خبرهای داخلیسلایدر

نن او پرون له ګاونډیو هیوادونو زرګونه افغان ګډوال راستانه شوي  

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې پرون او نن له پاکستان او ایرانه جمله ۳ زره ۷۱ افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې نن له ایران څخه د هرات د اسلام قعلې بندر له لارې ۱۸۳۵ افغانان په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي چې له ډلې یې یو شمېر کسان د مرستو د ترلاسه کولو په موخه مرستندویه بنسټونو ته ور پېژندل شوي دي.

دغه وزارت همدا راز پرون له پاکستان څخه د تورخم او سپین بولدک له لارو د ۱۲۳۶ تنه افغان ګډوالو د راستنېدو خبر ورکړی و. داسې په داسې حال کې چې په افغانستان کې سخت ژمی د پیلېدو په حال دی او له ګاونډيو هیوادونو څخه د افغان ګډوالو را ستنېدل لا هم دوام لري.

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button