېوال صلیبي ښکېلاک اوورسره یهودي ځناورانو خلاصه نړیوال اټ ومي ځ واکونو په خلاف دبیت حانون ، بیت الاهیه، ال سلطان، ال توام، ال فلوجه، جبالیا، صلاح خلف، ریمل، الجله اوزیتون سیمو نظ امي ق مندانان سره راټول ؤ اودراتلونکی لپاره یې له خپل رښتنی رهبر اودوخت صلاح الدین ایوبي(یحی السنوار) څخه هدایات اخستل
مشر لنډی خبری وکړې
دب ندیانو په اړه یې سپارښتنی وکړې داکثریت تونلونو لپاره یې نوی نومونه اوکوډونه تعین کړل داسلحو اومهماتو په اړه یې نوی قانون وضعه کړ هرګروپ چې په کوموعملیاتو کښې هرڅومره مهمات مصرفوي باید هماغه مقدار مهمات راتلونکی عملیات کښې دځناورانو له مردارو ترلاسه کړي
دناچ ودېدلو ب مونو په اړه یې ټولو ته خبر داری ورکړ
محتاط اوسئ
ممکن دښ من قصدا بعضی داسی ب مونه وغورځوی چی منف جر نشي اوپکښې متعددی پټ اقۍ ځای پر ځای کړی
ستاسو دمجدد استعمال په وخت کښې خدای مکړه تاسو ښکار کړي
څلور ورځی بعد داکتوبر اومه ده په یاده ورځ به دبیت الاهیه، بیت الحانون اوجبالیا ګروپونه اشغالي عسقلان دتوغندیو تربریدونو لاندی ونیسي
ټولو قمن دانانو دیادشات کتابچې په لاس دسپوږمۍ نیمه تتی رڼا ته دمشر سپارښتنی ولیکلی مشر له دعا پس وویل
وانه لجه اد نصراواس تشهاد
غونډه ختمه شوه مشر ایوب ته وویل ته به تر بوریج پوری زما ملګری وې ګروپ ته دی احوال ولېګه ستا ترورتګه به ستامعاون ستادنده پرمخ وړی
زبیره دغه اسید(دزمري بچی) احمد درسره بوزه
مشر کوچني ځلمکي احمد ته اشاره وکړه
دی به له تاسره په الفلوجه کښې وي غښتلی ځوان ده
احمد وویل مشره بیابه تاسو کله ووینم ؟بعضی پوښتنی می له تاسو څخه لرلی
مشر وویل که ژوند وفا وکړه ان شاءالله یوه ورز به بیا الفلوجې ته درځم اوله نژدې به مو ګورم…
قمندانانو دخپلو سیمو په طرف حرکت وکړ
مشر له ایوب سره تنها دزیتونو په ګڼو ونو کښې پاتی شو
ایوب ته یې وویل زه لږ ویده کېږم که څه خبره وه ما راویښ کړه
مشر یوه تیږه سر لاندې کېښوده او ځان سره یې ورو ورو زمزمه شروع کړه
یاعابدالحرمین لو ابصرتنا
لعلمت انک بالعبادتی تلعبو
دټوپک پټۍ یې لاس نه تاو کړه او ویده شو …
نور بیا …