جهان اسلامسلایدر

حماس؛ د اسلامي تنظیمونو د دودونو بدلون

حماس؛ د اسلامي تنظیمونو د دودونو بدلون

 

محمد هاشم شاهین

د اسلامي احزابو څخه اسلامي امت ښه ورځ نده لیدلې؛ دا د ځینو وروڼو په ځانگړي ډول د هغو قامپرستانو گیله ده چي مطالعه ئې ډېره کمه وي او د تحقیق سره خو ئې له سره بدي وي خو بیا هم په سیاسي او نظریاتي بحثونو کي د رأيي له اظهار څخه لاس نه اخلي؛ البته د لومړۍ جملې دلیل دا نه دئ چي دا ټول احزاب ناسم او پردي پال ول/دي؛ بلکي واقعیت دا دئ چي د دوی له بطن څخه ظالمو گاونډیانو او مغرضو استخباراتي کړیو لالچي او خرڅېدونکي د اقتدار او قوت شوقي کسان جلا کړل؛ هر یوه ته ئې د احزابو په نوم یوه وړه ټولگۍ مسلح او بې هدفه جنگیالي او د مبارزینو په نوم متشدد ځوانان ورجذب کړل او بیا ئې د صالحو مجاهدینو او د هغوی د ملتـشموله تنظیمونو په مقابل کي ودرول؛ دا سلسله ډېره پراخه سوه؛ په سیاسي جریاناتو کي ئې لیدلی سئ! لسیزي وړاندي ئې په هېواد کي او نن ئې په سوریه کي شاهد یو؛ هلته هم سلفي مزاجه، ترک مزاجه، ایران پلوه او نور تنظیمونه جوړ سول او پایله ئې همهغسي کورنۍ جگړي ته سوق سوه لکه زموږ په هېواد کي چي څه وسول؛ له همدې وجهي د جهاد غوښتني او اهداف ټکني سول او مجاهدین ئې په بې ساري توگه بدنام سول.

د مجاهدینو د دوران په ارتباط چي سیاسي مبصرين کله کله تبصرې کوي زما همدا شی په ذهن کي راگرځي چي یو لوستی ځوان بلکي د پوهنتونونو په کچه مشهور استاذان او سیاسي شنونکي مو داسي غیر مسئولانه څرگندوني ولي کوي؟! دوی ولي د دغو احزابو جوړښت په پام کي نه نیسي؛ د دغو نویو جوړو سویو جریانانونو د مشرانو غرور، انا پرستي او نفسیات ولي نه مطالعه کوي؟! دوی ولي د ځینو په گناه ټول اسلامپال نیسي؟! دغسي پرلپسې بې بنسټه نیوکي د نوي نسل په ذهنیت کي دا سوچ پیاوړی کوي چي باید د روسانو په مقابل کي مقاومت نه وای سوی او یا حد اقل دا ذهنیت خو عام سوی هم دئ چي د روسانو د مزدورانو او غدارو مشرانو په ځانگړې توگه ډاکټر نجیب سره باید بلا قید و شرط سوله سوې وای؛ مجاهدینو باید د هغه رهبري منلې وای او دې ته ورته نوري څرگندوني؛ په هر صورت دا موضوع ډېري څېړني او تشرېح ته اړتیا لري؛ که ممکن وو بیا به ئې په اړه خپل نظر ولیکم؛ اوس غواړم د فلسطین قضیه درسره شریکه کړم.

 

•  د غـزې د قضیې مختصر تاریخي وضاحت:

د فلسطین د تاریخ پر ځای اوس یوازي د غزې د مختصر تاریخ یادونه ځکه کوم چي په لویدیځه غاړه West bank کي حالات نسبتاً عادي دي؛ د ۷-اکتوبر حملې له همدې سیمي (غزې) څخه پیل سوي او د بحران اصل مرکز هم همدا سیمه ده؛ چي تر ۱۹۴۸م پوري برتانوي استعمار عملاً تر خپل اشغال لاندي ساتلې وه؛ د ۱۹۴۸م کال د عرب – اسرائیل تر جگړي وروسته دا سیمه د مصر تر ولکې لاندي راغله او تر ۱۹۵۶م کال پوري د مصر تر حاکمیت لاندي پاته سوه. د ۱۹۵۶م کال په جگړه کي د اسرائیل لخوا ونیول سوه او شاوخوا ۵-پنځه میاشتي د هغوی تر اشغال لاندي پاته سوه؛ په ۱۹۵۷م کال کي د اسرائیلي پوځ تر وتلو وروسته بیا د مصر تر ولکې لاندي راغله. اسرائیل د ۱۹۶۷م کال په جگړه کي بیا دا سیمه ونیوله او دا اشغال ئې په پوره معنٰی د اوسلو تر تړون وروسته هم عملاً باقي پاته سو؛ تر دې چي اسرائیل د ۲۰۰۵م کال د سپټمبر په میاشت کي د دویم انتفاضې تر غورځنگ پیلېدلو وروسته له دې سیمي څخه ووتی.

د ۱۹۹۳م کال د اوسلو د موافقې له مخي باید د فلسطین په خپلواکه خاوره کي چي په ځانگړې توگه د غزې تړانگه او لویدیځه غاړه پکښې شامله وه د پنځو کلونو په موده کي یو رسمي حکومت جوړ سوی وای. اسرائیل دغه تړون له پامه وغورځوی؛ د دوهم انتفاضې غورځنگ وروسته لومړی په ۲۰۰۵م کال کي اسرائیل له دې ځایه وتلو ته اړ سو؛ دوهم په ۲۰۰۶م کال کي په فلسطین کي عمومي ټاکني اعلان سوې؛ په دغو ټاکنو کي حماس هم برخه واخیسته او په غوڅ اکثریت ئې ټاکني وگټلې؛ د حماس دغه بریـا نه د فلسطین د ادارې لخوا، نه د اسرائیل او نه هم د لوېدیځو قدرتونو (غَرب) لخوا ومنل سوه؛ دا ظالمانه او بې ځایه اختلاف د دې لامل سو چي په ۲۰۰۷م کال کي د فلسطین اداره چي په لویدیځه غاړه کي ئې حکومت وو او محمود عباس ئې د غرب او اسرائیل په توافق استازیتوب کوی؛ د دوی او حماس ترمنځ د دې مسئلې پر سر شدید اختلافات راپورته کړي؛ د محمود عباس لخوا د دې ستونزي تر جوړولو وروسته د ۲۰۰۷م کال د جون په میاشت کي څه د پاسه ۱۰۰-سلو تنو تر وژل کېدلو وروسته بلأخر حماس وکولی سول چي دغه داخلي شخړه وځپي او په غزه کي خپل مستقل او منتخب حکومت جوړ کړي.

تر لومړۍ نړئـوالي جگړي وروسته د غزې دا سیمه د انگرېزي استعمار لخوا د انتداب (تسلط) Mendatتر نامه لاندي ونیول سوه. په غزه کي د حماس د حکومت له جوړېدو راهېسي د “اسرائیل – فلسطین ستونزه” اصلاً د “اسرائیل – غزې په ستونزي” بدله سوېده؛ د لوېدیځي غاړي حکومت لا دمخه مقاومت پرې ایښی او اسرائیل ئې ذهناً په رسمیت پېژندلی وو او د ستونزو د حل لپاره ئې د خبرو اترو پالېسي غوره کړې وه. همدارنگه په دې سیمه (لوېديځه غاړه) کي د نویو اسرائیلي ښارگوټو په جوړولو کي اسرائیل له کومي ځانگړي ستونزي سره مخامخ نه سو؛ خو په غزه کي د اسرائیلو د استعماري پروژو لپاره هیڅ ځای پاته نه سو او هلته یو داسي آزاد حکومت رامنځ ته سو چي په اساسي قانون کي ئې په ښکاره توگه ویل سوي دي چي هغوی به د پوره فلسطیني خاوري تر آزادۍ پوري مقاومت کوي؛ دوی به د ټول فلسطین آزادي د مذاکراتو پر ځای د مقاومت له لاري پای ته رسوي. له همدې امله د ۲۰۰۸م کال په پای کي اسرائیل پر غزې سخت پوځي یرغل وکړ چي په دې حمله کي اسرائیل هیڅ بریا ترلاسه نه کړای سوه؛ په داسې حال کي چي حماس ثابت ولاړ وو او د غزې مظلوم ملت د حماس په پوره ملاتړ کولو سره د دوی سره خپل پیوستون څرگند کړ او د حماس حکومت ته ئې پوره ډاډ او اخلاقي ځواک ورکړ. په ۲۰۱۲م کال کي په مصر کي تر انقلاب (عربو سپرلی) وروسته چي کله ولسمشر محمد مرسي د ټاکنو په پای کي واک ته ورسېدی او په مصر کي د “اخوان المسلمین” حکومت جوړ سو نو د “غزې” او د مصر د حکومت تر منځ اړيکي ډېري پیاوړي او ټینگي سوې.

