پیام رهبرسلایدر

د كمكي اختر په مناسبت پيغام – کال: ۱۴۰۳ ل م

بسم اللّٰه الرحمٰن الرحيم

د كمكي اختر په مناسبت پيغام

 

الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم

قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلا نَعْبُدَ إِلا اللَّهَ وَلا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ64 آل عمران  صدق الله العظيم

 

وروڼو خوېندو!

گرانو وطنوالو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته و بعد:

د كمكي اختر په مناسبت مباركي وايم، دعاء كوم چي الله تعالى د افغان مؤمن ولس او ټول اسلامي امت روژې، طاعات، عبادات، جهادونه، هجرتونه او دعاءگاني قبولي او نېكي هيلي ترسره كړي، له تپل شوو جگړو، ناامنيو او د پرديو له سلطې او اشغال ئې وساتي، زموږ مؤمن ملت ته واقعي او دائمي آزادي، عزتمن ژوند او سوكالي ورپه برخه كړي او په خپلواك او آزاد افغانستان كي د واقعي اسلامي نظام په قائمولو او تلپاته كولو سره د افغان ولس د ټولو شهيدانو، غازيانو او سرلوړو مجاهدينو سپېڅلي آرمونونه محقق كړي. إن شاء الله افغانستان؛ دا د شهيدانو په وينو سور هېواد؛ او دا د إيمان او عزت سنگر به زموږ مهربان رب د ټولو دښمنانو له شرارتونو ساتي؛ د هغو ناولي عزائم به شنډوي چي غواړي د يوه  بل جنگ اور په افغانستان كي بل كړي. الله تعالى دي په فلسطين كي د وحشي صهيونستانو او د هغوى د غربي حاميانو ماته او د غزې د سرلوړو او مؤمنو مجاهدينو ځلانده او عاجله بريا په ټول دردمن اسلامي امت ډېر ژر وگوري، همغسي لكه چي د شوروي ماته او زوال او د ناټو او امريكا ماته او رسوايي په افغانستان كي ټولي نړۍ ته وښوده.

وروڼو خوېندو!

گرانو هېوادوالو!

له دې فرصت په استفادې سره څو عرائض لرم:

