فلسطین

د شهید یحی سنوار رحمه الله د ژوند وروستۍ پنځلس ورځې

 

د شهید یحی سنوار رحمه الله د ژوند وروستۍ پنځلس ورځې

 

لیکوال: ډاکټر اکرام الدین سحر

اتمه برخه

 

مشر غږ ور وکړ صابره ممکن عبدالله وي دهمدې ځای ادرس می ورکړی ؤ

عبدالله وویل سمه ده مشره

دروازه کښې عبدالله ولاړ ؤ سلام کلام نه بعد دواړه څلورم منزل ته وختل

عبدالله مشر ته په عذرانه لهجه وویل:مشره کوچنیان اوعمرخوړلی مورکۍ می ورسول  وبښئ فکرکوم ناوخته می کړه؟ الله دی وبښه  مونږ هم مصروفه ؤ  تراوسه انتظار ته وزګار شوی نه یو  اونرمه خندایې وکړه صدفي غاښونو یې  ښکلا نوره هم زیاته کړه…

مشروویل صابره ماښام مونږ ځو خو عمیر به ترجوړېدو پوری همدلته وي باید یوه ورز بعد یې پانسمان تبدیل شي

سمه ده مشره زه به  دشیفا روغتون خیریه ډاکټری (زبیدې)  ته احوال ولیګم هغه دورزی  په شفاخانه کښې دزخم یانو علاج اوخدمت کوي  اودشپې بیا دم جاهدو زخمیانو خدمت لپاره له شفاخانې بهر ځي…

زبیده چې اصلا دمصر دزرقااوسیدونکی وه له خپلی بلی خور اویو ورور سره غ زې ته له مصره راغلی ؤ ترڅو دزخمیانو علاج اومعالجه وکړي

ددرې واړو مسلک طب ؤ

عبدالله انالله واناالیه راجعون وویل  اودعمیر خواته ورنژدې شو اودسر په اشاره یې تری وپوښتل

عمیر ورته ټوله قصه وکړه  اودشپې حمزه هم ش هید شو

له خفګانه عبدالله سر باندې لاسونه کلک کړل

اوبیایې انالله واناالیه راجعون وویل

حمزه  ناځوانه تنها ولاړې!

تاخو ویل چې داکتوبر په اومه به له بیت الهانون  څخه په ګډه دمی زایلو دشارټ عم لیات رهبري کوو

مشر په درانده غږ عبدالله مخاطب کړ عبدالله! دمجاهد په ژوند یوساعت هم اعتبار نشی کېدای

مونږ اوتاسو ته دواړو حالاتو کښې کمیابي ده ځان غم ته مه تسلیموه قوی اوسه وروره

عبدالله په نمجنو سترګو مشر ته دتایید سر  ښورولو له خفګان اوغوصې څخه یې سترګو نه داسی شعاع خپرېدې لکه له کوم ځای چې مسلسل می زایل شارټ کیږی

مشر خپل دستمال له سره تاو کړ اودحرکت یې وویل

صابر یوه بې صدا ت فنګ چه مشر ته ورکړه

دا درسره واخله کله کله  پکار کیږي

مشر مسکی شو تف نګچه اوسلنسر یې  چانټه کښې ځای پرځای کړل

عمیر وویل   مشره زه سفرکولای شم  که زما پاته کېدل مو امر نه وي زه به هم درسره ولاړشم

مشر وویل: زمریه ترڅو چې زما احوال نه وي راغلی همدلته صابر سره اوسیږه

عمیر په ناامیده سترګو دوی ته کتل او هغوی تری کوز شول

تقریبا دورزی لس بجې وې لمر ګرم شوی ؤ خو دغ ز ې په اسمان دب مبارد له وجهې دبار ودو  دلوږو خړ څادر خپور ؤ

دامت نوم ورکی غازیان له خپل مشر سره درې په درې  دکاریو په فرعی سړک روان ؤ په داسی ډول چې ایوب مخکی او ورپسې دېرش متره شاته مخ پټی سړی اوبیا دېرش متره شاته عبدالله ګوته په ماشه روان ؤ