دلته نو د مصر د منتخب ولسمشر محمد مرسي لومړي وزیر هشام قندیل له غزې څخه لیدنه وکړه او ولسمشر مرسي بیا له خالد مشعل او اسماعیل هنیه سره تر کتني وروسته له غزې سره خپل پیوستون او بشپړه همکاري اعلان کړه. د دغو ټولو بدلېدونکو حالاتو په اړه اندېښمن اسرائیل یو ځل بیا د ۲۰۱۲م په نومبر کي پر غزې برید وکړ؛ دا جگړه د تېرو جگړو په پرتله خورا لنډه وه او د اسرائیل او حماس ترمنځ په دې جگړه کي ولسمشر مرسي د مصر د پرمختگونو او تُند عکس العمل له لاري اسرائیل د اوربند موافقې ته مجبور کړ. دا لومړی ځل وو چي مصر د غزې په حق کي دومره قوي او اصولي گام پورته کړ خو له بده مرغه چي بیا سمدستي په مصر کي وضعیت په خطرناک ډول بدل سو او د مصر د وضعیت بدلون ټول خلیج او ټوله اسلامي نړۍ اغېزمنه کړه.

مصري پوځ د جنرال عبدالفتاح السیسي په مشرۍ پر منتخب ولسمشر محمد مرسي کودتا وکړه؛ د دې جالبي کودتا د ټولو اړخونو، جزئیاتو او جریاناتو په اړه “له آزادۍ تېښته” کتاب وگورئ چي شیخ محمد احمد الراشد لیکلی او پښتو ژباړه ئې نوي مستقبل خپرندويي چاپ کړېده).

له همدې فرصته په استفادې اسرائیل یو ځل بیا د ۲۰۱۴م کال د جولای پر ۸-اتمه پر غزې برید وکړ؛ دوی دا ځل بیا د غزې حکومت د اسرائیلي اتباعو په وژلو تورن کړ؛ په داسي حال کي چي د ۲۰۱۴م کال اسرائیلي برید د غزې پر خلکو ډېر شدید وو خو هغوی یو ځل بیا له معجزاتي صبر او مېړاني څخه کار واخیستی خو د پایلو له نظره بیا دا برید د اسرائیل، اسلامي او غربي نړۍ لپاره ډېر شرموونکی ثابت سو. د غزې خلکو چي په کومه مېړانه په دې جگړه کي د اسرائیلو، سیمه اییزو او نړئـوالو دسیسو سره مقابله وکړه او په کومه طریقه چې د جنگ په ډگر کي صهیونیسټان شاتگ ته اړ کړل؛ دا نه یوازي د غزې بلکي د فلسطین د تاریخ یو نوی او روښانه څپرکی دئ؛ په دې جگړه کي حماس نه یوازي په نظامي لحاظ بلکي په سیاسي او ډيپلوماتیکو ډگرونو کي هم پوره بریالی پاته سو.

 

•  د الاقصٰی توپان؛ د پېړۍ وار (ضربة القرن)

أبوعبیده وايي: موږ اسرائیل ته د دې پېړۍ تر ټولو ستر تاوان ورسوی. د دې تاوان حقیقت هغه وخت درک کولی سئ چي کله د الاقصٰی توپان له پلان او جزئیاتو؛ له نږدې او لري پرتو سیاسي، نظامي او ستراتیژیکو گټو څخه خبر سئ!

آتونَ بِطوفٰانٍ هادِر (موږ به د تُند توپان په څېر راځو)؛ دا وړه خو معنٰی داره جمله صهیونیسټانو (اسرائیل) ته د ۷-اکتوبر د وېرونکو او بریالیو عملیاتو په ارتباط یو اخطار وو؛ دا جمله په ۲۰۲۲م کال کي د حماس د یوې تأسیس غونډي په دوران کي پر یوه غټ سټېج پر ستر بېـنر باندي نقش سوې وه؛ پر دې بېنر د فلسطین او نورو اسلامي هېوادونو د بیرغو تر څنگ د افغانستان ملي بیرغ هم انځور سوی وو؛ دې تصویر اصلاً دا پیغام د ځان سره ورکوی چي د اقصٰی توپان د ټول امت په نمایندگۍ پیل کېږي؛ خو له بده مرغه چي د امت غلامو حاکمانو دا ستر امت د فرض کفايي څخه رامنع کړ؛ الله تعالٰی دي موږ د دې مجبوریت په گناه نه نیسي.

په هر صورت کیسه داسي وه چي د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷-مه د حماس په مشرۍ فلسطیني مجاهدینو د غزې له تړانگې څخه د اسرائیل پر ضد په پراخه پیمانه بریدونه پیل کړل؛ د غزې – اسرائیل خنډونه ئې مات کړل او د خاردارو پولو له لاری نږدې اسرائیلي مېشت سیمو ته ننوتل. حماس دې عملیاتو ته د “الاقصٰی توپان” نوم ورکړ؛ دا د ۱۹۴۸م کال د عرب – اسرائیل له جگړي را وروسته د اسرائیل په سرحدونو کي لومړنۍ مستقیمه جگړه وه. جگړه سهار وختي د اسرائیل پر ضد د اسرائیل خاوري ته د نږدې ۵۰۰۰-راکټونو تر ویشتلو او موټرو او موټرسیکلونو له ننوتلو سره سمه پیل سوه او د غاصب اسرائیل پر ملکي سیمو او حتٰی پر پوځي اډو ئې هم بریدونه پیل سول؛ ځینو دا پېښه د فلسطین د درېیم انتفادې پیلامه وبلله. اسرائیل د ۱۹۷۳م کال د یوم کیپور تر جگړي وروسته د لومړي ځل لپاره په رسمي توگه د جگړي اعلان وکړ او خپل عملیات ئې “د اوسپني توري” په نوم اعلان کړل.

دا جگړه د جنین او الاقصی جومات په گډون د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د میاشتو میاشتو نښتو وروسته رامنځته سوه چي په هغه کي شاوخوا ۲۵۰-فلسطینیان او ۳۲-اسرائیلیان وژل سويدي؛ حماس د اسرائیل دغه وحشیانه حملې  د خپل منظم برید د جواز د توجیه په هدف استدلال کړې. د حماس د پوځي څانگي عزالدین القسام لواء قوماندان محمد ضعیف پر فلسطینیانو او عربانو ږغ وکړ چي دوی دي اشغالگران وباسي او دې نړېدلي دېوال ته دي زور ورکړي. له بده مرغه چي هغوی (عرب مشرانو) یوازي دا نه چي د دې نړېدلي دېوال د چپه کولو هڅه ئې ونکړه بلکي د هغه ساتني ته ئې مټي را بډ وهل؛ د جگړي تر پیلېدلو لږ وروسته په لوېدیځه غاړه کي په یوه بېړنۍ غونډه کي د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د جگړي څخه خپل ملاتړ څرگند کړ او ویې ویل چي فلسطینیان حق لري چي د اسرائیلي اشغال پر وړاندي له ځانه دفاع وکړي.

 

•  د نورو جهادي تنظیمونو سره مشترکي ستراتیژۍ او گډ بریالي عملیات:

د اسلامي جهاد غورځنگ پوځي څانگي سرایا القدس هم د ۷-اکتوبر په سهار اعلان وکړ چي د دې ډلي مجاهدین به د حماس د ځواکونو تر څنگ له صهیونیسټانو سره جنگېږي. د سرایا القدس ویاند أبو حمزه وویل: “موږ د دې جگړي برخه یو او زموږ جنگیالي به تر بریا پوري د حماس له وروڼو سره اوږه په اوږه ودرېږي.

دا د حماس بل ابتکاري اقدام وو چي د الاقصٰی توپان ستر عملیات ئې د نورو جهادي گروپونو سره په څومره رازدارۍ کي ترسره کړل؛ یعني نه سیمه اییز استخبارات او نه د اسرائیل مخفي پولیس او استخباراتي شبکه ترې خبر سول؛ نه په عربي هېوادونو کي د غرب جاسوسانو او د هغوی ادارې؛ دغو تنظیمونو گڼ شمېر مشترک نظامي عملیات ترسره کړل؛ د ټولو تفصیل ممکن نه دئ البته چي په الشجاعیة، جبالیة البلاد او نورو گڼو سیمو کي حماس د سرایا القدس سره د صهیونیستي پوځیانو پر ضد گډ نظامي عملیات ترسره کړل؛ د الشجاعيې مشترک کمین نیولو خو ئې دښمن ته ډېر زیات تاوان ورسوی؛ دا د چریکي بریدونو په تاریخ کي ستر ابتکار وو چي د ۷-اکتوبر په سترو نظامي عملیاتو کي حماس خپل وروڼه یعني حرکة الجهاد الاسلامي مجاهدین ورسره شریک کړل او هغوی ئې له دې سعادته بې برخي نکړل.

اسلامي امت تر هر څه زیات بې اتفاقۍ ځپلی؛ د سوریې د مقاومت د ټکني کېدلو ډېر عوامل سته؛ یو اساسي دلیل ئې دا دئ چي هغوی لکه د افغان جهادي تنظیمونو په څېر خپل منځونو کي سره جلا سول؛ بلکي نړئوالو او د غربي هېوادونو او ظالمو او بې رحمه گاونډیانو اجیرو استخباراتو ئې له غېږي ځیني بې ضمیره کسان رانیول او بیا ئې مجاهدین سره تقسیم کړل؛ دغو سوري مقاومت کوونکو مشترک عملیات او مشترکي پالیسۍ خو څه چي کله کله ئې د اسد د رژیم سره جگړه شروع وي او میدان ته د بل گروپ مقاومت کوونکي راسي نو دوی د اسد پوځیان پرېږدي او په خپلو کي سره ښکېل سي؛ دا یو تریخ حقیقت دئ؛ موږ ئې په خپل هېواد کي هم شاهد پاته سوي یو. خو حماس د اسلامي نړۍ تنظیمونه ته دا وښوده چي دا هر څه ممکن دي.

وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ۚ

ژباړه: ټول يو ځاى سئ؛ د الله رسۍ كلكه ونيسئ او تيت و پرک کېږئ مه. آلِ عمران: ۱۰۳

د اسلامي نړۍ د حکومتونو په اسمبلیو او شوریٰ گانو په سالونونو کي دا مقدس آیت لیکل سوی وي؛ بلې هو همهغه پارلمانونه چي هلته یو بل ښکنځل کيږي؛ د یو بل تذلیل کيږي او حتی یو بل وهل کېږي؛ موږ ئې د غربي جمهوریت په وخت کي شاهد وو؛ له دې مبارک آیت څخه سالم برداشت حماس اخیستی چي خپل وروڼه ئې د ځان سره ملگري کړل؛ د الله د دښمنانو په مقابل کي ئې د الله تعالی رسۍ کلکه ونیوله. هغه څه چي د ځان لپاره ئې خوښ ول همغه ئې د نورو مسلمانانو لپاره انتخاب کړل.

•  د ځان او حتٰی دښمن د تلفاتو په ارتباط دقیقي شمېرې/مثبت راپورونه:

د وروستۍ نیمي پېړۍ په ځانگړې توگه د وروستیو لسیزو په جریان کي راټوکېدليو جهادي تنظیمونو د جگړي یو تدبیر یا تاکتیک ناسم ورسره اخیستی وو؛ هغوی د تبلیغاتو په ارتباط دې نتیجې ته ورسېدلي ول چي د دښمن تلفات باید ډېر زیات وښودل سي؛ دا یوه ښه ستراتیژي بلل کېده خو وروسته دوی په دې شي کي ډېر غلَو او زیاتی وکړ؛ د دښمن د تلفاتو شمېر به ئې دومره ستر ښودی چي باور ورباندي کول به مشکل وو خو په مقابل کي به ئې د خپلو شهداوو اصلاً یادونه نه کوله او یا به ئې ډېره کمه کوله؛ تاسي د وروستیو دوو لسیزو د اسلامي تنظیمونو مجلې وگورئ! باور وکړئ د ټپیانو او مړو شمېر به ممکن تر هغه زیات سي چي څومره اشغالگر دلته راغلي ول؛ دغو شمېرو د دغو تنظیمونو ویاندویان او رسنۍ بې ارزښته کړې؛ چا ئې پر راپورونو چندان باور نسو کولی البته چي د اوسني فلسطیني مقدس مقاومت بیا جلا پالیسي ده؛ دوی نه یوازي معلومات او شمېري دقیقي ښيي بلکي اکثر وخت د هغو تلفاتو مستندي ویډیوگاني هم نشروي چي هغه نو پر ټولنیزو رسنیو په ځنگل کي د اور په څېر خپرې سي. أبوعبیده او أبو حمزه د نورو نړئوالو تنظیمونو د ویاندویانو لکه عدناني او حتیٰ د القاعدې د ویاند ریکارډ هم مات کړ.

•  د رسنیو جگړه/میډیا وار:

تاسي که نږدې دوې اوونۍ وړاندي یوه ویډیو کتلې وي چي د یوه وران سوي کور له کړکۍ څخه مجاهدین د دښمن پر پیاده پوځیانو نښه برابره کړي؛ مجاهدین فائرنگ ته چمتو وي خو د کامره مېن د اېنگل د برابرېدلو او تمرکز Focus کولو ته منتظر وي؛ چي کله کامره ثبتېدل پیل کړي نو مجاهدین هم بسم الله کړي… د هالیووډ د کامرو په کچه د جنگونو عکاسي د دې لامل سوې چي نړئوال ئې ویډیوگانو ته انتظار باسي. الجزیره زېری اوروي چي څو شېبې وروسته به د أبوعبیده وینا درته نشروو؛ د ظالم او مظلوم په جگړه کي خلک یوازي د مظلوم چیغو ته تلوسه نلري بلکي هغوی باید خپل مظلوم ږغ په رسا او اعلانیه ډول د نړئوالو غوږونو ته داسي په منظم شکل سره ورسوي چي هغوی مجبور سي او بار بار ئې اورېدلو ته اړ سي؛ کنه وو همدا اوس په سوډان کي ستر وحشت روان دئ، په یمن او سوریه کي وحشي او جنگي جنایات ترسره کېږي خو د هغو سیمو مقاومت کوونکي داسي تاکتیکونه نلري؛ پر هغوی یو په یوه جگړه مسلطه سول؛ هغوی ندي روزل سوي او مناسبي نظامي زدکړي نلري نو ځکه هم له دغو تاکتیکونو سره نا اشنا دي.

•  د اسلامي نړۍ جهادي تنظیمونو او د هغوی ویاندویانو ته درس:

الجزیرې د خلیج په اوسني بحران کي ډېر مثبت رول ولوبوی؛ دومره زورور نشرات ئې وکړل چي بالاخر امریکایان مجبور سول چي قطر ته شکایت وکړي او قطر هم هغوی ته د خپل کار محدود کولو سپارښتنه (امر) وکړه؛ الجزیره د نړۍ د هیڅ یوه مشر او سیاسي شخصیت تر مرکې وړاندي دا خبر نه خپروي چي: “الجزیره به ډېر ژر یوه ثبت سوې وینا خپره کړي چي د القسام د ویاند ابوعبیده څخه ترلاسه سوې.” خو د نوموړي تر هري وینا او صوتي پیغام وړاندي تل خپل کتونکي او اورېدونکي متوجه کوي او چمتو کوي ئې تر څو هغوی د امت د زمري وینا وگوري او زړونه ئې خوشاله سي

د دې ظاهري کرېډت که څه هم الجزیرې ته ځي او له هغې باید مننه وسي؛ خو د أبوعبیده منظمه وینا، د هغه مستند او دقیق راپورونه او د هغه مثبت او قوي شخصیت (پرسنالټي) نړۍ مجبوره کړې چي ورته غوږ سي

پر نړئوالو سټېجونو ډېر نظامي تنظیمونه سته بلکي ستر هېوادونه په جگړو ښکېل دي؛ د یوکرايني فوځ ویاند څه نومیږي؟! چا ئې خبرو ته انتظار کړی دئ؟! د دغو طرفونو ویاندویان هم میډیا ته راځي یا پیغامونه نشروي؛ خو د هغوی کتونکي بلکي د هغوی د خبرو تږي خلک څومره دي؟!  د داعش د عروج زمانه خو لېري نه وه؛ آیا د عدناني وینا ته دومره خلکو تلوسه درلوده؟! نه؛ ځکه هغه هم د اسلامي او غیر اسلامي تنظیمونو هغه پخوانی زوړ ټرېنډ چلوی؛ د مړو او ټپیانو شمېره به ئې ډېره لوړه یادوله؛ د زوال تر ورځي ئې ټیټه شمېره ونښوده! بل مثال دا دئ: زما په یاد دي چي کابل ته د اسلامي امارت تر راتلو وروسته چي کله ذبیح الله مجاهد لومړنی لائف خبري کانفرانس وکړ نو د نړۍ مختلفو چېنلونو او ملتونو په ډېره تلوسه د هغه خبرو ته متوجه ول؛ خو نن هغه حالت نه دئ. لامل څه دئ؟! یوازي دا لامل نسو په گوته کولی چي دلته امن راغی او د نړئوالو ذوق په افغانستان کي ختم سو؛ بلکي واحد لامل ئې زه دا گڼم چي مجاهد صاحب په کراتو دا پیغام میډیا ته ورکړی چي زه په فلانۍ مسئله کي بې واکه یم؛ د اَمر ثاني وعدې ئې عمرِ ثاني ته تبدیل سوې او بالاخر داسي بیان ورکولو ته اړ سو؛ چي دغه شي ئې حیثیت ته صدمه ورسوله… خو برعکس بیا د ابوعبیده TRP ورځ په ورځ زیاتېږي؛ لامل ئې څه دئ؟! دغه څېرې باید څه شی ترې زدکړي؟!!!

•   د جگړي نوعیت:

د اسرائیلي زغروال پوځ مشر، د دفاع وزیر، د ویاند او د اسرائیلي دولت د اپوزیسیون د مشر حتٰی د نتن یاهو خپل اعترافات رسنیز سول؛ دا د دغو ټولو منظمو عملیاتو لامل وو؛ ما مخته وویل چي د جگړي تاکتیک بدل سوی؛ او دا حماس بدل کړی دئ؛ نړئوال اسلامي تنظیمونه باید له دوی څخه درس واخلي؛ وال سټریټ ژورنال د اسرائیلي پوځیانو په اړه راپور ورکوي او وايي: دا چي د اسرائیلي پوځیانو د مرگ ژوبلي شمېرې ډېري زیاتي سوې دلیل دا دئ چي د جگړي په تاکتیک کي بدلون راغلی دئ.

•  د تونلونو جال د دفاعي جگړي تر ټولو بریالی راز:

په ۲۰۰۷م کال کي د حماس لـخوا د جگړي نوې ستراتیژي معرفي سوه چي “د تونل د جگړي” په نوم یادیږي. تر دې وروسته په څو کلونو کي حماس د تونلونو یو پېچلی او مدغم سیسټم جوړ کړ چي غزې ته د مصر او نورو سیمو څخه لاسرسی اسانه کوي. کله چي په ۲۰۱۴م کال کي اسرائیل پر غزې زمکنی برید پیل کړ نو حماس له دې سیسټم څخه گټه پورته کړه؛ د حماس جنگیالي به ناڅاپه له دغو تونلونو څخه راڅرگند سول او پر اشغالگرو به ئې ډزي وکړې او بېرته به سمدستي ورک سول. اسرائیل هڅه وکړه چي دغه نظام ړنگ کړي خو دا آسانه کار نه وو.

