خبرهای داخلیسلایدر
لغمان کې پر ۲۸۰ جریبه ځمکې د مالټو نیالګیو د کېنولو لړۍ پیل شوه
د لغمان د مرکز مهترلام په ګډون، په قرغیو او الیشنګ ولسوالیو کې پر ۲۸۰ جریبه ځمکې د ۲۸۰۰۰ نیالګیو د کېنولو لړۍ پیل شوه.
د لغمان والي قاري زینالعابدین عابد وایي چې د مالټو د دغو باغونو پر جوړولو یو لک امریکایي ډالره لګښت راځي چې د اېفاېاو موسسې له لوري ورکول کېږي.
د لغمان د کرنې رییس محمدولي محسن وایي، د لغمان اوبه او هوا د سټروسو کورنۍ د تولید لپاره مناسبې دي او پهکار ده چې دې برخې ته یې پاملرنه وشي.
مسئولان وايي چې د مني موسم د سټروسو کورنۍ د کر لپاره مناسب وخت دی؛ نو ځکه یې په دغه وخت کې د مالټو بڼونو جوړولو او د نیالګیو د وېش لړۍ پیل کړه.
په همدې حال کې د اېفاېاو موسسې ولایتي مسوول یاسین نوري وایي چې د پسرلي موسم کې به د شاوخوا دوه لکه مېوهلرونکو نیالګیو په وېش سره لسګونه باغونه جوړ کړي.