خبرهای داخلیسلایدر

چین: افغانستان باید د نړیوالې ټولنې برخه وي

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين ویلي، افغانستان د چین دوست او ګاونډي هېواد دي، نو چین نه غواړي چې دغه هېواد له نړيوالې ټولنې جلا شي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې بلال کريمي په رسمي توګه په چين کې د افغاستان د سرپرست حکومت د لوی سفير دنده پيل کړه، آيا چين په رسمي توګه د افغانستان سرپرست حکومت منلی؟ ویلي، چين تل د افغانستان د عنعنوي دوست ګاونډي هېواد په توګه دا نظر لري، چې افغانستان بايد له نړيوالې ټولنې څخه جلا نشي.

نوموړي ویلي، چین هیله لري، چې افغانستان د نړيوالې ټولنې تمې ته ځواب ورکړي، پرانيستی او ټول شموله سياسي چوکاټ جوړ کړي، نرمې او ثابته کورنۍ او بهرنۍ تګلارې غوره کړي، له بېلا بېلو تروريستي ځواکونو سره ټينګه مبارزه وکړي، د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونديو هېوادونو سره دوستانه همکارۍ ولري او ژر تر ژره د نړيوالې ټولنې په لويه کورنۍ کې شامل شي.

 

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button