د غزې روغتیايي چارواکو نن خبر ورکړ د غزې پر جنوبي ښار رفح د وحشي اسرا ئیلو په توغندويي حملو او بمباریو کې درې کورونه لګېدلي چې په پای کې یې لږ تر لږه شه تنه فلسطینیان شهیدان شوي دي.
لسګونه زره بېځایه شويو فلسطینیانو د غزې پر شمال د اسرائیلو له حملو د خونديتوب لپاره د مصر سرحد ته نژدې په رفح ښار کې پناه اخیستې، خو دا وېره په زیاتېدو ده چې دا سیمې هم نورنو خوندي نه دي.
نن سهار د غزې د شمالي ښار خان یونس اوسېدونکو هم د حماس مجاهدينو او اسراییلي اشغالګرو پوځیانو ترمنځ د درنو جګړو خبر ورکړ.