جهاد علیه شوروی - بیوگرافی شهدا

د شهید آدم خان ژوند او مبارزه

د شهید آدم خان ژوند او مبارزه

 

داسې وياړلی اتل شهيد غازي، چې د وخت کمونيستي رژيم يې د نوم په اوريدو سره په لړزان ول، داسې اتل چې ددې تر شهادت وروسته د روسيې د وخت لعين ولسمشر لخوا ددې د شهادت په خوشحالۍ کې په ټوله روسيه کې جشن ونيوه.

شهید آدم خان چی اصلی نوم يې ( عطا ګل) د شهید پاینده ګل ځوی او د حاجي خواص لمسی په قوم (دینارخیل) دی.

په ۱۳۲۸ هجري شمسي کال کې د ننګرهار ولایت دسره رود ولسوالۍ د شمسه پور قریه، دقلعه شاهی، د دولت خان کلا کې زېږېدلی دی.

شهید آدم خان د دولس کلن تحصیل په دوران کې يې خپل دیني تعلیم د خپل ولس او کلي اوسیدونکو علماؤ څخه زده کړې او کله چی اوه کلنۍ عمر ته ورسیده، د فقرالله په ابتدایه ښونځی کې شامل شو.

نوموړی نهه کاله تعلیم يې په پوره کامیابۍ سره سرته ورسوو، داچې هغه وخت کې دفقرالله ښوونځی په لېسه نه وه تبدیل شوی د خپل د زده کړې د دوام په خاطر يې د ننګرهار عالی لېسې ته سې پارچه واخيستله خو میاشت یې لانه وه تیر کړی چی دفقرالله ښونځی دلېسې منظوري راغلله شهید آدم خان هم دوباره دفقرالله لیسې ته دزده کړې لپاره راستون شو.

د دولس کلنې زده کړې څخه یې وروسته د یو ممتاز شاګرد په حیث ديادې لیسې څخه په (۱۳۴۷ه ق) کال کې فارغ شو، او د پوهنتون دکانکور دازموينې له نتیجې څخه وروسته دکابل پوهنتون دعلومو پوهنځي (فزيک برخې) ته ور وپیژندل شو.

دده لوړ همت او شجاعت یوازینی عامل وو چې دپوهنتون دمجاهدو او مبارزو ورونو او ملګرو توجو يې ځانته را وګرځوله، په ( ۱۳۴۸ه ش) کال دافغانستان داسلامی حزب غړیتوب ورته حاصل شو او لوړ افتخار ورپه برخه شو، دمبارزې په لوړې سرکې دزیاتو ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ شو.

خو دټولو مشکلاتو او ربړونو سره سره يې بیاهم دپوهنتون دوره پای ته ورسوله.

د شهید آدم خان مبارزه

شهید آدم خان دحزب اسلامي دبنسټ ایښودونکو شاګردانو څخه یو پیاوړی شاګرد و، د حزب اسلامي داهدافو او پالیسي د تطبیق لپاره به یې په هر مساعد وخت کې د ننګرهار ولایت داسلامي حزب د حوزو دجوړولو زحمت به يې ګاله او د دغه ولایت دحوزو د ورونو سره به یی په ګډه حزب اسلامي د دعوت په سلسله کې برخه درلودله.

شهید آدم خان پدې پاکه او سپېڅلې لاره کې دهیڅ ډول مالي او ځاني قرباني څخه مخ ندی اړولی.

او په بریالیتوب سره دټولو ازموینو څخه تیر شوی او ویلی شو چی شهید آدم خان په سختو تنګو او ترينګلو شرايطو کې دنوموړي د کورنۍ او دګڼ شمیر کسانو دوسله وال پاڅون او بیا بندیان او تعذیبونه د داؤد رژیم په دوره کې شروع شول.

شهید آدم خان دتحریکي ژوند ځلانده ستوری دی. د هغه وخت ظاهرشاهی رژیم د خپلو ګوډاګیانو (شعله جاوید) ته وظیفه ورکړه چی اسلامي حزب مرکزي هسته چی په کابل پوهنتون کې وه.

