خبرهای داخلیسلایدر
لوګر کې د یوه پرمختللي روغتیایي مرکز جوړېدل
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري یا UNHCRد لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د یوه پرمختللي روغتیایي مرکز د جوړېدو خبر ورکوي.
UNHCRوايي چې دا مرکز یې د افغاني ټولنې د روغتیا د احیا د بنسټ ACHRO په مرسته رغولی دی.
په افغانستان کې د UNHCR مرستیال یان سټورډال پرون پر اېکس شبکې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې د لوګر ولایت په دې سیمه کې ګڼ شمېر راستنېدونکي او بې ځایه شوي کډوال استوګن دي .
د ده په وینا، د دې مرکز جوړېدل به معیاري صحي خدماتو ته د دوی لاسرسی آسانه کړي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د اسلامي له بیاواکمنېدو وروسته چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې ډېره برخه مرستې بندې شوې، د دې هېواد د روغتیا سکټور له جدي ستونزو سره مخامخ شو.