د غزې شهيدانو ته!
د غزې شهيدانو ته!
فضل مولا توره کی
ستا له جسده بوی د مشک او د عنبر راځي
ستا جنازې ته د ملکو لوی لښکر راځي
د انسانانو غوښې هر خواته خورې پرې دي
که دا محشر نه دی نو څرنګه محشر راځي
دغه پېغور قسم زړه سوځوي هډ سوځوي
چې د صلیب له ګنده ذهن نه بهر راځي
)محمد) ومړ ترېنه پاتې شوې لورګانې ټولې
)صلاح الدين) چې نشته دوی کې به څه نر راځي
د حرمينو شریفينو بې وجدانه پاچا
تا کې به کله ننګ غيرت د پيغمبر راځي
ټول زهر وخورئ دعربو بې ضمير واکمنو
ورک کړی عقل به مو کله بيا په سر راځي
دغه راکټې طیارې او دا ټانکونه واړه
مسلم امت ته به ددې کله ثمر راځي
پردی کافر وژلی نه شي مسلمان پر وژنې
شه خبر دار چې وروستی کور به دې سقر راځي
ای د اوه پنځوس ملکونو تش په نوم چارواکو
خير مو رارسي نه مدام مو راته شر راځي
څومره لاسو به وي محشر کې ستا ګرېوان نيولی
چېرته په خيال کې دې ددې حالت خطر راځي
ته فلسطین او غزه نه وينې په سترګو ړوند شې
څنګه دې خوب پخپل پالنګ او خپل بستر راځي
ای د موساد د سي آی ای او کا جي بي مريانو
کله به تاسو کې خپلواک اوچت نظر راځي
مخکې قبرونه ډله ايز ؤ اوس کفن ډله ايز
ستا د بادار رحم به کله په بشر راځي
دغيرالله دا بنده ګي به وايه که پرېږدې
تا کې به کله عدالت د ستر عمر راځي
پولې کړه خلاصې د مؤمنو زلمو زړونه چاودي
د مظوم کړيکه يې د زړه په سر خنجر راځي
ای فلسطينه د نبيانو عزتمنې خاورې
مه خفه کېږه هرې شپې پسې سحر راځي
د ( توره کي) زړه فلسطين خونبارې سترګې غزه
ای ربه ! کله به پرې ستا د رحمت لمر راځي