خبرهای داخلیسلایدر

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر کابلوف سره پر اقتصادي مسایلو خبرې کړې

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو سیاسي او سوداګریزو اړیکو او سیمه ییزو او نړۍوالو «میکانیزمونو» کې د سرپرست حکومت په ګډون خبرې کړي دي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سرپرست وزیر په دې لیدنه کې له روسیې مننه کړې چې په نړۍوالو غونډو کې د افغانستان ملاتړ کوي او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې سوداګریزې اړیکې لا پراخې شی.

خبرپاڼې د ضمیر کابلوف له خولې لیکلي، چې هېوادونه له نویو میکانیزمونو سره سیمه کې خپلې اجنډاوې پلې کوي. هغه له امریکا غوښتي چې د افغانستان کنګل کړې پانګه دې ازاده کړي.

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button