خبرهای داخلیسلایدر

هند: نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت خپل فعالیت ته دوام ورکوي  

د کونسلي خدمتونو د بیا پيل په تړاو د هند په حیدراباد کې د افغانستان د سر کونسل له خبرو وروسته، اوس د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ارېندام باګچي په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د فعالیت د بیا پیلېدو خبر ورکوي.

خو نوموړی وايي چې د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په دریځ کې یې بدلون نه دی راغلی. تر دې مخکې، د هند په حیدراباد کې د افغانستان د سر کونسل، سید محمد ابراهیم خېل ویلي و چې په هند کې د افغانستان کونسلي خدمتونه بیا پېل شوي دي.

ابراهیم‌خېل زیاته کړې وه چې د هند حکومت د غوښتنې پر بنسټ یې د ممبي د سر کونسلې، ذکیې وردګ په همکارۍ د افغانستان سفارت د کونسلي خدمتونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button