دیوې نښتې کې له منځه يوسي تر څو تحریک پدې وسیله فلج کړي، دظاهرشاهي رژیم دا دسیسه د عمل ډګر ته را ووته او دا نښته په داسې حال کې پیل شوه، چی شعله فاسد دمزدور ډلګی دمنظمو صفونو او وسلوالو غړو په مقابل کې دحزب اسلامي ډیر کم او له دغه دسیسې څخه بې خبره غړي حاضر وو.

ددغه سر تیرو مجاهدینو په منځ کې یو شهید آدم خان وه چی دخپلو دوو مبارزو ورونو شهید رسول خان، عتیق الله (امان الله) تر څنګ د دښمن سره د مقابلې لپاره په لومړی صف کی ولاړ وو.

کله چی نښته واقع شوه نو شهید آدم خان وروسته لدې چی د دولت ډیر زیات نوکران يې ټپي او په تیښته مجبور کړل د دغه فاسد سازمان (شعله جاوی) دمرکزي هستې لیډر (سیدال) يې د جهنم کندې ته وسپاره.

او په خپله شهید آدم خان دسر په کپړۍ د ډبرې په ګزار ولږېده او سخت ټپي شو چی وروسته بیا یې له څه مودې تداوي څخه صحت وموند.

لنډه دا چې پاک شهید دحزب اسلامي په تاریخ کې دخپل پاتې وروڼو او ملګرو ته داسې روښانه لار او جهادي خاطرې پریښي چی د جهاد او مقاومت دکاروان لارویان به یې هیڅکله هم هیر نکړي.

کله چی دظاهر شاه رژیم د داؤد په طاغوتي رژیم عوضو او د حزب اسلامي مسئولیت لاپسې دروند شو نو شهید آدم خان دخپلې فرهنګي مبارزې په لړ کې وسله وال فعالیت ته عملاً راپورته شو، داؤد خان هم دحزب په بنسټ ایښودونکو او مخلصو غړو باندی دنیولو او بندیخانو ته د اچولو بریدونه پیل کړل، او شهید انجینر حبیب الرحمن په څیر ورونه یې زنداني کړل، درژیم د ظالمانه اقداماتو په نتیجه کې دحزب مرکزي هستې د خپلو غړو ته چې دجدي خطر سره مخامخ وو دهجرت قومنده ورکړه، قبایلي سیمو ته دهجرت څخه وروسته کله چی دحزب درهبري کدر له همدې ځایه څخه داخل ته لازم هدایات ورکول دخپلو غړو دپوره نظم لپاره یې پروګرامونه ترتیبول ترڅو وکولای شي د یو داسې رژیم په مقابل کې چې دهغې اساس په سو سیالیزم او کمونیزم ایښودل شوی و، دوام داره مقابله وکړي، نو تصمیم ونیول شو چی د داؤد په مقابل کې باید وسله وال قیام وشي او ځینې ورونه ددې کار لپاره را وغوښتل شول چی ددوې په منځ کې د زمري په شان دراتلونکي جګړې دمیدان ګټلو قهرمان آدم خان هم وه.

شهید آدم خان وروسته دلازم پروګرام اخيستلو څخه د ( دریی) ساخت ساده ځینو وسایلو سره چی ورونو په شخصي پانګه تهیه شوي وو دعملي جهاد لپاره ځان تیار کړ.

دتحريک تاریخ په یاد لري چې په هغه وخت کې (۵۰) په سلو کې نظامی اکمالات ټول د قهرمان شهید آدم خان او د هغه مبارز ورور او ملګری رسول خان مسلميار (حمدالله) په اوږو قبایلي سیمو څخه دهیواد مرکزي سیمو ته په هغه تنګو او حساس وخت کی نقلول.

او همدارنګه ویلی شو چی پنجشیر او کابل ولایت نظامي اکمالاتو (۵۰) په سلو کې مسئولیت د دې واړو شهیدانو په غاړه وو.

داکمالاتو څخه وروسته دیو منظم پروګرام دتعمیل فیصله وشوه چی د (۱۳۵۴ه ش)کال د زمري د میاشتې په څلورمه نیټه دشپی لخوا دننګرهار ولایت په ځینو ولسوالیو کې نظامي عملیات سربیره لدې چی شهید آدم خان په فرهنګي لحاظ داسلام دسپیڅلي لارې داعي وه، دخپل پاک اسلامي مرام څخه د دفاع په لاره کې د وسله وال قیام په برخه کی له نورو څخه لومړی دریځ موقيعت یې اشغال کړې وه.

