خبرهای داخلیسلایدر
کابل کې د درملو د تولید یوې فابریکې په فعاليت پيل وکړ
په کابل کې د آسیا نور فارما د درملو تولیدي فابریکې نن په معياري ډول په فعاليت پيل وکړ.
د دغې فابريکې پر لومړي فاز د څلور ميليونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده او ټاکل شوې دا پانګونه ۱۰ ميليونه ډالرو ته ورسېږي. په دې فابريکه کې ۶۸ ډول ډول درمل توليد او بسته بندي کېږی.