حماس دعوه کړېــوه چي د دوی تونلونه ۵۰۰-کلومیتره اوږدوالی لري؛ اسرائیل د دغو تونلونو مسافت ۶۰۰-کلومیتره یاد کړی وو؛ د الاقصٰی توپان په دوران کي د حماس نظامي څانگي یوه ویډیو خپره کړه چي دوی د سترو ماشینونو په واسطه د تونلو د کیندلو چاري هم پر مخ وړي؛ ممکن د دغو تونلونو مسافت ډېر ستر وي؛ اسرائیل دغو تونلونو ته “د غزې مېـټرو” نوم ورکړی ځکه دوی په دې باور دي چي دا تونلونه تر داسي یوې سیمي لاندي موقعیت لري چي یوازي ۴۱-کلومتره اوږدوالی او ۱۰-کلومتره پلنوالی لري.

د ۲۰۲۱م کال تر جگړي وروسته اسرائیلي پوځ وویل چي دوی په هوايي بریدونو کي تر ۱۰۰-کلومتره ډېر تونلونه وېجاړ کړي دي. په ځواب کي ئې حماس ادعا وکړه چي د دوی تونلونه ۵۰۰-کلومتره غځېدلي او یوازي ۵%-پنځه سلنه ئې په نښه سويدي. د دې شمېرو د ښه درک کولو لپاره دا په ذهن کي وساتئ چي د لندن د زمکي لاندي اورگاډي سیسټم ۴۰۰-کلومتره اوږد دئ چي ډېره برخه ئې د زمکي څخه پورته ده. د اسرائیل د رېچمن پوهنتون پروفیسر ډاکټر ډېفن ریچمونډ باراک وايي: “د پولي په اوږدو کي جوړ سوي تونلونه لومړنی شکل لري؛ دوی په سختۍ سره خوندي پاته کېدلی سي؛ دا تونلونه د یو ځل کارولو لپاره کیندل سوي او پر صهیونیسټانو د برید کولو لپاره دي. خو د غزې دننه تونلونه له دې سره توپیر لري ځکه چي حماس دا تونلونه په منظمه توگه کاروي؛ دوی به هلته د اوږدې مودې لپاره ډېر آرام وي. د دوی مشران هلته پټ دي؛ دوی هلته د قوماندې او کنټرول مرکزونه لري؛ دوی دا تونلونه د ټرانسپورټ او ارتباطاتو لپاره کاروي؛ دا تونلونه په برېښنا، رڼا او د اورګاډو په پټلیو سمبال دي. سړی کولی سي په هغوی کي شاوخوا وگرځي او په آرامۍ سره پکښې ودریږي. حماس په وروستیو کلونو کي د تونل جوړولو او د جگړي په هنر کي مهارت ترلاسه کړی دئ.

د غزې دننه تونلونه د زمکي د سطحې څخه ۳۰-متره (۱۰۰-فُټه) لاندي دي؛ اسرائیل وایي د دغې شبکې فعالولو او جوړولو لگښت د سیمي خلکو ورکړی دئ؛ اسرائیلي پوځ پر حماس تور لگوي چي غزې ته ئې د میلیونونو ډالرو مرستي او په تېرو جگړو کي د وېجاړو سویو کورونو د بیا رغوني لپاره په میلیونونو ټنه سمنټ د تونلونو د جوړولو لپاره کارولي دي. د حماس دې تاکتیک ته نړئوال نظامي ماهرین حیران دي؛ چي د دومره سترو تونلونو جوړول او بیا د هغوی مخفي او خوندي ساتل ستر کار، منظمي رهبرۍ او تدبیر ته اړتیا لري؛ په داسي حال کي چي ۲۴-ساعته د اسرائیل ډرون طیارې د غزې پر فضاء گرځي. حماس د چریکي بریدونو نوی باب پرانیستی؛ اسلامي جهادي تنظمونه چي د اشغالگرو څخه خپل هېوادونو په هغه طریقه نسي ساتلی چي څنگه ممکن وي؛ هغوی باید له دوی څخه زدکړه وکړي؛ ځکه اوس د کپټالیزم په دې مالداره پېړۍ کي د جگړو لگښت ډېر دروند دئ؛ دا جگړي حتٰی د سترو سترو هیوادونو اقتصادونه له پښو غورځوي او د هغوی ملا ماتوي؛ داسي تدبیرونه بیا د اشغالگرو په مقابل کي مؤثر تمامېدلی سي… که د امریکا بې ساري نظامي او اقتصادي مرستي نه وای اسرائیل به د دغي جگړي تر بوج لاندي تباه سوی وو.

زه فکر کوم زموږ په هېواد کي هم د تونلونو سیسټم غوره کار کولی سي؛ مثلاً د متحده ایالاتو راتلونکو ټاکنو ته یو ځل بیا کاندید سوی ډونلډ ټرمپ او ځینو نورو امریکایي چارواکو له خولې بار بار ویل سوي چي د دوی نظامي تجهیزات په افغانستان کي پاته سوي او دوی ئې د راستنولو ارمانجن دي؛ که داسي ونسي ممکن په مختصر وخت کي د هوايي بریدونه په نتیجه کي هغه وسائط له منځه یووړل سي چي امریکایان او گاونډیان ئې شتون له افغانانو سره نسي زغملی؛ دغو شیانو باید چاره وسي؛ د باگرام، پلچرخي او ښوراب یا کندهار میدان غوندي سترو نظامي اډو لاندي باید پراخ او پر نوي طرز تونلونه جوړ سي؛ مخفي وساتل سي؛ له دومره مهارته باید کار واخیستل سي لکه څنگه چي حماس ترسره کړي؛ هیڅ ئې تشهیر ونسي

•  د صهیونیزم په اړه د نړئوالو غبرگون؛

رسنيز امريکايي فعال وايي: که د صهیونېزم مخه ونه‌نېسو، نو هغه ورځ لرې نه‌ ده چي موږ ټول به د فلسطینیانو په‌څېر له يو بد ناورين سره مخامخ سو! چي کله اسرائیل دعوه وکړه چي حماس د ۷-اکتوبر په ورځ پر اسرائیلي مېرمنو جنسي تجاوز کړی وو؛ ماشومان ئې وژلي او له خلکو ئې سرونه پرېکړي ول نو خپله مشهورو غربي رسنیو دا راپورونه رد کړل؛ گارډین دا راپور نشر کړی وو او وروسته ئې د ناسم او دروغجن راپور ورکولو له امله بخښنه وغوښتله. ‏د فرانسې لبرېشن (آزادۍ) ورځپاڼي د ۷-اکتوبر د برید په اړه تر یوې څېړني وروسته وویل: د حـماس لـخوا نه د چا سرونه پرې سوي؛ نه ماشومان په نښه سوي؛ نه ئې لاسونه تر شا تړل سوي؛ نه د امېندوارو مېرمنو نسونه څیري سوي او نه هم چیري جنسی تېری ترسره سویدئ. وروسته بیا اسرائیل ورته تورونه ولگول خو تر دې سمدستي وروسته حماس وویل: موږ د صهیونیسټانو د درواغو د افشاء کولو غوښتنه کوو؛ لکه څنگه چي ئې د ماشومانو د سرونو د غوڅولو او یا د “الشفا” څخه د مقاومت د مرکز په توگه د کارولو په اړه درواغ افشاء سول. اسرائیل پر نړئواله سطحه رسوٰی سوی چي له انتهایي زیاتو درواغو او منفي پروپاگندو کار اخلي؛ جالي ویډیوگاني جوړوي او نشروي ئې او دې ته ورته غیر حقیقي کارونه کوي.

د حماس په گټه جالب کار بل دا وسو چي؛ هغه یرغمال سوي مېرمني چي اسرائیل ته ستنې سوې هغوی وویل چي د حماس مجاهدینو زموږ ډېر قدر کوی، پر موږ ئې پام کوی؛ یوه مېرمن وايي هغوی مېرمن ته د ملَکې په سترگه گوري؛ احترام ئې کوي. په داسي حال کي چي تر دې وړاندي اسرائیل آزاد سوي یرغمالیان له دې منع کړي ول چي له میډیا سره خبري وکړي؛ ځکه هغوی به داسي حقائق وویل چي د اسرائیلو د ملیاردونو ډالرو تبلیغات به ئې ضایع کړل.

الجزیره راپور ورکوي: سي اِن اِن شبکې راپور ورکړی چي د امریکا د استخباراتي ادارو لخوا ترسره سوي تحلیلونه ښیي چي د حماس اعتبار او نفوذ د ۷-اکتوبر له برید او د اسرائیلو د غبرگون له پیل راهیسي د پام وړ وده کړېده او ټینگار کوي چي دا ډېر مشهور تنظیم نه وو خو نن ورځ خورا مشهور سوی دئ. الجزیره په بل مستند راپور کي وایي: د غزې د جگړي په اړه انټرنېټي پوسټونه: ۸۳٪ د اسرائیلو په مخالفت کي او ۹٪ د اسرائیلو په ملاتړ کي دي. اسرائیل پر خپل نړئوال امېج ساتلو او د خپلې دعوې د ثقه ثابتولو په موخه په ملیاردونو ډالر پر رسنیو او تبلیغاتو مصرفوي؛ الحمد لله چي نړئوالو ته ئې حقیقي حیثیت اوس ښه روښانه سوی دئ؛ دا د الاقصٰي توپان د عملیاتو او بریالۍ ستراتېژۍ نتیجه وه چي د اسرائیلو په اړه ئې د نړئوال بالخصوص غربي ذهنیت بدلون ته لار هواره کړه.

