فلسطين؛ عثماني افاقيت او عربي ناسيونالېسم!
فلسطين؛ عثماني افاقيت او عربي ناسيونالېسم!
د فلسطين په قضيه کې د عربي ناسيونالېسم او عثماني دولت توپير ډېر واضح دى، کله چې عثمانيان واکمن وو نو قدس او فلسطين د اسلامي جغرافيې نه جلا کېدونکې برخه وه، په قدس کې د عثماني واکمنۍ عسکر وو او سلطان عبدالحميد د اسرائيلي اشغالګر دولت لرليد لرونکى هرتزل له خپل دربار نه سپک ورک شړلى و.
خو کله چې په لومړۍ نړيواله جګړه او تر هغې مخکې د عربي سيمې څو قبيلوي مشرانو د انګليسي لارنس تر قوماندې لاندې د عثماني دولت پر ضد بغاوتونه پيل کړل، دوى په کې د اسلامي نړۍ سياسي او ديني مرجعيت ړنګ کړ او هغه چې دوى په کې د عربي يووالي او واحد عربي دولت خوبونه لرل هغه د لارنس د پلانونو په حقيقتونو کې کابوسونه شول، وروسته چې بيا عربي ملي ګرايي حاکمه شوه او عربي جغرافيه په تر 22 ډېرو کوچنيو هېوادګوټو تقسيم شوه نو د عربي سيمې فلسطين په کې وپلورل شو، او عربي ناسيونالېسم په ځان ځانۍ کې تجزياتي او يو له بله په واټن لاړه.
نن عربي هېوادونه شته او عربيت يې هم شته خو قضيې يې نه شته، فلسطين قضيه ده او هويت يې اسلامي دى، نظرياتي قضيې په قومي چوکاټونو کې نه ځايېږي او نه ګټل کېږي، همدا لامل دى چې دغه نظرياتي قضيه په عربي اجنډا کې نه شته او فلسطين په دا دومره ډېرو عربي واکمنيو کې خپله نه ده، بېګانه ده.
اسرائيل چې په دومره لويه عربي جغرافيه کې لکه تور ټاپو کوچنى دى خو ټولې عربي واکمنۍ يې د زور تاب نه لري؛ يو لامل يې دا دى چې اسرائيل نظرياتي او ديني هويت لري، هغه يه-ودي سټېټ دى او د نړۍ بېلابېل کلتوري او ژبنۍ يه-ودى تنوع په اسرائيل کې راټوله شوې ده.
توپير بېخي واضح دى، عثماني واکمني ديني-سياسي مرجعيت و او اسلامي تمدني او نظرياتي هويت يې درلود، له همدې امله يې د عربي سيمې فلسطين او قدس خپلې قضيې وې. خو تر عثماني واکمنۍ وروسته عربي هېوادونه مليګرا حکومتونه دي چې اسلامي تمدني او نظرياتي خطونه نه لري، په عربي ناسيونالېسم کې پرتې اوسنۍ عربي واکمنۍ د قدس او فلسطين مالکيت نه لري، دوى ارزښتي بستې نه لري او يوازې د خپلو هېوادګوټو پر ولسونو تحميل شوي استبدادونه دي.