دشهید سنوار رح دژوند وروستۍ پنځلس ورځې

دشهید سنوار رح دژوند وروستۍ پنځلس ورځې
لیکوال: ډاکټر اکرام الدین سحر
څلورمه برخه
دګڼو ونو په منځ کښې الله تعالی ته دالله تعالی درې بنده ګان په لمانځه ولاړ ؤ
داسی څوک چې صلیبي نظامي اواستخباراتي قوتونو دیهودو په ملاتړ ټوله غزه پسی چاڼ اوبمبارد کړه په سلګونو ډرونونو اولسګونو استخباراتي شبکو مسلسل شپه او ورځ تعقیب کولو خو داپه شکل اوصورت ساده خو دنړۍ مسلمانانو بې تاج اوتخته باچا په لوڅه ځمکه دشنو ونو لاندې په یوه کوچني برګ دستمال له دنیا اومافیها ناخبره خپل رب ته ولاړ ؤ
په تش لاس اوتنها ځان یې ددوه میلیارده مسلمانانو دسرنوشت جنګ پرمخ ووړ
له لمانځه وروسته پخپل دستمال څادر ناست اذکار یې لوستل په وچو شونډو یې نری پوستکی نښتی ؤ له عربو، امت اوحتی له ټول انسانیت خفه او ناامیده ؤ
اوداسی ښکارېده چې همدا دافسوس اوناامیدۍ ساه ګانو اواسویلیو یې په شونډو پړاو اچولی ؤ
له پاسه پری دزیتونو په ګڼو ونو کښې نرۍ اونرم شمال چلېده دونو شاخونه یوبل سره لګېدل او زېړی پاڼی یې ځمکی طرف پخپل رښتنی ژغورنکی اومشر شندلی داسی ښکارېده لکه کوم څوک چې پخپل قدرمن مېلمه ګلان شندي
ترږمۍ اوتیارې وزری غوړولی وې او دونومنځ خو دومره تیاره شو چې حتی لس متروکښې څوک نه ښکارېدل
مشر احمد ته غږ کړل زمریه جګ شه مخامخ سل ګامه وړاندی لاړشه بیا ښی طرف راتاو شه ترخپل ځایه دوره ووهه کوشش وکړه پهره کښې په یوځای مه ودرېږه
احمد وویل سمه ده مشره احمد سل متره وړاندې ولاړ اوبیا په دایروي شکل ښی طرف راتاو شو لږ وړاندې یې دانسانانو دتنفس غږونه واورېدل
احمدګوته په ماشه اهسته اهسته وړاندی ورتللوناڅاپه یې تندګ وخوړ دونی په ډډ ور وغورځېده او خطایی فایر تری وشو
فقط یوڅومتره وړاندې یې دماشومانو اویوې عمرخوړلی ښځی خبری واورېدې
چې په عربی غګېده
هلاک شئ یهودو
کورمو راړنګ کړ خاوندمو راشهید کړ اوس مودلته هم نه پرېګدئ؟
خدایه سنواره راوله
خدایه مونږ وژغوره
احمد چې ځان راټول کړ اودعمر خوړلی ښځی خواته ورغلو په لړځېدلو لاسونو یې ماشې نه ګوته لری کړه اوتوپک یې غاړی ته کړو احمد ډېر څه ویل غوښتل خو هیڅ الفاظ یې نشو موندلی چې اوس څه ووایی
په ډېر تکلیف یې صرف دومره وویل اه دمحمد صلی الله علیه وسلم امته داڅنګه بې سرپوښه شوې…
داحمد پروړاندې دوه ماشومان پداسی حال کښې په ځمکه پراته ؤ چې سرونه یې له وېری دزړی مورکۍ په ټیکري کښې ننوېستلی ؤ
عمرخوړلی مور احمد ته وویل ته څوک یې؟
اودلته څه کوې ؟
چارالیګلی يې؟
دعمرخوړلی ښځی خبری لاخلاصی نه وې چې دبوټونو په دربهار کښې یو پوخ سړی هم راورسېده
ښځه وارخطا شوه
احمد وویل موری مه وارخطاکېږه دازمونږ قمندان ده …
نور بیا ….