خبرهای داخلیسلایدر
بامیانو کې راستنو شویو ۱۰۰ کورنیو ته سون توکي وېشل شوي
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وايي، په بامیانو کې یې پر هغو ۱۰۰ راستنو شویو کورنیو یې سون توکي او د لمریزې برېښنا وسایل وېشلي چې په دې وروستیو کې له پاکستانه په زور راشړل شوي دي.
دغې ادارې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، دغه کورنۍ چې د ژمي په درشل کې په جبري توګه له پاکستانه اېستل شوې وې، د ژمي د سړو سېلیو پر وړاندې یې هېڅ ډول چمتووالی او وسایل په واک کې نه لرل؛ نو له همدې امله د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وپتییله، چې پر دغو کورنیو اړین ژمني توکی ووېشي.
دغه بنسټ دغه راز ویلي، له دغو کډوالو سره یې څه نا څه نغدي مرستې هم کړې او په پام کې لري، چې د افغانستان په نورو سړو سیمو کې هم په راستنول شویو اړمنو کورنیو ورته مرستې ووېشي.