د حاا قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د هېواد د يو شمېر طبي، متخصص او مسلکي پلاوي پر ملتيا د إيمان له روغتيايي کمپلکس ليدنه وکړه
د حاا قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د هېواد د يو شمېر طبي، متخصص او مسلکي پلاوي پر ملتيا د إيمان له روغتيايي کمپلکس ليدنه وکړه.
قدرمن مشر او ورسره مل مسلکي پلاوي په جلا-جلا او هر اړخيز ډول د إيمان روغتون ودانيزې او د صحي خدماتو اړونده څانګې له نږدې وکتلې او هغه يې د روغتيا په برخه کې د هېوادوالو له پاره د يو غوره خدمت او مثبت پرمختګ زيری وباله.
ياد متخصص پلاوي همداراز له قدرمن مشر مننه وکړه چې نوموړي د هېواد د دفــاع او خپلواکۍ تر څنګ د خپلو هېوادوالو د تعليمي إرتقاء او روغتيايي وضعيت د ښهوالي او بهبود له پاره هم بېشمېره او پراخه خدمتونه کړي؛ چې د إيمان روغتون، اسلامي پوهنتون او د هېواد په مختلفو ولاياتو کې د سيد جمال الدين افغان پهنوم تعليمي ادارې يې د «مُشت نمونهِ خروار» په توګه يادولای شو.
د يادونې وړ ده، چې د إيمان روغتون ودانيزې چارې په بشپړه توګه تکميل شوي او که خدای کول؛ روغتيايي او خدماتي چارې به يې هم ډېر ژر او په نږدې راتلونکي کې پيل شي.