امریکايي فلمي ستوری الپاچینو وايي: که د تروریزم تعریف لټول غواړئ؛ د اسرائیل تاریخ وگورئ! واشنگټن پوسټ لیکي: د حماس د له منځه وړلو نیت؛ د اسرائيل ناشونی هدف دئ.

نړئوال ذهنیت د اسرائیل په ارتباط کاملا بدل سوی دئ؛ په نړئوالو غربي ښارونو کي ستر ستر لاریونونه حتی د هغوی په پارلمانونو کي د هغوی د استاذو احتحاج ریکاډ کول د همدې ښکارندويي کوي چي اسرائیل د انزوا پر خوا روان دئ.

 

• د یمن جرأتمندانه اقدام:

د یمن لخوا په سور سمندرگي کي اسرائیل ته اور بلول پر هغوی تر ټول ستر فشار بللی سو؛ د غزې په جهنم کي د یهودي پوځیانو تر وژل کېدلو وروسته په دوهم قدم کي تر ټولو مؤثر اقدام او زورور فشار د یمن لخوا ترسره سو چي اسرائیلي تجارتي بېړۍ ئې په نښه کړې او د سور سمندرگي تنگی ئې پر اسرائیل وتړی؛ دې اقدام امریکا هم ډېره ووېروله… د اسرائیل د بېړیو د اطاق مشر په سور سمندرگي کي د انصار الله (حوثي ډلي) گواښونو ته په اشارې سره وویل: “په اسرائیل کي ۹۹.۵% سلنه تجارت د سمندر له همدې لاري تېریږي.”

د یمن حوثيانو له خوا د اسرائیل پر کارگو بار وړونکو کښتیو باندي چي د سره سمندر(بحیرۀ أحمر) له لاري تېریږي؛ بریدونو غربي نړۍ اندېښمنه کړې ده. د یمن ډېره برخه حوثيانو په ولکه کي ده او وروسته له دې چي اسرائیلو پر غزې یرغل او بمباري پیل کړه؛ نو حوثيانو هم په ځواب کي د اسرائیل څخه د تېرېدو او په تگ راتگ او تجارتي بېړیو د بریدونو لړۍ پیل کړه. دې وضعیت ته په کتو سره د کارگو ډېر لوی شرکتونه اړ سول چي خپلي کښتۍ ودروي او یا ئې مسیر ته تغییر ورکړي.

کارپوهان وايي که بېړۍ په سور سمندرگي کي له بریدونو څخه د ځان ساتني لپاره بدیلو اوږدو لارو ته اړ سي؛ د نفتي توکو، الکترونیکي وسایلو او روزونکو (بوټو) په گډون به د ورځنيو توکو بیي تر اوس ښايي ډېري لوړي سي. د بار وړونکو کښتیو لویو شرکتونو د سره سمندر په جنوب کي د باب المندب تنگي له لاري د خپلو ډېریو کښتیو له وړلو څخه ډډه کړېده؛ وروسته له دې چي پر اسرائیلي سوداگریزو کښتیو باندي د حوثیانو لخوا بریدونه ډېر سوي. د سره سمندر لار د نړئوال اقتصاد لپاره خورا مهم ارزښت لري ځکه چي اوس مهال د نړۍ شاوخوا ۱۲% سلنه سوداگرۍ د سره سمندر په شمالي پای کي د سویز کانال څخه تېریږي. په دې کي د کارگو سوداگرۍ کي د نړۍ ۳۰% سلنه کانټینرونه هم شامل دي چي له هغې څخه تیریږي. د تېلو لوی شرکت ‘بریټش پېټرولیم’ اوس له هغو شرکتونو سره یوځای سویدئ چي د حوثیانو له خوا د بریدونو له زیاتېدو وروسته ئې د سرې بحیرې له لاري د بار وړلو د ځنډولو اعلان وکړ. تر دې مخکي د نړۍ د سترو بېړیو شرکتونو لکه ‘مارسک’ له دې مهمي سوداگریزي لاري څخه خپلي کښتۍ ځنډولي دي.

ډېری لوی شرکتونه لکه برتانوي پېټرولیم، د هانگ کانگ، ‘OCL’، ‘Maersk’، ‘Hopock Lloyd’، ‘MSC’ او ‘CMACGM’ اوس د سور سمندر د لاري پر ځای د سویز کانال څخه کار نه أخلي؛ دوی له دې لاري خپل فعالیتونه ځنډولي؛ د بریدونو په پایله کي د بار وړلو لگښتونه مخ په زیاتېدو دي؛ او د لارې بدلول به لگښتونه نور هم لوړ کړي ځکه چي دا به شرکتونو ته اضافي لگښت ولري. د نړئوال سمندري خطر مدیریت ایمبري وايي چي د سفرونو لپاره د بیمې لگښت هم په چټکۍ سره لوړ سوی او اوس له ۰.۰۱۵% سلني څخه ۰.۵% سلني ته لوړ سویدئ. دا به ممکن کوچنی توپیر ښکاري خو ظاهراً دا کوچنی لگښت هم په دې اوږد سفر کي په زرگونو ډالر فرق راوړي. د سره سمندر د لارې پرېښودل به د بار وړلو، بیمې او نورو سمندري لوژستیکي خدماتو لگښت تر ۳۰% سلنې پورې لوړ کړي.

 

•  د اسلامي هېوادونو ډارنه ډپلوماسي او د کفنونو مرستي:

د غزې د مرستو لپاره ډېري هڅي وسوې حتٰی د مقتدرو او شتمنو اسلامي هېوادونو لخوا هم؛ پر ټولنیزو رسنیو ځیني تصویرونه وائرل سول چي په هغو کي د سعودي لخوا لېږل سوي کفنونه هم ول؛ پر دغو کفنونو د نارینه او ښځینه اصطلاحات نقش سوي ول؛ د ۷-اکتوبر راهیسي د امریکا لخوا اسرائیل ته په لسگونو طیارې مهمات او فوځي تجهیزات استول سوي خو له اسلامي نړۍ څخه بیا غزې ته عادي مرستي

په دې اړه به دوه مختصر مثالونه درسره شریک کړم: لومړی دا چي څه موده وړاندي د مصر له دورې راستون سوی د پاکستان د پارلمان غړی مشتاق احمد صاحب وايي: ”په مصر کي تر ۲۵۰-زیات کسان پر یو وخت په جومات کی لمونځ نسي اداء کولی؛ تر مساجدو دباندي پولیس مؤظف سوي تر څو د شمېر تر پوره کېدلو وروسته نور لمونځ کوونکي پر همهغه وخت جومات ته له ننوتلو نه رامنع کړي؛ د دې هر څه سبب دا دئ چي څوک د فلسطـین او غـزې په اړه د لاریون جوړولو هڅه ونکړی سي.“

دوهم دا چي له سعودي عرب څخه د یوه ترک عالم ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپره سوه چي په پښو کي ئې بېړۍ اچول سوي؛ ویل کېږي د فلسطیـن او غـزې تر نوم اخیستلو وروسته له دې برخلیک سره مخ سو. دا پر اسلامي نړۍ د مسلط سویو حاکمانو جرأت او ملاتړ دئ چي له اسرائیل څخه ئې عملاً ترسره کوي

اردن او سعودي د حوثي زمریانو هغه ډرون طیارې او میزائلونه په هوا کي په نښه کوي چي د اسرائیل پر لور توغول سوي دي؛ په دومره سپین سترگي له اسرائیل څخه دفاع کیږي. د شپږ ورځني عرب – اسرائیل جگړي د ماتي تاریخونه همدغو ډارنو راوړل؛ د اسرائيل پر وړاندي نن هم دوی همغومره ډارن دي؛ الحمد لله چي د اسلامي نړۍ ځوانان نن هم ډېر په جرأت او زړه ورتیا سره احتجاج کوي او په همدومره ایماندارۍ سره هر څومره قربانۍ ته چمتو دي؛ له بده مرغه چي همدغو مسلط سویو دیکتاتورانو ئې لاسونو او پښو ته د مجبوریت بېړۍ اچولي دي.

د شرم ځای خو لا دا دئ چي د اسرائیل دفاع وزیر په جار اعلان کوي او وایي: په سیمه کي زموږ ملگري له یمن څخه د اسرائیلو پر لور د توغول سویو توغندیو په مقابل کي له موږ سره مرسته کوي. (البته ټول پوهېږي چي د دوی دا ملگري څوک دي: آلِ سعود، آلِ نهیان، سیسي او د اردن شاه ئې په رأس کي دي).

