محترم حکمتیار: د صهیونستي رژیم د جنایتونو په اړه د نړیوالې محکمې پریکړه؛ د غزې مجاهدینو لپاره یوه بله معنوي بریا ده
په غزه کې د مجاهدینو د بریا نوی تأیید؛ محترم حکمتیار: د صهیونستي رژیم د جنایتونو په اړه د نړیوالې محکمې پریکړه؛ د غزې مجاهدینو لپاره یوه بله معنوي بریا ده
د حزب اسلامي افغانستان معزز مشر محترم حکمتیار د صهیونیستي رژیم د جنایتونو په اړه د نړیوالې جنایي محکمې پریکړه د غزې د مقاومتي مجاهدینو لپاره «یوه بله معنوي بریا» بللې ده.
د حزب اسلامي معزز مشر په خپله ایکس پاڼه لیکې دي؛ «په غزه کې د صهیونستي رژیم د جنایتونو او د فلسطین د مظلومو خلکو د نسل وژنې په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې پریکړه دا د غزې د مقاومتي مجاهدینو لپاره یوه بله معنوي بریا ګڼل کیږي چې دا د اسرائیلو او د هغوی د ملاتړو د لا زیاتې انزوا سبب کیږي».
ورته مهال محترم حکمتیار زیاته کړې؛ چې په غزه کې د صهیونیستانو د وحشیانه نسل وژنې د مخنیوي لپاره لا زیاتو موثرو اقداماتو ته اړتیا ده. دا په داسې حال کې ده چې د لاهه نړیوالې جنایي محکمې په دې وروستیو کې د جنوبي افریقا د غوښتنې په ځواب کې د اسرائیلو ترهګر رژیم د نسل وژنې د بندولو غوښتنه وکړه او یو شمېر اسلامي هېوادونو د جنایي نړیوالې محکمې د دغې پرکړې توند هرکلی کړی دی. خو د جنوبي افریقا د بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ چې دا حکم باید ژر تر ژره عملي شي.