مشر چې څنګه دالدوحې  کوڅې ته مخامخ شو  درې تنه ی هو دی ځناوران یې دکاریو فرعی سړک په طرف دحرکت په حالت کښې ولیدل مشر عاجل دکوڅې کونج کښې کښېناست اوځان یې دځناورانوله سترګو پناه کړ او عبدالله یې هم دلاس په اشاره پوه کړ عبدالله یوه کوچنۍ ډبره دایوب په طرف ور ګذاره کړه خو ایوب متوجه نشو اومخته روان ؤ ایوب چې ترڅو پو هېده  ځناوران دکوڅې رابهر شول په ایوب یې سترګی ولګېدې ور پسی یې په ماته ګوډه عربي ژبه غږ کړ  ودرېږه عبدالله  دبرق پایې سره کمین شو

ورسره جوخت دمخ پټی سړی له خوا په بې صدا تفن ګچه وویشتل شول عبدالله دپی کا زربه پری کوله خومخ پټی سړی دلاس په اشاره منعه کړ عبدالله او مخ پټی سړی دځناورانو دچانټ و  لاسي ب مونو   کیلی ګانوڅخه سیمان لری کړل اوبېرته یې دمردارو ع سکرو سینو لاندې داسی ډول کېښودل چې دجسدونو په معمولی حرکت سره کیلیانی خلاصی او ان فجار وکړي

اودسترګو په رپ کښې له صحنې ووتل اودکاریو په فرعي سړک ختیځ طرف تللو سره یې ځانونه الرباط سړک ته ورسول بېرته جنوب طرف تاو شول او دف ل سطین دسرې میاشتی دفتر  جنوب طرف الشوه الخاصه کښې یوه کورته ننوتل ورسره جوخت یې دب مون و دانف جار غږونه واورېدل عبدالله مخ پټی سړی ته مخ ور واړو  مشره  مړه ځناورانو خپل ژوندي ځناوران  وو  ژ ل ایوب مسکی شو هغه دنیا کښې به یوبل ته وایی  تاسو خو وژ   ل شوی وۍ  ناځوانو مونږ مو هم و  و ژ لو  مخ پټی سړی ورو  ورو تکرارا   ویل  ولیشف صدورقوم مومنین

داچې دصابر  کور سره نژدې درې سوه متری کښې ختیځ طرف مسلسل پنځه شپږ ب مونه وچا ودل  صابر  سخت وارخطا شو الله مکړه  په م جاهدی نو ځناورانو کمین ووهلو دکور دچت لاندې پوړ  نه یې محل دا نف جار په کیمره رانژدې کړځناورانو خپل مردار  راټولول   صابر الله اکبر  الله اکبر غږونه وکړل

همممممم

مشر لکه چې ځناورانو ته کلکه څپېړه ورکړه   عمیر هم له کړکۍ څخه دصحنې په طرف ورکتل وارخطا اوزبون دښ من هرطرف ړندې ډزی وکړې خوڅه په لاس ورنغلل  ساحې ته هی لکاپټر راورسېدل  او دمر دارو جس دونه یې انتقال کړل…

طلحه چې تازه یې کورته قدرمن میلمانه ورغلی ؤ دب مونو دغږونو سره یې  ورو  په غوږ کښې عبدالله ته په خندا خندا وویل  بهر مو لکه چې بیا څوک ووژل دا چ اودنی خو ماته دده کاري ګذار ښکاری له شاطرفه یې دمخ پټی سړی خواته په سترګو اشاره وکړه

ټول تهکوی ته کوز شول  ورپسې دیوې المارۍ له لاری تونل ته داخل شول مخ پټی سړی دبوټونو په دربهار سره په تونل کښې انګازې خپرې کړې

په یوه صالون کښې  دصلاح الدین سړک غرب طرف  له زیتو ن  څخه تردیرالبلاح پوری د ټولو سیمو قمندانان منتظر ناست ؤ

مخ پټی سړی دروازه ورخلاصه کړه  اوالسلام علیکم یې وویل ټول اوچت شول  او …

 

نور بیا …

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button