•  د گولاني لواء تېــښته او شرمــونه:

د اسرائیلي پوځ لوى کومانډو ځواک گولاني لواء په ١٩٤٨م کال کي جوړه سوه او په هره جگړه کي ئې د اسرائيل په گټه جگړه کړې ده؛ دا یادونه مهمه ده چي همدې لواء د مصر سره په جگړه کي د سینا دښتي ډېره برخه له مصر څخه ونیوله او اشغال ئې کړه؛ تېره اوونۍ د اسرائیل پوځ منلې وه چې د گولاني لواء قوماندان او پوځیان ئې د الشجاعیه په القصبه سیمه کي له فلسطینیانو سره په نښته کي وژل سويدي. د اسرائیل په اعلامیه کي دا هم ویل سوي چي فلسطینیان د ملکي ودانیو دننه او د زمکي لاندي تونلونو په یوه منظمه شبکه کي جگړه کوي. دوی اشغالگر اسرائیلي ځواکونه د استوگني له ودانۍ څخه د چاودېدونکو توکو او مرمیو په وسیله په نښه کړي دي. د اسرائیل پوځ په غزه کي پر خپل پراخ بشري ځواک، تخنیکي، نظامي او مالي برترۍ سربېره بیا هم نه دئ توانېدلی چي خپل اهداف ترلاسه کړي. نن د مقاومت ۸۵-مه ورځ وه چي تر اوسه پوري هغه کسان چي د اکتوبر په اوومه د حماس لخوا یرغمال سوي ول؛ نه دي موندل سوي. د راپورونو له مخي د دغو بندیانو شمېر شاوخوا ۱۳۰-تنه دئ؛ له دې پرته د حماس بل کوم جگپوړی مشر هم ونه نیول سو. الحمد لله

اسرائیل ادعا وکړه چي الشفاء روغتون د حماس د قوماندې او کنټرول مرکز دئ؛ بمبارد ئې وکړ؛ په لسگونو ټپیان او ناروغان ئې په نښه کړل؛ روغتون ئې وپلټی خو هیڅ شواهد ئې تر لاسه نکړل؛ نړئوالو د امریکا او ځینو نورو غربي هیوادونو پرته چي د انساني حقوقو لپاره دوه گونی معیار لري نورو ټولو دا ښکاره تروریزم او یا هم ظلم وبلی.

بله مسئله چي د اسرائیلي د پوځ د بدنامۍ سبب سوه او دوی ئې په نړۍ کي شرمنده کړل او د خپل ملت له سختو نیوکو سره مخ سول؛ هغه د حماس لخوا دوی ته جوړه سوې یوه منظمه دسیسه وه؛ دا چي حماس د جگړي په میدان کي جالب تاکتیکونه کوي؛ د دښمن په نفسیاتو لوبي کوي نو دا پېښه ئې ښکاره مثال دئ؛ تېري دوې اوونۍ وړاندي په الشجاعیه کي د اسرائیلي پوځ لخوا درې اسرائیلي یرغمال سوي اتباع يوتم حميد، الون شمريز او سمر الطلقا د دوی په ډزو ووژل شول؛ د AFPپه وینا اسرائیلي پوځ وویل چي دوی په ناڅاپي توگه د وېرېدلو پوځیانو لخوا وژل سوي دي؛ کیسه داسي وه چي حماس د جگړي د شدت پر وخت دا درې یرغمال سوي بندیان آزاد کړل؛ سپین بیرغونه ئې ورکړل او د اسرائیلي پوځ پر خوا ئې ور پرېښودل؛ ډارنو اسرائیلي پوځیانو درې واړه وویشتل او پوځ په اعلامیه کي وویل چي د دغو درېیو بندیانو سره سپین بیرغونه موجود ول او په عبراني ژبه ئې د مرستي غوښتنه کوله؛ هغوی په دې باور ول چي ممکن دا د حماس کومه دسیسه وي؛ نو د خطر مخنیوي په هدف ئې غلبېل کړل.

دې پېښي په اسرائیل کي سخته غوسه راوپاروله. د بندیانو کورنیو په تل ابیب کي لاریون وکړ چي دغه ټول بندیان تاسو ژغورلی سئ؛ دوی د حکومت ضد شعارونه ورکول؛ دوی ژمنه وکړه چي په ښار کي به د اسرائیلي پوځ د مرکزي دفتر مخ ته تر نامعلوم وخت پوري لاریون وکړي؛ یا حداقل تر هغه وخته چي کابینه د بندیانو د خوشي کولو لپاره د اسرائیل پلان ورته واضح نه کړي. پر دې سربېره د اسرائیلي سرتېرو مورال هم ډېر زیات ټیټ سوی دئ؛ د غزې له پولې څخه راستون سوي اسرائيلي سرتېری افخايي ليفي پرون له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل چي که د ورځي په اوږدو کي پوره بوتل شراب ونه څښم د شپې خوب نه سم کولی؛ زه ډارېږم؛ دا اوس چي له تاسو سره خبري کوم داسي احساسوم لکه د R.P.Gباران چي راباندي کیږي؛ زه د شپې په بستره کي د خپلو همکارانو مړي وینم؛ زه هره ورځ خپله مېرمن ټکوم؛ زه تصور کوم چي زه په بلډوزر کي دننه جنگېږم؛ د مړو بوی زما پوزي ته راځي او زه د وژل سویو سرتېرو د بدن برخي را پورته کوم. همداسي د یوې عبراني شبکې په قول چي تېره شپه یوه اسرائیلي پوځي د بد خوب تر ليدلو وروسته په غیرِنورمال حالت کي خپل ځیني ملگري په ډزو ویشتلي او ټپیان کړيدي.

الجزيره د يوه امريکايي جنرال له قوله ليکي: د ښاري جگړي تر ټولو مهم عامل تجربه ده او هيڅ ډول روزنه د واقعي جگړي ځای نه سي نيولی. په ګڼ مېشته ښاري سیمو کي اسرائیلي پوځیان نه یوازي د دوی له شاوخوا څخه؛ بلکي له پورته او لاندي څخه هم د بریدونو سره مخ دي. له همدې امله اسرائیلي پوځیان په ښاري سیمو کي له سختو ستونزو سره مخ دي. له بلي خوا د اسرائیلو د بې رحمانه بمباریو له امله د هغوی نړئوال ملاتړ په چټکۍ سره مخ په کمېدو دئ او په دې وروستیو ورځو کي د امریکا، کاناډا او برتانیا په گډون د نړۍ گڼو مشرانو په غزه کي د ملکي وگړو پر وژل کېدو خواشیني څرگنده کړې ده.

په داسي یو حالت کي له غزې څخه د گولاني لواء وتل خورا مهم دي او دا په غزه کي د اسرائیلي پوځ د ستونزو ښکارندويي کوي. د اسرائيلي ورځپاڼي يروشلم پوسټ د راپور له مخي؛ کله چي حماس د اکتوبر په اوومه پر اسرائيل بريد وکړ؛ د گولاني بريگېډ ۵۱ او ۱۳ کنډکونه هملته د اسرائیل په داخل کي هم په نښه سول او د جگړي په لومړۍ ورځ چي تر ۳۰۰-زيات پوځیان ووژل سول په هغوی کي د گولاني لواء زيات شمېر پوځیان شامل ول.

د ډسمبر په ۱۸-مه د گولاني لواء پوځیانو د الشجاعیه محلې په یوه چوک کي نصب سوې مجسمه وېجاړه کړه. دا مجسمه په ۲۰۱۴م کال کي د هغه عملیاتو د یادولو لپاره جوړه سوې وه چي په ترڅ کي ئې فلسطیني جنگیالیو څو اسرائیلي سرتیري ووژل. د گولاني لواء د ۱۳-کنډک قوماندان ډگروال یووال مزوز پر دې موقع وویل: زموږ ۱۳-کنډک په هغه ځای کي موجود دئ چيري چي حماس دغه مجسمه نصب کړې وه. موږ حماس ته واضح پیغام ورکوو چي په هر ځای کي چي دا ډول مجسمه نصب سي موږ به راځو او له منځه به ئې وړو. خو دوی خبر نه ول چي د الشجاعیه محلې نوم د زړور کرد سلطان صلاح الدین ایوبي د یوه قوماندان نوم ته منسوب سوی؛ نوموړې سیمه یوازي ۴-کلومیتره اوږدوالی لري؛ او له ۱۹۶۷م څخه بیا تر وروستي صهیونیسټي برید پوري هیڅ کله هم دښمن فتحه نه کړی سوه؛ دشمن تل تر سختو زیانونو وروسته شاته سوی؛ داسي ښکاري لکه د صلاح الدین ایوبي ارواح چي په الشجاعیه کي موجوده وي.

دوی ته د غزې په الشجاعیه کي درنه مرگ ژوبله ورسېدله؛ تېره ورځ عبراني رسنیو خبر خپور کړ چي اسرائیل له غزې څخه گولاني لواء وربللې ده؛ د دې معنٰی دا چي گولاني لواء د غزې له شجاعیې سیمي څخه وتښتېده؛ د یوه راپور له مخي چي څلورمه برخه ئې له منځه تللې.

 

• د خبریالانو او ملگرو ملتونو د کار کوونکو وژني او منفي اثرات ئې:

د ملگرو ملتونو په تاریخ کي تر گوترېس فعال مشر نه وو راغلی؛ کوفي عنان او بانکي مون په نړئوالو قضایاوو بالخصوص د اسلامي نړۍ په ستونزو کي بیخي بې غوره پاته سوي ول خو گوترېس په هره نړئواله ستونزه کي فعال کردار لوبوي؛ نوموړي د اسرائیل اقدامات بار بار غندلي او په داسي الفاظو ئې غندلي چي هیچا ئې توقع نسوه کولی؛ ملگرو ملتونو کي د اسرائیل سفیر مجبور سو چي له نوموړي د استعفٰی غوښتنه وکړي

نوموړي پرلپسې ویلي چي: اوسني شرایط په غزه کي د معنٰی لرونکي بشري عملیاتو ترسره کول ناممکن کوي. په غبرگون کي ئې اسرائیل د دوی د کارکوونکو ویزې لغوه کړې او د بهرنیو چارو وزير ئې په نازي سټایل کي وویل: ‏”ما پرېکړه وکړه چي د حماس د نه غندلو له امله د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي ویزه لغوه کړم.” البته گوترېس تر اوسه هم د حماس په ارتباط بې اساسه اظهارات نه دي ترسره کړي؛ بلکي د غزې د مېرمنو او ماشومانو پر حقوقو ئې ژور خفگان څرگند کړیدئ.