  1. د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته؛ افغانانو ته يو ښه او بې سارى فرصت په لاس ورغى؛ داسي چي وكولى شي د خپلي خوښي اسلامي نظام، د ملت له حمايت برخمن ځواكمن او موفق حكومت، د بهرنيو له اغېز او سلطې فارغ او خپلواك هېواد ولري. د ټولو مؤمنو افغانانو هيله دا وه چي اسلام ته ژمن او د ملت په درد دردمن افغانان به يو بل ته د ورورۍ او يو والي لاس وركړي او په گډه به د خپلو شهيدانو د سپيڅليو آرمانونو د تحقق لپاره ملا وتړي. خو نن له وضعيت داسي معلومېږي چي موږ دې لوړو آرمانونو ته د رسېدو په لار كي لا له ډېرو گواښونو او خنډونو سره مخامخ او لا اوږد مزل په مخ كي لرو. لومړى كار چي بايد شوى وى پر يوه ډاډمن محور د ټولو هغو افغانانو راغونډول وو چي د دوو اشغالگرو (شوروي او امريكا) خلاف ستر او اوږد جهاد كي ئې فعاله او ځلانده ونډه درلوده.
  2. افغانستان لا بشپړه آزادي او خپلواكي نه ده تر لاسه كړې، د هېواد فضاء لا د امريكا په واك كي ده، بې پيلوټه الوتكي ئې په مسلسله او څرگنده توگه د هېواد په فضاء كي چورلي او د خپلي خوښي بريدونه كوي. ټام ويست د امريكا خاص استازى؛ كانگرس ته په خپلي وضاحتي وينا كي ادعاء كوي چي زموږ د تروريزم ضد ځواك او اداره په افغانستان كي فعال او ځواكمن حضور لري او په دې ارتباط امارت اسلامي له موږ سره پر خپلو ژمنو عمل كوي. دې حالت ته بايد د پاى ټكى كېښودل شي، امريكا بايد مجبوره كړو چي له شرارتونو لاس واخلي او د افغانستان ملي حاكميت او د زمكي او فضاء خپلواكي ته درناوى وكړي؛ كه ئې نه مني نو سفارت ئې محاصره او بند كړى شي او ټول امريكايان د سفارت د پرسونل په شمول له هېواد وايستل شي.
  3. د امريكا د ډالرو كڅوړي چي په حقيقت كي د زهرو كڅوړي دي او بد شيطاني عزائم او موخي ئې تر شا دي؛ په جدي توگه مستردول؛ منل ئې نه زموږ دين جائز گڼي او نه ئې زموږ ايمان او غيرت. افغانان او نړۍ وال داسي گمان كوي چي دا كڅوړي د هېواد د فضاء پېرلو بيه ده، دا ننگين تور بايد غلط ثابت كړو. امريكا زموږ پوروړې ده؛ د يو مليون افغانانو د وژلو ديت او د افغانستان د ورانولو غرامت بايد ترې وغواړو، هر ډول سياسي تعامل مو بايد په دې ديت او غرامت پوري مشروط وي؛ د دوحې په معاهدې كي بايد په واضحو الفاظو د دې يادونه شوې وى؛ خو په معاهدې كي د ديت او غرامت پر ځاى دا راغلي چي امريكا به د افغانستان په بيا ودانولو كي مرسته كوي.
  4. دښمنان په كمين كي دي، له مخكينيو فوځي او استخباراتي چارواكو ئې اورو چي پر وتلو پښېمان دي او د بيا راتلو گواښونه كوي؛ غواړي بله جگړه پر افغانانو وتپي.
  5. د ناټو غړو هېوادونو تر يو نيم لك زيات هغه افغانان له ځان سره بېولي چي د اشغال په دوران كي ئې په مختلفو برخو كي استخدام كړي وو؛ ډېرى ئې په نظامي، استخباراتي، مطبوعاتي، او سياسي برخو كي استخدام شوي افراد دي؛ امريكا تر يو لك زيات بېولي او د دېرش زره نورو بېولو پرېكړه ئې كړې؛ د هغوى روزل، په بېلو بېلو ډلو كي تنظيمول، جنگ ته سوقول، دفترونه، تلويزيوني چينلونه ورته جوړول، د نظامي عملياتو راپورونه ئې خپرول روان دي؛ د مخنيوي لپاره ئې بايد لازم تدابير ونيول شي.