شهید آدم خان په (۱۳۵۴ه ش) کال کې د زمري د میاشتې څلورمه نیټه دشپې لخوا د ننګرهار ولایت په ځینو ولسوالیو کې نظامي عملیات سرته ورسول، چې په هغې کې یو هم دسرخرود ولسوالۍ عملیات شامل وه، چې د عملیاتو مرکز خپله د شهید آدم خان کور وه، چی عملیاتو ټوله وسله (سلاح کوټ) د دوې په کور کې ځای پر ځای شوې وه، که څه هم شهید عبدالله (عنایت الله) دحوزې د آمر په صفت ټاکل شوی و، خو شهید آدم خان هغه وخت دعملیاتو لپاره قومندان په صفت وټاکل شو او د ټولو مجاهدینو ورونو داحتیاجاتو پوره کول دنوموړی شهید کورنۍ په غاړه اخستې وه.

چی په (۱۳۵۴ه ش) کال کې د اسد د میاشتې په څلورمه نیټه د دوشنبی په شپه رانږدې شوه، د ټولو مجاهدینو راتګ چې د دغه عملیاتو لپاره ټاکل شوی وو دقومندانۍ د مرکزیت ددې قهرمان شهید کورته شروع شو.

د دغه عملیاتو لپاره ټاکل شوې وه، چې دشپې په یوولس بجو مجاهدینو ټولګی سره یو ځای شول او په تعین شوو وسلو سمبال شول، شهید رسول خان او عتیق الله هم د آدم خان سره د دوه تکړه مجاهدینو په څیر د هغه په خوا ولاړ وه، دوې دنفلو او دعاګانو وروسته د هدف په لورې روان شول.

په همدی شپی په څلورو د بجو عملیات په بريالی توګه سرته ورسیده، او مجاهدین بیرته خپلو ځایونو ته ستانه شول، خو تقدیر داسې وه چی یو مجاهد د عتیق الله خان په نوم سخت ټپي کيږي چې آدم خان زخمي په خپلو اوږو اخلي په داسې حال کې چې له يوې خوا دښمن تعقیبوي او له بلې خوا رڼا (سبا) کیږي چې په نتیجه کې مجاهدین خپلو ځایونو ته پنا وړي، خو شهید آدم خان دخپل دسنګر ملګری ددرې یا څلور میله په فاصله دجګړې له ساحې څخه لرې وړي، خو له بده مرغه شپه ختميږي او زخمي په یوه ګوښه کی پريږدي ترڅو په دوهم شپه دده دانتقال بندو بست ونیسي او خپله هم په یوه ځای کې ځان غلی کوی.

خو د قضا او قدر فيصله داسې وه چی سبا دورځې زخمي د تعقیب به نتیجه کې ددښمن ګوتو ته ورځی.

دعملیاتو داجرا څخه وروسته شهید آدم خان دنورو مجاهدینو سره قبایلي سیموته ځي، شهید آدم خان کورنۍ (۴۵) تنه ځوانانو په نوموړی عملیا تو برخه درلوده، چی وروسته بیا دملحد رژیم دهغه دکورنۍ (۱۷) تنه نیسی او زندان ته یی لیږی.

دشهید آدم خان کورنی پورې مربوط شهیدان او زندانیانو چی د داؤد دملحد او بی دینه رژیم نه راپدې خوا دکارمل تروخت پورې تعزیب شوی او بیا څه يی اعدام کړي او څه یې ژوندي دخارو لاندی کړی.

– دشهید ادم خان محترم پلار یی په اته کاله بندمحکوم شوی وه

۲– دشهید آدم خان ورور (خان اغا) چی په (۱۳۵۴ ه ش) کال کې چريکي زده کړې لپاره قبایلی سیمو ته دشهید آدم خان سره یو ځای راغلی و او په حفیظ الله مشهور وه په اته کاله بند محکوم شوی و.

۳– دشهید آدم خان دعمه ځوی غلام محی الدین چی په (شاهین شاه) مشهور وه او د (۱۳۵۴ ه ش) کال کې د عملیاتو دوسلې په انتقال کی یی پوره ونډه اخستی وه په (۱۴) کاله بند محکوم شوی وه.

دشهید دکورنۍ هغه غړی چی له زیات تعذیب څخه وروسته دبند څخه ازاد شوی.