پرون الجزیرې راپور ورکړ چي د جگړي تر ۸۲-مي ورځي پوري په غزه کي ۱۰۵-خبریالان د اسرائیل لخوا وژل سوي دي؛ د غرب د دوه گوني معیار double standardتر دې بل ښکاره ثبوت به هم چیري موجود وي؟! چي د زرگونو ماشومانو او مېرمنو بې رحمه قاتلین نه تروریستانو بولي او نه جنگي مجرمین؟!

 

•  د حماس/مقاومت په اړه د اسرائیلیانو روایات:

موردچای کېدار چي یو اسرائیلي سیاسي شنونکی او څېړونکی دئ وايي: ‏”که د حماس حتیٰ یو ماشوم هم پاته سي په داسي حال کي چي لاسونه او پښې ئې پرې سوي وي او یوازي دوې گوتي ئې پاته وي؛ هغه به دوې گوتي پورته کړي او د بریا څرگندونه به وکړي. دوی خدای ته صبر کوي او موږ نه.”

عبراني ټلویزیون(۱۲) وايي: دا ممکن نده چي حماس دي له هوا څخه له منځه یووړل سي او د زمکنیو حملو لپاره موږ پوره تیاری نلرو. هغه هوايي بمبارد او توپخانې چي د پوځیانو د ننوتلو لپاره ئې سیمه چمتو کوله هغوی هم د عملیاتو په بشپړولو کي پاته راغلي. (ځکه ډېر وخت خپل پوځیان په نښه کوي او صحیح کوردینات نسي پیدا کولی.) له همدې وجهي په اسرائیل کي پر دولت ستر فشار اچول کېږي چي دوی د خپلو سرتېرو ژوند په خطر کي اچوي.

مشهوره اسرائیلۍ ورځپاڼه هارټز لیکي: زموږ رسمي سرچینې ملت د جگړي د زیانونو په اړه گمراه کوي؛ دا تر دې دمه په هره جگړه کي د اسرائیلو تر ټولو ستر پوځي زیان دئ؛ (عرب) هیوادونو اسرائیل ته دومره تاوان نه وو رسولی لکه دغه کوچني اسلامي تنظیم چي څومره ټکولی.

مشهور ‏اسرائيلي مورخ افي شلایم الجزیرې ته وایي: د فلسطينيانو وژنه د دولتي تروريزم ښکارندويي کوي او حماس د اسرائيلي اشغال پر وړاندي د مقاومت حق کاروي.

د اسرائیل پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: “د اکتوبر د اوومي برید زموږ په تاریخ کي تر ټولو خونړی برید وو؛ او په دې برید کي زموږ ذلت، بې کفایتي او زموږ د تجهیزاتو ناکامي شامله وه.” د دوی نوري ویناوي هم سته البته چي د مضمون د ډېر تفصیلي کېدلو په سبب پر همدغو اکتفاء کوم.

 

•  د دوه ریاستي حل لاري نړئواله طرحه:

څوک چي په دې باور دي چي فلسطینـیانو خپلي زمکي پلورلي او یهودانو دا زمکي د اسرائیلو د جوړولو لپاره رانیولي دي؛ هغوی دي د اکسفورډ پوهنتون د استاذ او امریکايي تاریخـپوه یوجېـن روگن Eugene Rogan د عربانو کتاب The Arabs مطالعه کړي. نوموړی لیکي چي حتٰی په ۱۹۴۷م کي هم د فلسـطین د ۹۴% سلني زمکي خاوندان فلسطینیان ول؛ د یادولو وړ ده چي د عثماني امپراتورۍ د ماتي پر مهال هم د فلسطین ۹۸% سلنه خاوره له فلسطیني عربانو سره وه. د انگرېزانو د واکمنۍ پر مهال د نړۍ له گوټ گوټ څخه صهیونیسټان په ډلو ډلو دلته راوستل کېدل او د (ناروا) قانون تر رسمي کېدلو وروسته ئې دولتي زمکې ور وېــــشلې. دا وخت هم دغه اختصاص (وېشل) سوي زمکي ۴% څلور سلنه وې؛ هغوی تر دې وړاندي د ۲% دوه فیصد زمکو مالکان ول؛ دلته نو د دوی فیصدي ۶% سلنه سوه. دا ممکن ده چي زمکي به پلورل سوي وي خو دا پلورل سوي زمکي دومره کمي وې چي احصائیه ئې حتٰی یوه سلنه هم نه سوه لوړولی.

دا اعتراض اصلاً سیکولران او قامپرستان د صهیونیسټي میډیا څخه تر متأثر کېدلو وروسته پر فلسطینیانو کوي چي دوی خپلي زمکي پلورلي دي؛ په هر صورت وروسته ملگرو ملتونو د دوه ریاستي حل پالیسي وړاندي کړه چي د نړئوالو قدرتونو لخوا ومنل سوه؛ خو لکه مخته چي مو وضاحت وکړ چي اسرائیل نه د اوسلو تړون ته ژمن پاته سو او نه ئې نور تړونونه او قراردادونه ومنل او تل ئې پر فلسطینیانو د عرب مشرانو تر وېرولو وروسته د هغوی په اشاره او اجازه یوازي زور تحمیل کړی او هڅه ئې کړېده چي هغوی له ټولو حقوقو څخه محروم کړي او بالاخر ئې نورو گاونډیو هېوادونو ته وشړي؛ د دوی همدغو شریرو ارادو ته په کتلو سره مصر او اردن بار بار ویلي چي دوی په هیڅ صورت د غزې مهاجرین نه مني؛ او تل د دوه ریاستي حل لاري ټینگار کوي؛ چي دا ټینگار ئې هم د حماس لخوا او هم خپله د اسرائیل لخوا رد کېږي؛ حماس په مقدسه زمکه اصلاً د صهیونیسټانو وجود نه مني او صهیونیسټان بیا د ستر اسرائیل جوړېدلو پر تگلار کار کوي؛ په برطانیه کي د اسرائیلو سفیري هم همدې خبري ته اشاره کړېده: له فلسطینیانو سره د دوه دولتونو حل لاره نه سي عملي کېدلی. همدې ته ورته خبره د حماس ویاند د جیو نیوز په پروگرام کېپیټل ټاک کي وکړه چي: د دوه دولتي حل هدف د اسرائیلو په رسمیت پېژندل دي؛ فلسطینیانو، حماس او مشرانو ئې تل دوه دولتي حل لاره رد کړېده. د پاکستان سیاسي یتیم او سرپرست صدراعظم أنوارالحق کاکړ پر دې غیر فطري حل لار ټینگار وکړ.

خو د نوموړي ولسمشر عارف علوي تر ده هم یو گام وړاندي ولاړی او ویې ویل: “که اسرائیل دوه دولتي حل لار نه مني؛ نو باید د یو واحد دولت حل لاره ومومي چیري چي ټول (صهیونیسټان او فلسطینیان) یو ځای ژوند وکړي.” تر دې جالبې، غیر سنجیده او بې معنٰی حل لاري په گوته کولو وروسته ډېري نیوکي ورباندي وسوې؛ آصف محمود صاحب پوښتنه ترې کوي چي: “یو واحد دولت به څه وي؟! که فلسطین وي نو ښه خبره ده. خو ښکاره خبره ده چي دا به فلسطین نه وي؛ اسرائیل به وي. ځکه چي اسرائیل د ملگرو ملتونو غړی دئ؛ په داسي حال کي چي د فلسطین دولت لا نه دئ خپلواک سوی او نه ئې هم د ملگرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړی دئ. بیا دا چي دا وړاندیز د اسرائیل د هیلو په پام کي نیولو سره ترسره سوی دئ؛ نو که اسرائیل د دوه دولتي حل لاره نه خوښوي نو باید یو دولتي حل ته ورسېږي.”

تر دې لا خندوونکې طرحه مصري دیکتاتور جنرال عبدالفتاح السیسي وړاندي کوي چي غالباً دوې اوونۍ وړاندي ئې په مسخره ټاکنو کي ۸۹% فیصد رأیي وگټلي او تر ۲۰۳۰م کال پوري د مصر ولسمشر سو؛ نوموړی وايي: “د فلسطـین د ستونزي د حل کولو لپاره موږ چمتو یو چي فلسطـیني (اصلاً د غزې) دولت په مکمله توگه خلـعِ سلاح کړو. د ناټـو ځواکونه، د ملگـرو ملتونو پوځ، د عربانو پوځ او امریکایي پوځ ضمانت ورکولی سي؛ چيري چي مو خوښه وي دا پوځونه به هلته مستقر سي.”

د ده وینا هم د عارف علوي د وینا وضاحت دئ. علوي خو لا بې خبره ناپوه سیاستوال دئ اما سیسي خو د یهودانو گاونډی دئ؛ هغوی د غزې په ارتباط پر خاموشۍ دومره ونازوی چي د مسخره ټاکنو پر اختلاص ئې حتٰی له ټول غرب څخه چا سپوڼ هم ونه وهی؛ آیا سیسي نه دئ خبر چي د ملگرو ملتونو د پوځیانو په موجودیت کي د بوسنیا د مسلمانانو قتلِ عام وسو؟! ناټو او امریکا په افغانستان او عراق کي کوم جنگي جرائم ترسره نکړل؟ د عربانو د کرایې پوځونو سره خو بنگړي خوند کوي. افسوس د امت ستونزي چاته پاته سوې؟!

