پیام رهبرسلایدر

حکمتیار: د برمل ولسوالۍ پر څو سيمو د پاكستاني ځواكونو هوائي بريدونه په كلكه غندو

حکمتیار: د برمل ولسوالۍ پر څو سيمو د پاكستاني ځواكونو هوائي بريدونه په كلكه غندو؛ مخصوصاً چي په دې بريد كي د افغانانو كورونه وران شوي، نژدې 50 تنه په كي وژل شوي چي گڼ شمېر ماشومان او ښځي هم په وژل شوو كي دي؛ دا نه يوازي د افغانستان د حريم قبيح نقض دئ بلكي كېدى شي په سيمي كي د يوې بلي جگړي پيلامه شي؛ د تاريخ ډېري ستري جكړي له يوې داسي پېښي رامنځته شوې چي د جگړي يوه يا دواړو ښكېل لوريو په نافهمۍ سره عادي گڼلې او د بل وېرولو په موخه ئې څه كړي.

كه اسلام آباد د بريد لپاره دا توجيه وړاندي كوي چي دلته ئې د مخالفو وسله والو مركزونه په نښه كړي؛ نو دا وسله وال خو يو مهال د پاكستان له مدرسو افغانستان ته د دوى له لوري او د افغانانو خلاف د جگړي لپاره رالېږل شوي وو؛ پاكستاني سياستوال اعتراف او اعتراض كوي چي ولي دېرش زره پاكستاني جنگيالي افغانستان ته د جنگ لپاره لېږل شوي وو؟!

اسلام آباد دي هم د وسله والو مخالفينو ستونزه د كور دننه او د تدبير، تعقل او حكمت په مرسته حل كړي او هم د خپلو سياسي مخالفينو ستونزه؛ دا سيمه په مجموع كي امن او د جگړو ختمولو ته ضرورت لري؛ نه د يوې بلي جگړي پيلولو ته؛ كابل ته هم دغه مشوره لرو.

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button