فلسطین

د شهید سنوار رحمه الله د ژوند وروستۍ پنځلس ورځې

 

د شهید سنوار رحمه الله د ژوند وروستۍ پنځلس ورځې

 

لیکوال: ډاکټر اکرام الدین سحر

نهمه برخه

 

ټولو مخ پټی سړي ته ښه راغلاست  وویل

مخ پټی سړی له مخ څخه دستمال لری کړ اومخامخ دیو عمر خوړلی خو په وجود جوړ قمندان څنګ کښې کښېناست والعصر سورة  تلاوت  نه بعد رسمي مجلس شروع شو

لومړی ټولو قمن دانانو خپل دتېرو دوو جمعو  دعملیاتونو کارګذاري بیان کړه ورپسې  یو تن چې ښکلی اوپراخه تندی یې ؤ یوڅه ورقی یې له دوسیې راووېستې اومخی ته یې کېښودې

مشر دش هادت ګوته ور ته ونیوله معاذه  تاسو مهرباني وکړئ

معاذ له حمد ثنا اودرود نه بعد لومړۍ ورقه لوستل شروع کړل مشر یې مخاطب کړ مصري استخباراتو  له ی ه ودو څخه ترلاسه کړی معلومات دا دي  چې تاسومحترم  لپاره چانس درکول کیږي ترڅو له خپلی کورنۍ سره په امن کښې له غزې څخه یودریم هیواد ته ووزئ

دمشر مخ سور شو  معاذ غوښتل نور هم څه ووایي  خومشر یې خبری ورقطعه کړې

معاذه لومړۍ ورقه واړوه دوهمه راواخله:  یحی په ژوندونی په هیڅ صورت کښې له غزې بهر نه ځي ترڅو می چې تن کښې روح چلیږي زه زما اولادونه زما کورنۍ به همدلته په غزه کښې وي صرف په یوصورت کښې به زه له غزې بهر ځم چې وجود کښې می روح نه وي بل څوک به بیا زما وجود نه بلکی زما بې روحه جسد له غ ز ې وباسي …

ورپسې معاذ دوهمه ورقه راواخیسته  دنړۍ اسلامي تنظیمونو ته لېږل شوی لیکونو اودهغوی جوابونه ته مختصره اشاره وشوه چې له هغې جملې دمصر اخوان المسلمون، دلبنان حزب الله مشر  او دافغانستان دحزب اسلا م ی مشر ح ک مت یار دوی ته لیکلی خطونه شامل ؤ له هغوی څخه داق صی ط وفان دعم لیاتو دملاتړ پخاطر  مننه شوی وه ورپسې دبندیانو دتبادلې او اوربند دشرایطو په نوعیت خبری وشوې…

ورپسې دنویو عملیاتو لپاره اوهمدارنګه  دبن دیانو دساتلو او دبعضو تونلونو دکوډونو اونومونو اړوند مشر خبری وکړې

دغرمې ډوډۍ اوماسپښین لمونځ لپاره ۴۵دقیقې وقفه اعلان شوه دډوډۍ خوراک جریان کښې عمر خوړلی دنګ سړی مشر په ځنګون  ووهلو بیا یې په خندانه لهجه ناست قمندانان مخاطب کړل دی(سنوار) رانه په ټول دوران دپوهنتون کښې مخکی نشو حتی تر وروستي سمستره خو ج هاد کښې رانه مخکی شو  دی می آمر اوزه یې ع س کر یم  بیایې قهقه خندا وکړه لاسونه یې په مخ اوږیره راتېر کړل مشر یې لاسونه په لاسو کښې ونیول  سعده ته زمونږ مشر یې  ته درسول الله صلی الله علیه وسلم زمانې ته له مونږ ورنژدې پیدا شوی یې

تا له ما څخه ډېر عمر په اسلام کښې تېر کړی…

ورپسې رسمی مجلس شروع شو مشر له حمد اوثنا وروسته وویل مونږ  په همداسی دمحاصرې شرایطو کښې تر پنځو کالونو دمقاومت  لپاره هرقسمه  مادي امکانات لرو کافي مقدار وسایل اومهمات لرو مونږ چې هروخت هرڅومره تعداد بشري قوه جذب کول وغواړو  اوضرورت یې په کومه ساحه کښې احساس شي  کولای شو

درې میاشتی وړاندې مو شمال کښې (جبالیااوبیت الاهیه) کښې څلور زره تازه دمی سرتیری جذب کړل  الله تعالی دی په ش هید مرسي رحم وکړي دحکومت په دوران کښې یې دغزې پرمخ ټولی لاری خلاصی کړی وې اوزمونږ لپاره بهترین فرصت ؤ

ورپسې ټولو قمندانانو دنړۍ او اسلامي هیوادونو په اړه پخپل وار سره خپل نظرونه وړاندې کړل دماښام لمانځه سره غونډه پای ته ورسېده

مشر دماښام لمانځه نه بعد دستمال ترسر تاو کړ او دلته نژدې موجودو ب ن دیانو څخه یې لیدنه وکړه اوله هغوی سره یې په عبري ژبه خبری وکړې

دوه بندیانو خپلوکښې سره وویل ممکن کوم هیءت وي

ـ ـ ـ

هاخوابیا دماښام اوماخستن ترمنځ تیاره کښې زبیده  دصابر دکور دروازې ته ولاړه وه له دروازې خلاصېدو سره ژر ژر دوهم پوړ ته وختله چرته چې عمیر په زخ مي حالت کښې پروت ؤ

زبیدې  دعمیر له مټی څخه پټۍ خلاصه کړه اوه داخو باید وګنډل شي  دزخ م له منځه یې ګاز پټۍ لری کړه او هایدروجن پراکساید په واسطه یې زخم پاک کړ

زبیدې صابر ته وویل:کاکا  دازخم باید وګنډل شي مج اهد باید دا هرڅه بغیر له انستزي وزغمي

کاکا تاسو خبر یاست څو میاشتو راهسی زمونږ شفاخانه کښې انستزي مواد ختم شوی او دنورو موادو دراتللو هیڅ لاره نشته ځناورانو نه تنها په شفاروغتون بلکی دغ ز ې په ټولو روغتونونو هرڅه بند کړی  مونږ په ډېرو کمو امکاناتو دزخمیانو معالجه کوو  ټول جراحي پروسیجرونه بغیر له انستیزي  اجراکو عمیر به یوځل زبیدې ته وکتل بیابه یې له حیاسترګی کښته واچولی

زبیدې دبسم الله په ویلو دزخم په ګنډلو شروع وکړه عمیر دسخت درد له وجهې خولې شو خو له شرم اوغیرته یې اه  ونکړ

ورپسې یې زخم پانسمان کړ

زبیده دزنانه ؤ اطاق ته ولاړه صابر، عمیر اودصابر مشر ځوی په همدې اطاق کښې کښېناستل

زبیدې  دصابر له میرمنی څخه دز خ م ي مج اهد په هکله پوښتنی وکړې څوک ده؟

کله راغلو؟

چاراوستو؟

نوربیا …

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button