فلسطین

د شهید سنوار رحمه الله د ژوند وروستۍ پنځلس ورځې

د شهید سنوار رحمه الله د ژوند وروستۍ پنځلس ورځې

 

لیکوال: ډاکټر اکرام الدین سحر 
اومه برخه

مشر شواظ ماین اول را واخیست او دونو په شل متری کښې یې دټوپ ک په برچه په پوره مهارت ځمکه کښې ځای برابرکړ دځمکی دسطحی وچه خاوره یې یوطرف محفوظه کېښوده اوباقي لمده خاوره یې بل طرف او ورپسې یې په منظم شکل ما ی ن ځای پرځای کړ اضافه شوی خاوره یې پخپل دستمال کښې دونو منځ ته انتقال کړه
ورپسې یې دپرسونل ضد ماین ونه دلومړی شواظ مای ن دمسیر په امتداد دونو په ابتدایی برخو کښې ځای پرځای کړل ایوب چې سخت ستړی او وږی شوی ؤ خو چې دمشرمبارک مخ طرف یې وکتل میده خوله یې پرمخ راماته وه لکه دګلاب په پاڼو چې دشبنم څاڅکی نښتی وي
څنګه چې ګلاب دخپل کم عمر پخاطر پخپل کم عمر ژاړی ممکن دمشر پرمخ دخولو څاڅکو هم عینا دګلاب پرمخ پروت دشبنم رول لوبولو …
ایوب چې دمشر مخ باندې خولې اودخاورو ګرد ولیدلو سخت خجالته شو اوکوشش یی کولو ترڅو خپله لوږه اوستړیا پټه کړی ځان سره يې زمزمه شروع کړه
یاعابد الحرمین لوابصرتنا
لعلمت انک بلعبادتی تلعبو تلعبو تلعبو…
ددرې مای ن ونو ځای پرځای کول چې څومره کار اومهارت غواړی پدې هغه څوک پوهیږي چاچې دا کار کړی وي
مشر ساعت ته وکتل اوه داخو سهار نژدې شوی رازه چې ځو
عمیر چې دلوږی او کمخونۍ په وجهه یې فشار ټیټ شوی ؤ له خوبه راجګ شوی ؤ دخوراک یې څه پیدانکړل دزیتون ښاخ یې راونیو اوڅو پاخه زیتون یې راوشکول زیتون یې چې وخوړ دډېر تریخ والی په وجهه یې لاس کی نیولی نور زیتون دونی بیخ ته ګذار کړل دمشر سترګی پری ولګېدې او ورته مسکی شو په مبارکه ګردجنه اولمده څېره کښې یې سپین غاښونه راښکاره شول لکه د سپوږمۍ وړانګی چې دبحر په څپو ولګیږي
وای صبر صبر زمریه هالته بېګاه ماخستن دجبیر ځوی جوش کړی کچالو راوړی هغه درکړم
مشر عمیر ته درې دانې جوش کړی کچالو ورکړل یو یې ایوب ته ورکړ اویو یې خپله وخوړ
دعمیر په وینو ککړ لباس یې دزیتونو دپاڼو څخه ډک کړ اوداسی شکل یې ورکړ لکه زخمی چې پروت وي
مشر وویل یاالله حرکت
جنوب طرف دعمرمختاراوورپسې دجمال عبدالناصر له سړک تېر شول داقصی پوهنتون بم ب ارد وهلی ودانۍ غرب طرف القدس سړک ته کوز شول او ورپسې یې ځانونه دسهار لمانځه وخت کښې الرشید ته ورسول
الرشید کښې دبحر سره نژدې امان سړک باندې یوه څلور چته کورته چې تقریبا نیمایی برخی یې ړنګی شوی وې ورننوتل
داکتوبر ددریمی ورځی سهار پیل شو
الخرطوم کښې په یوه ړنګ شوی مسجد کښې دسهار اذان شروع شو اوداذان ملکوتي نعرې دسهار وږمو سره ضعېفه ضعېفه ددوی ترغوږنو راورسېدې
مشر دکور په زینو کښې پورته ختلو او دموذن دالفاظو جواب یې ورکولو
مشر صابر ته مخ ورواړو
صابره دابراهیم خلیل مسجد کښې اوس هم هماغه امام شته؟
دا اذان خو دبل چا ؤ؟
نه مشره هغه خو
هغه خو دی ه و دو په بمبارد کښې له دېرشومقتدیانو سره یوځای شه ید شو دا یې ځوی ده صابرجواب ورکړ
مشر یې دیوه وخت دجماعت خاطره بیان کړه ټولو شه ید مرحوم امام ته دعاوی وکړی
مشر وویل ځوی ته دی وظیفه ورکړه ترڅو ځان زیتون ته ورسوي اودهغه ځای کنډک ته دغه ورقه ورکړي ورقه کښې دمای ن موقعیت مشخص شوی ؤ
او دانف جار ویډیو دی هم ضرور وکړي
صابر وویل په سترګو مشره
