د پاکستان د لاهور ښار د ناولتیا کمولو لپاره په لومړي ځل د منصوعي ورښت ورول
د پاکستان د لاهور ښار هوا له څو اوونیو راهیسې ډېره ناولې شوې وه.
دا ښار په تېرو څو ورځو کې پرله پسې د چاپیریال له نظره د ککړو ښارونو د درجه بندۍ په سر کې راته، خو چارواکو یې د هوا د کیفیت د ښه کولو لپاره ځینې هڅې وکړې.
د دفترونو د کارکوونکو او ښوونځیو په رخصتیو کې د دوو ورځو زیاتولو او نورو اقداماتو ډېره نتیجه ورنه کړه، خو اعلی وزیر محسن نقوي پرون خبریالانو ته وویل چې د یوه بیساري اقدام په ترڅ کې یې لومړنی مصنوعي ورښت وازمویه.
د نوموړي په وینا، دا مصنوعي ورښت د ۱۵ کیلومترو په شعاع کې په پام کې نیول شوی و او په ترڅ کې یې د لاهور ښار په لږ تر لږه لسو ناحیو کې باران وورول شو.
ښاغلي نقوي زیاته کړه چې دا مصنوعي ورښت د متحده عربي اماراتو په مرسته عملي شو او خوندیتوب یې د متحده عربي اماراتو، متحدو ایالاتو او ځینو نورو هېوادونو له خوا دې ته د ورته ټکنالوژیو په کارولو سره د څه باندې زرو کلنو ماموریتونو په اساس تضمین شوی دی.
د جرمني د خبري آژانس د راپور له مخې، د متحده عربي اماراتو د متخصصانو یوه ډله په تېرو دوو اونیو کې په لاهور کې دېره وه او پرون یې د الوتکې په وسیله ۴۸ ځانګړي وسایل د ورېځو د ډکولو لپاره ځای پرځای کړل.
مصنوعي ورښت چې د ورېځو د امیندواره کولو په نوم هم یادېږي، هغه طریقه ده چې د باران یا واورې د رامنځ ته کولواو زیاتولو په هدف په هوا کې د کیمیاوي موادو د خپرولو له لارې کارول کېږي.
دا کیمیاوي مواد د لندبل ذرې جذبوي او په لویو څاڅکو یې بدلوي او سبب کېږي چې ورېځې په باران بدلې شي. د دې تګلارې اغېزمنتوب د هوا له څرنګوالي او نورو عواملو سره تړلی دی.
پاکستاني چارواکي د مضرو صنعتي ګازونو خپرېدل او د خښتو د بټیو، د موټرو او نقلیه وسایطو، د کرنیزو محصولاتو د پاته شونو او د نورو عمومي ضایعاتو د سوځولو له کبله رامنځ ته شوی لوګی د مرکزي ایالت پنجاب د ناولې هوا او د لوګي د ډېرې لړې اصلي علت بولي.
پاکستان د نړۍ په کچه د کاربن دای اکساید په سلو کې څه کم یو سلنه ګاز تولیدوي، خو د اقلیمي بدلون له کبله د زیانونو له پلوه د نړۍ د ۱۰ ډېرو زیانګالو هېوادونو په ډله کې دی.