خبرهای داخلیسلایدر
توماس ویسټ له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ وايي، په اسلاماباد کې یې له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو لپاره په اسانتیاوو خبرې کړې دي.
ویسټ نن سهار پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، هغه د دې هېواد د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر عباس جیلاني او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره کتلي دي. ویسټ زیاته کړې، امریکا په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له پاکستان سره ولاړه ده.
هغه له افغان کډوالو او له نړیوالو سازمانونو سره د پاکستان له چلند هم مننه کړې ده. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ د ډسمبر په اوومه پاکستان ته تللی و.