خبرهای داخلیسلایدر

ترکي پانګوالو د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېوالتيا ښودلې  

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر، د ترکیې د «امي اوغلو مرمر» شرکت له رییس رجب مصطفی او د انادولو علماوو له رییس عمر فاروق سره کتلي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې، د کانونو سرپرست وزیر ویلي یې چې، افغانستان د کاني زېرمو له پلوه یو بډایه هېواد دی؛ په ټول هېواد کې ډاډمن امنیت دی او بهرني سوداګر کولی شي چې د افغانستان په کاني زېرمو په ځانګړې توګه د مرمر او رخام ډبرو په برخه کې پانګونه وکړي.

دغه راز د یاد ترکي شرکت رییس د افغانستان او ترکیې د مشابه کانونو په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي، چې شرکت يې له ۴۰ کلونو راهیسې په ترکیه کې د کان کیندنې په برخه کې کار کوي او د رخام او مرمر کانونو په برخه کې چې د افغانستان په هرات او کندهار کې شتون لري؛ پانګونې ته چمتو دي.

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button