  6. د دې گواښونو مقابله يوازي يوه اساسي لاره لري؛ ټول ملت عمومي او ولسي مقاومت ته چمتو كول؛ له دوى چي كومي وسلې اخيستل شوي هغه بايد بېرته وركړى شي؛ اخيستل ئې نه شرعي جواز لري او نه عقلي توجيه؛ زموږ او د نورو هېوادو تجربو ښودلې چي يوازي په دولتي نظامي ځواكونو سره د داسي گواښونو مقابله ممكنه نه ده، زموږ فوځونو نه د شوروي تجاوز په وړاندي مقاومت وكړى شو او نه د ناټو؛ دا ولسي جهاد وو چي دواړو ته ئې ماته وركړه. د ولس بې وسلې كول شريرو كړيو ته دا فرصت په لاس وركوي چي په كليو كي د بې وسلې خلكو امنيت مختل كړي، په غلاوو لاس پوري كړي، د لارو امنيت له منځه يوسي؛ د ملت له متن راپاڅېدلي حكومتونه پر خپل ولس اعتماد كوي، دا متقابل اعتماد او باور دې ته لار اواروي چي د مخالفينو شريري كړۍ په هيڅ ځاى كي د ساه اخيستلو مجال تر لاسه نه كړي.
  7. د اسلامي نظام بنسټ پر شورى ولاړ دئ؛ قرآن ئې داسي تعريفوي: (… وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ …او امور ئې په خپلو منځونو كي په مشوره سره وي)؛ نن افغانستان يوې درنې، معتبري او د ملت د ارادې ممثلي داسي شورى ته ضرورت لري چي ټول افغان ولس تمثيل كړي، د ټولو ملي مسائلو په اړه د تصميم لوړه او وروستۍ مرجع وي او پرېكړو ته ئې فرد فرد تمكين ولري؛ همدا شورى د ملي وحدت رامنځته كېدو او استحكام اساسي عامل دئ، د ملت او حكومت تر منځ فاصلې ختموي، د استبداد او مطلق العناني مخه نيسي او پر حكومت او چارواكو د نظارت مهمه دنده تر سره كوي.
  8.  هېواد مو يوه نوي پر اسلامي لارښوونو ولاړ اساسي قانون ته ضرورت لري؛ د نظام تعريف، اعتقادي، سياسي، اجتماعي، اقتصادي برخي ئې توضيح كول، د زعامت انتخاب، د عزل او نصب شرائط او موجبات بيانول، په دې اړه د ملت شرعي حق او ونډه تثبيتول، د حكومت او چارواكو صلاحيتونه او مسئوليتونه ټاكل، اهداف مشخص كول، د كورني او بهرني سياست اساسي كرښي ترسيمول، دوست او دښمن په گوته كول، د هېواد او نظام لپاره نوم، د بيرغ څرنگوالى، ملي سرود، بيت المال او د عوائدو او مصارفو شرعي او جائز مدارك ئې تعريفول او دې ته ورته مسائل؛ په اساسي قانون پوري اړوند قضايا دي؛ همدا ممثله درنه شورى به د اساسي قانون د تسويد او تصويب وروستۍ مرجع وي.
  9. د نظام اقتصادي تگلاره د اسلامي لارښوونو مطابق تنظيمول، سود، قمار، احتكار، انحصار، ملا ماتوونكي او ظالمانه ماليات او نور غير مشروع اقتصادي او تجارتي معاملات په بشپړه توگه له منځه وړل؛ او پر ځاى ئې د مضاربت پر بنسټ ولاړ بانكي سيستم او د زكات او عشر شرعي نظام پلي كول؛ تر هر څه وړاندي بايد هغه ماليات متوقف شي چي په شريعت كي هيڅ مجوز ورته نه شو موندلى او د ټولو انساني معيارونو له مخي پر بې وزلو او فقيرانو ظلم گڼل كېږي؛ له هغو په يوه او بل نامه ماليه اخيستل چي نه يوازي زكات او عشر پرې فرض نه دئ بلكي الله تعالى حكومت او چارواكي ئې مكلف كړي چي په بيت المال كي د لومړيو مستحقينو په توگه د هغوى مالي ستونزي حل كړي؛ د اسلامي اقتصادي نظام او په دې اړه د حكومت اساسي دنده داسي ده چي يوازي له غني به اخيستل كېږي او فقير، مسكين او پوروړى به په بيت المال او دولتي خزانه كي لومړي مستحقين وي؛ او حكومت به د دوى متكفل وي. اسلام د غني په شتمني كي؛ له زكات، خمس، عشر، شلمه، څلوېښتمه، پرته بل داسي حق نه دئ ټاكلى چي حكومت به ئې له خلكو اخلي؛ په بل هر نامه او هر څه له خلكو اخيستل شرعاً ناجائز دي؛ پر كورونو، تر استعمال لاندي وسائلو، سپرليو، گاڼو نه زكات شته او نه بل څه؛ له دكان، زمكي، باغ، فابريكه، لاسي كراچيو، ركشا، ټكسي، كتنځايونو، لوحو، او مجوز ماليه اخيستل هيڅ شرعي توجيه نه لري. رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: «لَيْسَ فِي الْمَالِ حَقٌّ سِوَى الزَّكَاةِ» سنن ابن ماجه: په مال كي له زكات پرته بل حق نشته.

