د شهید سنوار (رح) د ژوند وروستۍ پنځلس ورځې

د شهید سنوار (رح) د ژوند وروستۍ پنځلس ورځې
لیکوال: ډاکټر اکرام الدین سحر
دریمه برخه
دختیځ په طرف ووتل په ورانو اونیمه ورانو کوڅوکښې ګوته په ماشه مخته روان ؤ چې
ددوه پوړیزی ودانۍ له بالکن نه غوټه شوی خلطه راوغورځېده عمیر او احمد ټوپ کړل احمد دټوپک میل دوهم چت ته مخامخ کړ
حمزه په مطمینه لهجه وویل خپل دی مخکی زه زمریه
حمزه پلاستیک را اوچت کړ او ورو ورو یې پرانیست ځان یې مشر سره نژدې کړ
مشره! ربیع احوال پریښی چې ولاړم حی الزیتون ته عاجل کار پیښ شو مشر سره به زه ۳۲۵ پینځه موقعیت کښې څلور ورزی بعد ګورم
کشر ځوی می ماښام تل زعتر ته خواړه در رسوي اوجوړ شوی ماینونه دنیمه ړنګی شوی شنی ودانۍ لمرخاته طرف کونج کښې بوټو او وښو لاندی دي…
مشر وویل الله دی ربیع وساتي په تنها ځان ټول کارونه کوي
بیایې ساعت ته وکتل
اوه
دمازدیګر دلمانځه وخت داخل شوی ورسره جوخت حمزه یوې کنډوالې ته ننوت ورپسې ټول ورننوتل
عمیر ته یې وویل هاغه خښتو شاته کښېنه اودخلکو راتګ څاره مونږ به ددې زیتون ونی لاندی جماعت اداکړو
دریم رکعت کښې احمد درزی ته راشه لمونځ وکړه…
جماعت نه بعد غازیانو بیا حرکت پیل کړ دلمر پرېوتو نه لږ مخکی دزیتونو ګڼو ونو ته ورسېدل
عبدالله یوې ونی ته تکیه ووهل اوبیا یې وویل الحمدالله چې دا ونی یې پیدا کړی …
مشر نیم ډوب شوی لمر ته کتل اوبیایې لمرخاته طرف داسمان په کنارو کښې خپرو او راروانو تیارو ته وکتل حمزه پوهیږې
مشر حمزه مخاطب کړ:بدبختانه دامت اوسنی حالت دلمر ددغه غروب په شان ده ترشا پری تیارې اوتورتمونه راروان دي او ډېرو نه پکښې لاره ورکه شوه خوکه څوک په مستیقمه لار ثابت اورښتنی پاتی شو ان شاءالله دفتحی اوبریالمر به حتما یو ځل بیا را ښکاره کیږي
اوځان سره یې درسول الله صلی الله علیه وسلم خبره تکرار کړه
وعزتی وجلالی لانصرنک ولوبعد حین
عبدالله ناڅاپه له خپل ځای نه راجګ شو
دوربین یې په لاس دمشر خواته راغلو مشره هغوی ګورې هلته دوه ځایه ځناوران سره راټول دي حمزه چې دماښام لمانځه لپاره تیمم وهلو ددوی خبرو ته متوجه ؤ دوربین یې واخیست اوبیایې عمیر او احمد ته وکتل
عمیره رازه
حمزه اوعمر دزیتونو په ونوکښې لکه وږی زمری چې ښکار پسی منډی وهي دسترګو په رپ کښې پناه شول…
عبدالله وویل الله مو بریالی کړه مشر خپل دستمال له سره خلاص کړ …
نور بیا