فلسطیننوشته ها

د شهید یحی سنوار (رحمه الله) د ژوند وروستۍ پینځلس ورځې

د شهید یحی سنوار (رحمه الله) د ژوند وروستۍ پینځلس ورځې

 

لیکوال: داکتر اکرم الدین سحر

 

دوهمه برخه

دپښوترپهارددوی طرف رانژدې شو  دنوک په څوکه درې ځله دروازه ووهل شوه ورپسې

یې مسلسل اهسته په نوک وټکوله له داخله عبدالله غږ وروکړجبیره رازه

دروازه راخلاصه شوه له سلام وروسته یې وویل نزله کښې ددښمن څو ټانګونه ګزمه وهي دزړې ونی لمرخاته طرف درې متری کښې خښ شوی ماین هم اماده ده…

حمزه اوچت شوالمارۍ ته یې خوله نژدې کړه او څه خبری یې تکرار کړې

له هغه طرف المارۍ راخلاصه شوه  پینځه نفره مسلح پرمخونوخولۍ کش شوی حالت کښې راووتل حمزه پیکا اوچته کړه اوټولو ته یې دځان اماده کولو وویل

حمزه له ځان سره دوه خولۍ کش مجاهدین واخیستل او دنیمه ړنګی ودانۍ دشمال طرف نه دسترګو په رپ کښې ووتل جبیر هم یو خولۍ کش مجاهد له ځانه سره کړاودنزلې  طرف روان شول

عبدالله،عمیر،دوه خولۍ کش مجاهدین،احمد او مخ پټی سړی  دنیمه ړنګ شوی کور له جنوبي طرف نه ووتل اوځانونه یې نزله کښې دزړې ونی نه تقریبا درې سوه متري ته ورسول دیوې ودانۍ له څنګه دګزمې په ټانګ باندې دالیاسین توغندي برید وشو ټانګ دسترګو په رپ کښې داور خوراک شو له نورو ټانګونو یهودی ځناور پیاده شول اوودانۍ یې اورلاندی ونیوله ورپسې دسل مترو په فاصله کښې شمالي طرف نه په پیاده شویوځناورانودپیکازربې شروع شوې شپږعسکر مړه اونیمه ژوندي دکوڅې  پرمخ ولوېدل پاته ځناورانوځانونه ترټانګونو ورسول ورپسی جوخت  دوهم ټانګ هم دالله اکبر په ویلو سره په الیاسین راکټ ولګېده پاتی ټانګونو  دزړې ونی طرف عقب نشینی شروع کړه چې ورسره جوخت لمړی ټانګ په خښ شوی ماین والوځول شو  ځناورانو دطیارومرسته راوغوښته  اوله پاتی ټانګونو ځناوران بیا پیاده شول جنوبي طرف یې یوې کوڅې ته منډی کړې له هغه طرف پری دسپکو اودرنو وسلو شروع وشوه احمد  دسترګورپ کښې دیوه نیمه ژوندی ځناورسرته ځان ورسولو په څټ يې پښه ورکېښوده اوله ډډی څخه یې تفنګچه تری خلاصه کړه ورسره جوخت دټانګ له طرفه په احمد دشلکا زربه وچلیده احمد ځان دسمنټي  پایې شاته کړاوزخمی ځناور یې پخپله تفنګچه په سر ووېشت طیارې راورسېدې اوسیمه کښې یې ړنده بمباري شروع کړه عمیر هم دبعضو مردارو عسکرو له چانټو شیان ووېستل اوله یوه ځناور یې ایم فور واخیست  دسترګو رپ کښې غازیانو له سیمی ځانونه ووېستل اوبېرته لومړۍ نیمه ړنګی ودانۍ ته ورسېدل

دماسپښین دلمانځه وخت داخل ؤ مخ پټی سړی وویل که شرایطو اجابولی  داسلامي اوصولو پربنا مو  دمردارویهودانوجسدونه هم خښول…

مخ پټی سړی له خپل مخ نه دستمال خلاص کړاو عبدالله ته یې وویل تکبیر وایه

عمیراواحمد یوناڅاپه چیغه کړه یحی سنوار یحی سنوار

عمیر چې له سترګویې دخوښۍ اوښکی روانی وې دسنوارلاسونه ونیول اوښکل یې کړل…

له جماعت اداکولو وروسته احمد یحی سنوار ته مخ کړ

مشره داڅومره بزدله عسکردی که دوی سره ټانګونه اوطیارې نه وای  دوی خو دنیم ساعت جنګ هم ندي