همدا راز فرمايي: (من ادى زكوة ماله فقد ادى الحق الذي عليه) السنن الكبرى للبيهقي : چا چي د خپل مال زكات وركړ؛ نو له شك پرته ئې هغه حق اداء كړى چي پر ده فرض دئ.

شريعت په شتمنيو كي د زكات نصاب او مقدار ټاكلى؛ په شتمنيو كي ئې د هستوگني خپل كور، د كور ضروري او تر استعمال لاندي وسائل، د سورلۍ آس، اوښ او موټر، د مېرمنو گاڼه…. له زكات مستثنى كړي؛ نو حكومت حق نه لري چي له چا د كور، دكان، موټر، ركشا، لاسي كراچۍ، لوحې او بل هر نامه كميشن او ماليه ترلاسه كړي، حكومت حق نه لري له هغه چا څه واخلي چي شتمني ئې د زكات نصاب ته نه وي رسېدلې؛ زموږ د ولس اكثريت داسي دي چي په زحمت سره كولى شي خپل ورځني ضرورتونه پوره كړي او د خپلي كورنۍ د خوراك، لباس، دواء، د تعليم مصارف، د كور كرايه، … له عهدې ووتلى شي؛ فقير او مسكين په بيت المال كي تر ټولو وړاندي مسلم حق لري؛ اما متأسفانه اوس له ټولو افغانانو؛ كه شتمن دي او كه فقير او مسكين؛ په مختلفو نومونو ماليې اخيستل كېږي، پر ټولو وارداتي اجناسو؛ د خوراكي توكيو، دواء او جامو په شمول ناروا او لوړ گمركي محصول اخيستل كېږي؛ دا نه يوازي حرام دي او هيڅ شرعي مجوز ورته نه شو موندلى؛ بلكي څرگند ظلم دئ؛ د گمركاتو اصلي اداءكوونكي نه تاجران دي او نه شتمن؛ هغه عام ولس ئې تأديه كوي چي غوڅ اكثريت ئې د فقر او مسكنت حالت كي دي؛  د اسلام له نظره حكومت د فقيرانو او مسكينانو متكفل دئ، په بيت المال كي لومړي مستحقين دوى دي، داسي نظام رامنځته كول چي فقيران، مسكينان او هغه چي شتمني ئې د نصاب حد ته نه وي رسېدلې؛ په هر نامه څه ترلاسه كول؛ په قطعي توگه حرام دي؛ او كه دا ظلم د اسلام تر نامه لاندي كېږي نو يقيناً چي دا هم له اسلام سره جفا ده او هم له ولس سره؛ او كه له دغو لارو تر لاسه شوي مبالغ حكامو ته د اشرافي ژوند په برابرولو لگېږي؛ له دې جفا او ظلم الله تعالى ته پناه وړو!!

