شورای نظار له مسکو او اروپا سره سیاسي او استخباراتي ژورې ریښې او دوستي لري
شورای نظار له مسکو او اروپا سره سیاسي او استخباراتي ژورې ریښې او دوستي لري
ښایي نړیوالې ټولنې تل د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې د ناسمو او غلطو سیاستونو، جګړو او رقابتونو ډګر ګرم ساتلی دی. له بده مرغه په افغانستان کې د ډلو ټپلو لړۍ له ډېرې مودې راهیسې دوام لري. په داسې حال کې چې یوه ډله ختمه شوې نه وي، سمدستي بله ډله راپيدا کړې شوې وي. متأسفانه دا يو واقعيت دی چې افغانان په ډلو ټپلو ویشل شوي دي چې هر یو یې د واک د ترلاسه کولو هڅه کوي.
د مقاومت جبهې (شورا نظار) او د جمهوریت ځینې کرايي جنرالان چې له ملت څخه امریکا او اروپا ته تښتیدلي دي او په دې لټه کې دي چې څنګه د پخوا په څیر بیرته افغانستان ته بهرنۍ جګړې او ناسم سیاستونه انتقال کړي، وينو چې دوی وخت نا وخت په امریکا، اروپا او مسکو کې له خپلو بادارانو سره رسمي او غیر رسمي ناستې لري. حتی د دې هڅه کوي چې پر طالبانو سیاسي، نظامي او استخباراتي فشارونه او ګواښونه زیات کړي. تر څو د خپلو بادارانو په مرسته د طالبانو په نظام او حکومت کې خپله غیر مشروع ونډه ترلاسه کړي.
په دې کې شک نشته چې شورای نظار یا د مقاومت جبهه له مسکو او اروپا سره تاریخي سیاسي او استخباراتي اړیکو او د ګډو فعالیتونو ژورې ریښې او دوستي لري او له همدې رېښو په مټ د قدرت په خاطر هلې ځلې کوي.
د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې دوی په همدې ډول سیاسي او دیپلوماتیک فعالیتونو پیل وکړو. تاسو به لیدلي وي چې دوی د خپلو سیاسي فعالیتونو او واک ته د رسیدلو په نتیجه کې ډېر ژر خپلو موخو ته ورسېدل. البته د ټولو نړېوالو په مصلحت د بُن کنفرانس ایجاد شوو او ټولو نړېوالو په رسمیت وپيژندل. د دوی سیاسي فعالیتونو او قدرت ته د رسیدلو په خاطر افغانستان د بهرنیانو په واسطه اشغال شو، افغانان شل کاله د جګړې په اور کې وسوزیدل، په سلګونو زره افغانان يې په مختلف شکل ووژل؛ له بده مرغه دا او دې ته ورته ډلې ټپلې په پراخه پیمانه د نړیوالو استخباراتو او سیاستونو په ځالو کې روزل شوي او لوبيږي. افغانان دې د دوی په اړه داسې عادي فکر نه کوي، چې ګواکې دا به د دوی نمایشي حرکتونه وي او هیڅ به ونه شي کړی. بلکې دوی په سیاسي او استخباراتي برخه کې ډیر مهارتونه لري او د دې وړتیا او ظرفیت لري چې د تیر په څېر د نړيوالو ملاتړ او توجه ترلاسه کړي او په دې برخه کې له بېلابېلو تاکتیکونو او مهارتونو کار اخلي.
خپلو موخو ته د رسیدو لپاره یې تل دا ثابته کړې چې د بهرنیانو په مرسته د افغانانو ستر ارمانونه له خاورو سره خاوري کړي.
د هیواد غوڅ اکثریت په دې پوه شوي دي چې افغانان بايد د دې توان او ظرفیت پيدا کړي چې خپل سیاسي او اقتصادي استقلالیت پرې ثابت کړی شي او د همدې استقلال له لارې وکولی شي چې په هېواد کې د ډلو تپلو او د پرديو استخباراتي لاسوهنې د تل لپاره قطع کړي.