خبرهای داخلیسلایدر

د امریکا ځانګړي استازي له پاکستان سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ پاکستان ته په خپل سفر کې د دغه هېواد د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو له وزیر جلیل عباس جیلاني سره لیدلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر اېکس پاڼه لیکلي چې په دغې لیدنه کې جیلاني د افغانستان د خلکو د هوساینې لپاره د ګډو کړنو پر اهمیت ټينګار کړی او ژمنه یې کړې چې اسلام‌اباد به په دې برخه کې له نړۍوالو شریکانو سره کار وکړي.

دا په دې اونۍ کې دويم لوړپوړی امریکايي چارواکی دی چې پاکستان ته سفر کوي.

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button