له خپلی بډی یې تفنګچه راووېسته  اوپه فاتحانه انداز یې وویل دامی تری  خلاصوله ځناورپمپرتړلی ؤاو…

مشره که دامت ځوانان خبر شي چې دوی دومره بزدله دي قسم په الله چې ټول خوپری خالي لاس ورودانګي  دوی خواصلا دجنګ روحیه نلري

عمیر له خپلی چانټی څو پاکټه ککو راووېست اوپه خندا شو دوی جنګ ته له ککو اوبسکټو سره راځي  مشر یو پاکټ ککو راواخیست اوپری لیکل شوی خط یې ولوست دمشر سترګی دنا امیدۍ له اوښکو ډنډ شوې سترګی یې لکه دبحر په اوبو چې دلمر وړانګی لګیږی ځلېدلی یوه اوږده ساه یې کش کړه بیایې وویل افسوس های افسوس  په عربو

پدې چاکلیټ لیکل شوی لیبل نه ښکاری چې دعربي اماراتو تولید ده

ای کاش عربانو که زمونږ مرسته نه کوله حداقل زمونږ ددښمن مرسته او اکمال یې هم نه کولای مونږاوزمونږ  یهودي دښمن یې سره پریښی وای که بریالی شوی وای دوی به هم راسره په ګډه افتخارات شریکول او که مغلوب شوی وای دخفګان اوښکی یې دخپل ښځو سره ګډی توی کړی وای

ای کاش دوی کښې ضمیر وای

ای کاش دوی عرب نه وای

ای کاش

زمونږ ددښمن سره چې صلیبي قوتونه په ښکاره ډول ولاړ دي هغوی  خومعلوم دی بدبختانه چې په پټه ورسره تقریبا ټول عربي حکام ولاړ دي

داردن له پاچاه خو ځکه ګیله نکو چې هغه خپله دیهودوخوریه ده( داردن داوسني حاکم پلار ته څلور لسیزي پخوادبرطانیا پاچاه یوه انجلۍ تحفه کښې ورکړی وه داردن پاچاه له هماغی جلکۍ څخه داځوی پیدا کړاونن داردن حاکم ده یاده جلکۍ  یهوده وه او دیوه طویل المدت پلان لپاره داردن دوخت حاکم ته ورکړل شوی وه)

مشر دوام ورکړ که ابوجهل ژوندی وای  ممکن دعربیت پخاطر به یې دیهودو خلاف زمونږ مرسته کړی وای بدبختانه چې اوسني عرب له مونږ سره عقیده وي پیوند هم لري  خوبیاهم زمونږ خلاف زمونږ ددښمنانو  مرسته کوي پوهیږئ ولې؟

ځکه چې داوسنیو عرب حکامو څخه صلیبیانو ددوی تېل اوطلا اخیسته اولایې هم اخلي اوپه مقابل کښې دډالر په نوم کاغذونه ورکوي اودډالرو حساب هم صرف غربي بانکونوکښې  دکمپیوټرپه سکرین ورته داعدادو حساب زیاتوي که کله یې هم ورته خوښه شوه حسابونه یې پری صفر کوي…

دطیارو نژدې راتګ دمشر خبری قطعه کړې حمزه خولۍ کش مجاهدینوته دسر په اشاره دننه تللو وویل پینځه تنه خولۍ کش مجاهدین المارۍ طرف ورغلل عمیر عبدالله ته وویل داستاسو راکړل شوی ټوپک مو واخلۍ ما داده خپل ټوپک پیدا کړاو ورسره یې یوه په وینو ککړه کورتۍ ور وښوده دا وګوره کاکا که شهید شوم  ماخپل بدل پوره کړی

حمزه عمیر په شاوډبولو جګ شه زمریه چې ژوندی وې دځناورانو ډېری کورتۍ به دی ترپښو لاندی شي…

حمزه وویل مشره اوس باید داځای پرېګدو دریم موقعیت ته زو ټولو چانټې وتړلی مشرخپل دستمال بیا له مخه تاو کړ اودنیمه ړنګی ودانۍ څخه دختیځ …

 

نوربیا

موضوعات مشابه

Back to top button