  1. دولتي مصارف بايد د مشروع عوائدو په اندازه وي؛ په معاشاتو كي بايد تعادل مراعات شي، دا هيڅ عقلي او شرعي توجيه نه لري چي د يوه معاش او امتيازات د بل په پرتله پنځوس ځله زيات وي؛ كه دولتي مصارف راكم شي يقيناً چي د دولت د زكات او عشر عوائد هم د ضروري مصارفو لپاره كفايت كوي او هم د فقير او مسكين ستونزي حل كېدى شي.
  2. د معاش مقابل كي جنگيالي، د اردو او امنيتي ځواكونو پرسونل، د ملكي ادارو مامورين او ټول معاش لرونكي بايد دومره وي چي د دولت مشروع مدارك ئې تكافؤ كولى شي؛ داسي نه چي د معاشاتو لپاره بل ته د احتياج لاس اوږد كړي او نه داسي چي د غير مشروع او له خپل جائز حد زياتو بانك نوټونو چاپولو ته اړ شي. بايد متوجه وو چي داسي بانك نوټونه چاپول په قطعي توگه حرام دي. د دولت د اسعاري شتمنيو مقدار بايد دقيقاً د سرو زرو زېرمي په اندازه وي.
  3. (د ښځو په اړه له الله تعالى ووېرېږئ)؛ دا د رسول الله صلى الله عليه و سلم هغه مكرره سپارښتنه ده چي په وار وار ئې په خپلو خطبو او ويناوو كي كړې او د خپل ژوند په پاى كي ئې په خپلي وروستۍ خطبې (حجة الوداع) كي بيا تكرار كړه؛ د جومات او مدرسې دروازې د هغوى په وړاندي همغسي پرانېزئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم پرانستې وې؛ نن له ډېرو څرگندو او مسلمو اسلامي او انساني حقوقو محرومي دي؛ د ميراث، مهر، تعليم، په نكاح كي د ايجاب او قبول او د خپل ژوند همسفر د انتخاب له حق محرومي دي، د ولور په نامه پلورل كېږي، چي مېړه ئې وفات شي ميراث گڼل كېږي او دې ته اړي دي چي د مېړه خپلوانو كي چا ته به اكراهاً واده كېږي!!
  4. تعليم پر سړي او ښځي يو برابر فرض، واجب او لازم دئ؛ په كورنۍ كي ئې د روزني او تعليم حق پر پلار دئ او په ټولني كي ئې دا حق پر حكومت او واكمنو دئ؛ بايد ټول لازم شرائط، مصون او خوندي ماحول ورته برابر شي؛ مكتب او مدرسه بايد توحيد شي او يو تعليمي نظام او داسي رغنده تعليمي نصاب ولرو چي هم په ټولو ضروري ديني او دنيوي علومو پوه فارغان ټولني ته وړاندي كړي؛ امام احمد حنبل رحمه الله وايي: خلكو ته يوازي ديني علوم مه ښيئ؛ بلكي د ديني زده كړي تر څنگ داسي كسب هم ورزده كړئ چي د رزق او روزي تأمينولو ذريعه ئې وي؛ كه نه نو د روزي لپاره به دين خرڅوي. هر علم سپېڅلي او ارزښتمن دئ؛ الله تعالى عليم دئ او علم ئې ذاتي صفت، آدم عليه السلام او د هغه اولاد ته ئې پر فرشتو د هغه د علم له امله فضيلت وركړ؛ د اشياءو په پېژندو كي تر فرشتو وړاندي او اعلم وو او فرشتې ئې وگمارلې چي د هغه په وړاندي سجده وكړي او د زمكي د خلافت لپاره ئې تر ځان وړ وگڼي. دا نه د صرف او نحو علم وو او نه منطق او فلسفه. د قرآن نژدې پنځه سوه آيتونه احكام دي او تر شپږ زره زيات ئې د عالم (زمكي او آسمان) او د هغه د رب د سمي پېژندا په اړه دي.
  5. د بيان آزادي ته د يوې وجيبې او فريضې په سترگه وگورئ؛ الله تعالى ټول مؤمنان پرې گمارلي؛ دعوت الى الخير، امر بالمعروف، نهي عن المنكر الهي وجائب دي، هيڅوك ئې د تعطيل او لغو كولو حق نه لري.

موږ مسلمانان په هر كلي كي جومات او په هغه كي محراب او منبر لرو، منبر د دعوت او حق ويلو لپاره دئ او محراب (د حرب او جنگ مورچل) له هر باطل سره د مقابلې سنگر دئ. هغه امام چي له حق ويلو ډډه وكړي؛ وجه ئې وېره يا طمع وي، په هغه پسي لمونځ كول جائز نه دي او هغه واكمن چي د مؤمنانو او حقپالو د خولو تړلو هڅه كوي يو ظالم واكمن دئ. د حق خبري په اورېدو سره چي د چا كبر تحريك شي هغه دي پوه شي چي كبر د زمكي پر سر لومړۍ ستره گناه ده چي عامل ئې هغه شيطان وو چي الله تعالى ورټلو او له خپل رحمت ئې مأيوس كړ. عمر رضي الله عنه فرمايي: الله تعالى دي پر هغه چا رحم وكړي چي موږ ته كومه لارښوونه وكړي!! همدا راز په خپلي خطبې كي ئې ويلي: كه تاسو موږ ته مشوره رانه كړئ او موږ ستاسو مشوره ونه منو نه په موږ كي خير شته او نه په تاسو كي.

