خبرهای خارجیسلایدر

امریکا دوه بهرني وګړي ایران ته د کوچنیو الکترونیکي وسایلو په استولو تورن کړي    

متحدوایالتونو دوه بهرني وګړي ایران ته د هغو کوچنیو الکترونیکي وسایلو په استولو تورن کړي چې د ډرونونو په جوړولو کې کارول کېږي.

ایرانی حسین هاتفي اردکاني او چینایی ګاري لم په هغه قضیه کې چې پرون اعلان شوه، تورن شوي چې په امریکا کې جوړ شوي مایکرو الکترونیک وسایل په غیرقانوني ډول ایران ته صادروي.

د دوی پر ضد د شوې دعوې په سند کې راغلي چې اردکاني او ملګري یې د بهرنیو کمپنیو د امتیاز په مرسته د تخنیکي وسایلو پر صادراتو له کنټرول څخه ځان پټ کړی دی.

همداراز د امریکا د خزانې وزارت په تدارکاتي شبکو کې د لاس لرلو په خاطر پر اردکاني او یو شمېر نورو افرادو او شرکتونو بندیزونه لګولي دي.

د اردکاني چینایی ملګری پخوا د بندیزونو په لېست کې و.

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button