فلسطین

د شهید سنوار رحمه الله دژوند وروستۍ پنځلس ورځې

د شهید سنوار رحمه الله دژوند وروستۍ پنځلس ورځې

 

لیکوال: ډاکټر اکرام الدین سحر

شپږمه برخه

 

ایوب  دزیتون  ونو په منځ کښې قدم وهلو اوپه تسبیح یې  اذکار لوستل دلویدځ له طرفه یې دبوټانو  اوازونه ترغوږونو شول ایوب کرار  کرار  مخکی ورغلو   دسپوږمۍ په تیاره کښې یې حمزه وپېژنده

سلام یې وکړ  دحمزه څېره وارخطا ښکارېده  ایوبه مشر چرته ده؟  حمزه پوښتنه وکړه

مشر ویده ده  ایوب ځواب ورکړ

حمزه وویل :دی  زخمي ده عمیر ته یې اشاره وکړه   او په لاره تری  څاڅکی څاڅکی وینه بهېدلی  ممکن  دسهار په رڼا کښې ځناوران  دغه وینه تعقیب کړي  باید زر تر زره داځای ترک کړو مشر  یې راویښ کړ روغبړ نه بعد یې په قیصه خبر کړ

مشر وویل  له تللو وړاندی باید  داځای په ماینونو وپوښو  حمزه دغه کاغذ واخله اوعاجل ماینونه راوباسه دلته یې ترما راورسوه  مشر  حمزه ته  دجبیر په لاس رالیګل شوی ورقه ورکړه کوم کی چې دلاسي جوړو شویوماینونو  دقیق  ځای په نښه شوی ؤ

حمزه او ایوب ورقه واخیسته اوماینونو پسی ولاړل مشر  عمیر ته زخم پټی کړاوپه وینو ککړ  لباس یې یو طرف کېښود عمیره ته ښه يې؟

هو مشره  که زه ووژل شم بیاهم  ارمان نلرم  مونږ بیګاه یهودي ځناورانو ته  ښه کاری ګذارونه ورکړل  دسپوږمۍ په رڼا کښې می  پخپلو  سترګولیدل  چې دهاوان  مرمۍ لګېدو سره یې کورتۍ اودریشیانی هواته باد شوې اخري وخت کښې یوه ټان ګ زمونږ په طرف فایر وکړ اودلته می یوه چره وخوړه

ماسره حمزه ډېر زیات ستړی شو تردې ځایه یې څوځله راپه شا کړم  دوی نی دبهېدو اوکموبد په وجهه می نفس بندېده

څوځله می ورته وویل همدلته می پرېګده یوټوپ ک راکړه  خو حمزه ځان مرګ ته ورکړ اوتر تاسویې راورسولم…

بلخوا حمزه اوایوب دشنې  نیمه ړنګی ودانۍ ختيځ کونج کښې تیار جوړ شوی ماینونه راووېستل او دزیتونو غونډۍ په طرف راروان شول حمزه پیکا په غاړه ماشه په لاس  لس متره وړاندی او ایوب ورپسی  درې ماینونه په شاه کړی  ور روان ؤ

دړنګ شوی کلی په څنډه کښې دیهودی ځناورانو پلۍ ګزمې سره مخ شول چې ترشا یې ټان ګو نه راروان ؤ حمزه وار  مخکی کړ اوپه پلیو ځناورانو یې مخامخ زربې وچلولې ایوب  له لاسی بمونو کار واخیست او سر په سر یې درې ګرنیټونه دځناورانو منځ ته ورګذار کړل له مقابل طرف هم مسلسل فایرونه شروع شول

حمزه ځان دنیم پاتی دیوال شاته واچوه او ورپسې دټان ګ په مرم ۍ همدا دېوال ولګېده حمزه ترنامه پوری دخښتو اوسمنټو ړنګ شوی دېوال کښې ایسار شو  ایوب ته یې غږ کړل ایوبه ته شاطرف  نیمه ړنګ دېوال نه ځان دزیتونو غونډۍ ته ورسوه اوماینونه ترمشر ورسوه زما حالت ښه نده

ماسره لاهم یو شرید مکمل پاتی اوداهم چلوم

ایوب ځواب ورکړ  قمندان صیب زه تایواځی  نشم پرېښودی

حمزه دوروستی ځل لپاره ایوب ته وویل  زه تاته امرکوم چې ولاړ شه عاجل حرکت وکړه

حمزه لاخبر نه وه پوره کړی چې دټانګ دوهمه مرمۍ یې په سر ولګېده او دتل لپاره خاموشه شو

ایوب دخاورو اودوړو له ګرد نه په استفادې  ځان له صحنې ووېست څو ټانګونومسلسل  دحمزه   شهید دجسد په طرف فایرونه وکړل

ایوب ځان سره غګېده لکه څه یې چې ورک کړی وي

حمزه ته لاړې پخپله وعده دی وفا وکړه ان شاءالله زه هم درپسې یم

ایوب  نیم ساعت کښې دزیتونو ونو ته ورسېده په ستړی او وېر ېدلی حالت کښې دمشر مخکی ودرېده

مشره: حمزه  شهید شو

مشر انالله واناالیه راجعون وویل

لږ ساعت چپ شو ورپسې یې دا آیت تلاوت کړ  من المومنین رجال صدقو ماعاهدوالله فمنهم من قضی نحبه ومنهم من ینتظر ومابدلو تبدیلا

عمیر باندی  له ډېری ستړیا خوب ورغلی ؤ مشر ایوب ته وویل دی پرېګده چې لږ ارام وکړي زه اوته به دا ماینونه ځاي پر ځای  کړو

نوربیا

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button