  1. نااهله او د لمونځ كوونكو له خوښي او موافقې پرته امامان ټاكل بدي پايلي لري؛ له جوماتونو د خلكو مخصوصاً د نوي نسل د فرار او نفرت او له معنوي پلوه د جوماتونو د تخريب باعث كېږي؛ حق ويوونكي ترغيب او حمايه كړئ؛ د قرآن دا لارښوونه په پام كي ولري چي فرمايي:

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ مَنَعَ مَسَاجِدَ اللَّهِ أَنْ يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَى فِي خَرَابِهَا أُولَئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَنْ يَدْخُلُوهَا إِلا خَائِفِينَ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ 114  البقرة

او تر هغه چا به ستر ظالم څوك وي چي د الله په جوماتونو كي د الله د نوم د يادولو مخنيوى او يا ئې د ورانولو هڅه كړې، دوى خو هغه دي چي نه ښايي (جوماتونو ته) داخل شي مگر وېرېدونكي، په دنيا كي ورته سپكاوى دئ او په آخرت كي دوى ته ستر عذاب.

د جومات اصلي دښمنان هغه دي چي پر منبر د حقپالو خطيبانو او داعيانو د ويناوو مخه نيسي، منبر د هغو په واك كي وركوي چي خرافات خپروي، اسلام ته د قرآن، حديث، عقل او علم خلاف داسي څه منسوبوي او په جوماتونو كي داسي گنده او مسخره حركات كوي چي د قريشو مشركينو به په حرم كي او د كعبې خوا ته كول او قرآن د هغوى په اړه فرمايي:

وَمَا كَانَ صَلاتُهُمْ عِنْدَ الْبَيْتِ إِلا مُكَاءً وَتَصْدِيَةً فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُونَ 35  الأنفال

او د بيت الله خوا ته د دوى لمانځنه (او عبادت) له شپېلكي او چكچكو پرته بل څه نه وي، نو په سبب د هغه كفر چي تاسو كولو دا عذاب وڅكئ.

هغه امامان او خطيبان مه بدلوئ او د خپلي خوښي كسان ئې پر ځاى مه گمارئ چي جهادي سابقه لري او خلك ئې د همدې سابقې له كبله خوښوي؛ دا د ولس حق دئ چي څوك د امام او خطيب په توگه غوره كوي؛ د خلكو دا شرعي حق مه سلبوئ.

  1. د متقاعدينو مسلم حقوق، د هغو شركتونو پورونه چي مخكيني دولت ئې پوروړى وو؛ بايد له ځنډ پرته اداء شي.
  2. ټول دولتي مسئولين بايد په مستقيم او بالواسطه توگه د ملت له باور او اعتماد تر لاسه كولو وروسته پر دندو وگمارل شي؛ د قرآن لارښوونه همدا ده؛ هيڅ وزير نشي كولى له باور او اعتماد پرته وگمارل شي. الله تعالى دا د ټولو مسلمانانو حق او وجيبه گڼي او فرمايي: (إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُمْ بِهِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا) النساء 58

په دې مبارك آيت كي مسلمانانو ته امر شوى چي زعامت او امارت د يوه امانت په توگه داسي چا ته وسپاري چي وړتيا او اهليت ئې لري؛ او حكام په دې گمارل شوي چي پرېكړي به ئې عادلانه وي.

په پاى كي له ټولو هغو وروڼو او خويندو د زړه له كومي مننه كوم او له الله تعالى ورته اجر غواړم چي د دارالامان قضيې په اړه ئې خواخوږي ښودلې او په جرأت سره ئې حق خبره كړې؛ هيله مي دا ده چي حق ويل، د ظلم خلاف غږ اوچتول، د عدالت غوښتنه، قانون ته التزام او د خپل سريو مخنيوى؛ خپله ديني وجيبه وگڼو او هيچا ته اجازه ورنه كړو چي له قدرت او واك غلطه او د اسلامي لارښوونو خلاف استفاده وكړي. همدا سلوك د يوې ډاډمني ټولني او داسي خوندي ماحول په رامنځته كېدو منتج كېږي چي د فرد فرد سر، مال او عزت به له هر تېري او تعرض مصون او محفوظ وي. والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته

حكمتيار

د 1403 هـ ش د كمكي اختر لومړۍ ورځ

 

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button