خبرهای داخلیسلایدر

د برښنا کمښت؛ د هلمند اوسېدونکي: د تلو او راتلو وخت یې نه‌دی معلوم  

هلمند کې د روانې وچکالي له امله د نورو اغېزو ترڅنګ د کجکي برښنا بند د اوبو کچه هم ټيټه کړې چې ورسره دغه ولایت کې د برښنا پرچاوي ډېره شوې.

دغه ولایت کې ګڼ‌شمېر صنعتي کارخونې د کجکي بند له برښنا ګټه اخلي، خو د برښنا تولید کچې ټیټېدو سره د یادو کارخونو مسوولان وايي، ډېری وخت د جنراتور پر مټ له برښنا استفاده کوي.

د لښکرګاه ښارلوېدیځ ته په بولان درېیمه حوزه کې د دانه‌دارې پنبې د پروسیس یوې کارخونې  مسوول عبدالغفار وايي  د برښنا کمښت له کبله یې کارخونه ډېری وخت په ډیزلي برښنا چلېږي چې د تېلو لوړې بیې له امله د ګټې پرځای تاوان ورته رسېږي.

د نوموړي په وینا، که حکومت د کجکي بند برښنا ورته ۲۴ساعته کړي، په دې سره به يې د لګښتونو کچه راټیټه او د تولید کچه لوړه شي.

نوموړي وویل: «اکثره وختونه موږ د جنراتور له رښنا څخه استفاده کوو، خو د کجکي برښنا وخت نه‌دی معلوم، کله یو وخت راشي، کله بیخي په ورځو ورځو ورکه وي،  کاریګر ورته انتظار وي، که برښنا راځي موږ په یوازې دومره کار وکړو چي په مټه کې د کاریګرو غاړه په وباسو».

په ورته مهال د  لښکرګاه اوسېدونکي هم د برښنا کمښت له امله شکایت کوي او وايي، د برښنا نشتون له امله د کورونو ترڅنګ هغه کاروباران چې د برښنا پرمټ خپلې چارې پرمخ وړي، له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د لښکرګاه اوسېدونکی محمدقاسم وايي: «د کجکي برښنا زموږ لپاره زیاته ګټوره ده، ځکه موږ که کار کوو،  دومره لګښت نه ورباندې راځي، لکه موږ چې د جنراتور ډیزلي برښنا کارو، غوښتنه مو له حکومت څخه دا ده چې د برښنا ستونزي راته هوارې کړي».

بل‌خوا د هلمند برښنا ریاست  مسوولان په دغه ولایت کې د برښنا کمښت ستونزهتاییدوي، خو وايي چې د هلمند کجکي بند کې د اوبو کچه راټیټه شوې او له همدې کبله هلمند او کندهار ولایتونو ته کمه برښنا ورکول کېږي.

د هلمند برښنا رییس حافظ هدایت‌الله محمد رسنیو ته وايي، کجکي بند ټول ټال د ۱۵۰ میګاواټه برښنا تولید ظرفیت لري، خو اوس د اوبو کموالي له امله یوازې ۱۶میګاواټه برښنا تولیدوي، که د اوبو کچه لوړه شي، هلمند او کندهار ته به ۲۴ساعته برښنا ورکړل شي.

هغه وویل: «برښنا د اوبو کمښت له کبله کمه ده، ځکه اوس کجکي بند باندې زموږ د برښنا یو توربین چالاند دی او نور ټوله بند دي، که د اوبو سطحه لوړه شي،  نور توربینونه به هم  چالان شي او برښنا به زیاته شي.»

د اوبو نشت او کموالي هلمند او کندهار کې داسي مهال له کجکي بند څخه د تولیدي برښنا اړوند په پراخه کچه ستونزي راپیدا کړي چې هېواد کې د تېلو لوړو او بې‌ثباتو بیو هم ولسي وګړو او هغو صنعتي کارخونو ته لوی سرخوږی جوړ کړی چې ډیزلي برښنا کاروي.

 

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button