مشر، عمیر، ایوب اوصابر دنیمه ړنګ شوی کور دڅلورم چت لاندې په نیمه ړنګه کوټه کښې ناست ؤ دسهارلمانځه اومسنونه اذکارو نه بعد یې مشر ته دنړۍ دمهموپېښو اوخبرونو سرټکی وړاندی کړل
مشر دمننی په پار صابرته سر ښورولو
بیایې وویل پرون ټوله ورځ له خبرونو ناخبره پاتی شوم یوه ماشومه ددروازې په درشل کښې راننوته سلام یې وکړ او ورپسې یې چای راووړ
مشر عمیر ته مخ کړ دی زخمي ده څه انتی بیوتیک او ددرد دوایی یې دکاغذ پرمخ ولیکله اوصابرته یې ورکړه دا راپیدا کړه
صابر وویل سمه ده مشره
صابر ددوایی کڅوړه راوغوښته اودمشر په وړاندې یې کېښوده مشر تری انتی بیوتیک اوپرول( پارستامول) راوخیستل صابر وویل مشره دغه چاکلېټ درسره واخله بیایې عمیر، ایوب اومشر ته دوه دوه پاکټه منټوس(دنعنا ذایقې والا)چاکلیټ ورکړل اوټولوخپلو چانټو کښې کېښودل
مشر دچای پیاله په لاس کښې غرب طرف بحر ته کتل په چپ لاس یې لری طرف اشاره وکړه چې هالته مونږ یوتمدن درلوده داندلس په نوم دداخلی خاینانو او ایمان پلورنکو په ملتیا دمسلمانانو دبې اتفاقۍ په وجهه موصل یب یانو ته وبایلود
دسقوط په وخت یې مسلمانانو ته ډېر ی چغی ووهلی
دناامیدۍ او افسوس اهونه یې وکړل خو هیچایې مرسته ونکړه دوخت بدبخته اس لامی حکام دشرابو او ښځو په نشو کښې داسی ډوب اوخوبولی ؤ چې حتی داندلس دعفیفو خویندو اومیندو چغو چې دوح شي ص ل یبي عسکرو دتیري په نتیجه کښې یې وهلی راویښ نکړل
دمعصومو ماشومانو آهونو اوځګیرویو کوم چې دص ل یبیانو دآسونو دپښو لاندې یې وهلی راویښ نکړل
بیایې لاس یوڅه جنوب طرف پنځه څلوېښت درجې تاوکړ اسکندریې ته یې لاس ونیو
عینا هماغه اته سوه کاله پخوانی تاریخ په غ زه کښې تکراریږي خو هالته مصري حاکامان دشرابو اوکبابو مېلې کوي دوی مرسته خونه کوي بلکی سرحدونه یې هم کلک بند کړي دهغو ځوانانو مخنیوی اوکلکه څارنه کوي څوک چې دغ زې خلکو سره دهمدردۍ پخاطر غ زې ته دراتګ فکراوسوچ لري
چې کله هم غ زه سقوط شوه په سبا دهمدوی (مصریانو) وار ده ی ه و دي ځناوران دګریټ ا س را یل پلان قدم په قدم تطبیقوي
بدبختانه اس لامي حکام دپیسو ،ښځواوقدرت په نشو مست دي کله چې ددښ من خنجر ددوی ترستونی ورسیږي هغه وخت بیا ددوی بیداري هیڅ ګټه نکوي …
کله چې زیتون کښې دړنګ شوی کور شاته دسهار رڼایی کښې ځناورانو دوین وڅاڅکی ولیدل قدم یې پسی واخیست لس دولس وحش یان مخکی او ورپسی ټان ګونه روان ؤ پیاده وح شیانو هلته دونو لاندې پروت جسد ولیده ټولو لکه دوږو لېوانو په څېر ورمنډی کړی ګوندی کوم زخمي یاش هید مج اهد په لاس ورغلو
ورسره جوخت لومړی میر کا ف ا ټا ن ګ په فشاری شواظ برابرشو ان ف جار سره جوخت تنظیم شوی پرسونل ضد مای نونه هم من ف جر شول اوپه وحشیانو کوچنی ق یامت جوړ شو
دصابر مشر ځوی ځان دعمرمختارسړک چپ طرف دف ل س طین کمرشل بانک ویجاړی شوی ودانۍ خواته رسولی ؤ اودزیتون کنډک یوه م جاه د سره یې یوځای یاده صحنه دکمرې په سترګه ریکارډ کوله
اودالله اکبر په ویلو سره یې له سیمی پښې سپکی کړې
مشر قوی ان فجار غږ واورېده او الله اکبر یې وویل
ایوب ته یې په فاتحانه انداز ور وکتل ان شاءالله چې ښکار پری وربرابر شو…
ایوب څه ویل غوښتل خوکوټې ته دماشومی په وارخطاراننوتلو ټول ماشومی ته متوجه کړل
پلاره دروازه کښې یو مسلح کس ده تاغواړی
صابر تفن ګ چه لاس کښې واخیسته اوپه زینو کښې زر زر کښته طرف کوز شو
نوربیا

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button