د یوه ازاد او خپلواک فلسطیني دولت حق د فلسطینیانو نړئوال حق دئ. د نړئوال قانون له مخي حتٰی ټوله نړۍ نه سي کولی له دغه حق څخه هغوی لیري کړي. ملگرو ملتونو هم د دوی دا حق په رسمیت پېژندلی او تر نن ورځي پوري ئې بار بار تکرار کړی هم دئ. که د پاکستان د ولسمشر له خوا د دغه نړئوال حق د ردولو وړاندیز وسي نو دا کومه وړه غمیزه نه ده. ښکاره خبره ده چي د دوه ریاستي حل لاري طرحه داسي یوه ناکامه او موقته طرحه ده چي له دې ستونزي د ملگرو ملتونو او عرب دولتونو تېښته ثابتوي او دوی غواړي ځانته د اوړو پوزه جوړه کړي او بس. کنه وو داسي دوه قومونه چي هغوی د یو بل ازلي دښمنان دي؛ نه په دین، نه په کلتور، نه په ژبه او نه په تاریخ کي څه مماثلت سره لري بلکي د دواړو کتابونه، عقائد او کلتور هغوی له یو بل څخه لېري کولو ته هڅوي نو کوم شی به دوی د دغه غیرِ فطري وېش ته تیار کړي؟!

 

•   د عرب مشرانو لخوا د ابراهیمي تړون غدر او خیانت:

د جگړي په لومړیو ورځو کي سعودي عرب اعلان وکړ چي موږ اوس هم ابراهيمي تړون ته ژمن یو او د دې جگړي تر پای ته رسېدلو وروسته به مخته ځو؛ امریکایانو هم دا هڅه کوله چي اسرائیل له زمکنۍ جگړي رامنع کړي؛ ځکه یو خو جگړه اوږدېدله او بل هغه اړیکي متأثري کېدې چي په وروستیو لسو کلونو کي د امریکا په وساطت د اسرائیلو سره د عادي کولو په هدف پیل سوي وې؛ د جگړي په پیل کي سعودي خاموش پاته سو؛ اماراتو او مصر د اسرائیل په ملاتړ حماس وغندی؛ جنرال سیسي خو ډېري جالبي طرحي هم وړاندي کړې؛ هغه داسي چي فلسطیني مقاومت دي سلاح کښېږدي؛ سعودي هم د دوی د خلع سلاح کېدلو مشوره ورکړه او درباري ملایانو ئې بیا حماس ته د فتنې خطاب وکړ.

خو حماس خپل حیثیت او مقام ځلولی؛ هغوی ته دا خبري او وړاندیزونه هسي بې معنٰی ښکاري نو ځکه ئې محترم قیادت اسماعیل هنیه وویل: “له حماس او مقاومتي ډلو سره د تعامل او همغږۍ پرته په غزه کي هر ډول ترتیبات او شرائط وضع کول یو بې ځایه خیال او سراب دئ.”

د ابراهیمي تړون د غدر کوونکو عرب مشرانو او اسلامي نړۍ د ډارنو حاکمانو په اړه د امت زمری (أبو عبیده) وايي: “ننـنۍ نړۍ د ظالم، مجرم او بې وسه تماشایي تر منځ وېشل سوېـده. اسرائيل او ملاتړي ئې ظالمان دي؛ د اسلامي هېوادونو واکمنان مجرمان دي او ولسونه ئې بې وسه تماشایان دي. د الاقصٰی توپان صهیونیسټي وجود (اسرائیل) د تباهۍ او زوال پر لور روان کړی دئ.”

دغه خاینو مشرانو په پیل کي هڅه وکړه تر څو د حماس مقدس مقاومت ایران ته منسوب کړي؛ خو هغه راز هم افشاء سو چي ایران هم د ترکیې په څېر یوازي لفاظي وکړه او بس؛ عرب مشرانو هغومره جرأت هم ونکړی سو؛ بلکي دغو دیکتاتورانو د أخوان المسلمین سره دښمني ښه په ښکاره وپالــله؛ د صهیونیسټانو سره ئې د تړون او هماهنگۍ جسارت وکړ خو له خپلو وروڼو سره ئې هیڅ نوع غیرت ونکړ؛ تاریخ به دا یاد ساتي چي کله پر غزې له اسرائیلي طیارو څخه درانه درانه امریکايي بمونه اورېدل همهغه وخت د اسرائیل ولسمشر د آلِ نهیان پر دستر خوان د هغوی له مېلمه پالني څخه گټه پورته کوله.

 

•  غــزې/حـــماس ته نوي ننگوني:

(۱د ځینو نړئوالو قدرتونو او په ځانگړي ډول ځینو عربي او مسلمانو هېوادونو له خوا پر واکمن سیاسي گوند ‘حماس’ باندي د ترهگرۍ تورونه یوه لویه ننگونه ده؛ چي په سیاسي کچه ئې د حماس لپاره ډېري ستونزي جوړي کړي دي.

(۲حماس ته دوهمه تر ټولو لویه ننگونه د الفتح گوند او اسرائیل ترمنځ پټي او ښکاره اړیکي او د حماس او الفتح تر منځ ژور اختلافات دي. هر کله چي حماس غواړي له الفتح گوند سره په فلسطین کي د یوه قوي ډموکراتیک مرکزي حکومت پر لور د پرمختګ په موخه روغه جوړه وکړي نو اسرائیل د محمود عباس له لاري د هغې د شنډولو لپاره هر ډول ممکني هڅي ترسره کوي. مثلاً: که څه هم په تېرو ورځو کي له الفتح سره د حماس له خوا ترسره سوې سیاسي هوکړه د عمومي شنونکو په اند د الفتح په گټه ده او ښايي د حماس راتلونکي ته لوی گواښ ثابت سي؛ خو دغه هوکړه لیک هم په پرله پسې ډول د الفتح گوند لخوا ځنډول کېږي. حتٰی په وروستیو جگړو کي هم د جگړي پر مهال او وروسته د محمود عباس چلند او ډول ډول متضادي او غیر ضروري څرگندوني د اندېښنې وړ دي.

(۳درېیمه لویه ننگونه د گاونډي مصر او اسرائیل لخوا د غزې مکمله کلابندي ده چي غزه ئې په یوه خلاص زندان بدله کړې ده؛ دا محاصره د نورو هېوادونو سره او همدارنگه په نړئواله کچه د مختلفو سیاسي، اقتصادي، تعلیمي او نورو فرصتونو څخه د گټي اخیستني په لاره کي ستر خنډ ثابتېږي.

(۴څلورمه ستره ننگونه دا ده چي د دې بندیز په پایله کي غزه له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او گرېوان ده؛ له یوې خوا د دولتي مأمورینو د معاشونو ستونزه ده؛ ورځ تر بلي کورني صنعتونه له منځه ځي؛ له بلې خوا د بیکارۍ د زیاتوالي، د اقتصاد د زوال او د صنعت د زوال ستونزه ده؛بله ډېره خطرناکه ستونزه د اسرائيل د پرلپسې يرغلونو له امله د رامنځته سوي وېجاړۍ بيا رغونه ده؛ چي هر خوا د ورانو ودانیو او کثافاتو غرونه ولاړ دي. د دغو کنډوالو پر ځاى د ودانيو د بيارغوني لپاره د اړتيا وړ توکي نه ترلاسه کېږي.

(۵پنځمه ستره ننگونه دا ده چي د دې کلابندۍ له امله د غزې د خلکو عادي ژوند له ستونزو سره مخ دئ؛ اسرائیل له برېښنا څخه تر اوبو پوري د دوی اساسي اړتياوې پرې کړيدي؛ د درملو او درملني په برخه کې لويه ستونزه موجوده ده؛ د یوه فلسطيني مشر په وينا چي وايي: د اسرائیل د بریدونه په نتیجه کي چي موږ څومره زيانمن کېږو؛ دا زیان تر هغه ډېر کم دئ چي کوم مالي او ځاني زیان موږ ته همدې محاصرې له امله رارسېږي

د غزې په ارتباط جالب معلومات خو دا دي چي د دې کلابندي سیمي د زده کړو کچه تر ۹۰٪ څخه زياته ده او هلته د جامعه اسلاميه په گډون گڼ شمېر نور لوى پوهنتونونه هم شتون لري. د غزې تر ټولو مشهور پوهنتون همدا جامعه اسلامیه دئ چي د شیخ احمد یاسین شهید لخوا تأسیس سوی دئ؛ همداسي د مصري الازهر پوهنتون په څېر د غزې الازهر پوهنتون هم ډېر مشهور دئ؛ الاقصٰی پوهنتون، د فلسطین پوهنتون، الامة پوهنتون او د القدس المفتوحه پوهنتون هم ډېر شهرت لري. د دې ټولو پوهنتونونو نومونه د دې ښکارندویي کوي چي د غزې متمدن خلک څومره لوړ او هوښیار دي او د فلسطین او امت د راتلونکي په اړه څومره اندېښمن دي.

د دغو ټولو معلوماتو لپاره مصادر الجزیره، گارډین، سي اِن اِن، بي بي سي، امریکا ږغ، هآرټز، عبراني شبکې او ټي آر ټي دي. زما پر ټویټر د دغو ټولو دعوو مستندي ویډیوگاني او راپورونه کتلی سئ! مننه

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button