۱– بهلول خان چی دشهیدماما وه.

۲– مسافر خان دشهید دعمه ځوی، ۳- محمد حسین دشهید اوښی.

۴– محمدعمر دشهید دخاله ځوی.

۵– سعدالله دشهید دخاله ځوی.

پورتني کسان د (۱۴) میاشتی بند او سختو شکنجو او تعذیبو څخه وروسته خوشی شوی دی. دشهید تره عبدالغفور، دشهید تره ځوی ظاهرخان. دشهید کم سنه ورور دل اقا (وقار)چې دمګړی د ننګرهار پوهنتون استاد دی. دشهید بل تره ځوی عبدالرشید، دشهید اوښی او سرپرست عین الدین، دشهید دتره لمسی غلام سخی خان، دشهید دعمه ځوی فقیر خان، دشهید دماما ځامن عبدالسبحان ( غنی) زمان خان، عزیزجان، چی دملحد دولت څخه ازاد شول پاکستان ته هجرت وکړ.

ددغه قهرمان کورنۍ په هغه وخت کې د مفسد رژیم دګوډاګیانو لخوا په وطن پلورونکو دانګریزانو دنماینده ګانو په مختلفو نومونو یادول.

خو اوس ټول خلک پوې شوي چې د دغه کورنۍ ټول مجاهدین په حقیقت کې هغه غازیان دي چې د داؤد دکمونیزم رژیم په ضد یې دټولو څخه لومړی د قربانۍ میدان ته دانګلي دي.

دشهید د کورنۍ هغه غړی چې دجهاد په دوران کې شهیدان شوي.

۱– خپله قهرمان مجاهد شهید آدم خان.

۲– شهید ذبیح الله دشهید دعمه ځوی چی دجهاد په دوران کې چی د ده سره اوږه په اوږه روان وه.

سربیره دشهید دکورنی دوه تنه ماشومان دروسی الوتکو دبمباري په نتیجه کې په شهادت رسیدلی دی.

لنډه دا چی دقهرمان شهید آدم خان کورنۍ د ټول افغانستان په سطحه یوازینی ځانکړی کورنۍ ده چی ګڼ شمیر سر ښندونکو په شمول دټولو خلکو څخه سبقت کړی دی.

د (۱۳۵۴ه ش) کال دعملیاتو څخه وروسته کله چی نوموړی شهید د دوهم ځل لپاره قبایلو ته ورغی بیا هم دنورو مجاهدینو وروڼو سره پدې تکل کې شو چی دحزب موقف او صف دهیواد په دننه کې نور هم منظم کړی، ددی سره سره یې دپیښور ښار په یو دیني مدرسه کې چې دکهجری مدرسې په نوم یادیږي، قران عظیم الشان په حفظ کولو مشغول شو.

چی دقران کریم (۲۰) سیپارو په حفظ کولو بریالی هم شو خو ناڅاپه دثور د غم نه ډکه بله ډرامه پیل کیږي چې هر څه دمخه يې زیات مجاهد آدم خان توجه دوطن خواته جلب کړه.

داچی ددې رژیم راتګ وسلوال قیام لاپسې تندول غوښتل دحزب اسلامي افغانستان دامارت لخوا د ترکي دمرتد رژیم په خلاف وسله وال جهاد اعلان او د دمتحدالما احکام له صادرولو څخه وروسته ټولو متعحد ورونو وسله وال قیام ته چمتو والی وښوده چې پدې کې شهید آدم خان هم شامل وه.

کله چې د افغانستان د اسلامي حزب دامارت لخوا تصمیم ونیول شو چې وسله وال اسلامي قیام باید په پراخه او اساسي بڼه شروع او بنیاد ګزاري شی پدې وخت کې دڅه وخت دتیریدو څخه وروسته دننګرهار ولایت غرنی سیموته دمرتد رژیم درانسکورولو په منظور مجاهدین روان شول او دا وخت وه چی دننګرهار ولایت مرکزي امریت او قومندان محترم ورور ذاهد صاحب ته وسپارل شوه، پدې ډول دسرخرود او خوږیاڼیو پورې مربوط مجاهدین منظم او مسلح شول او دمرتد رژیم په خلاف وسله وال قیام لپاره تیار شول، خو شهید آدم خان دیو موضوع په هکله دلږ وخت لپاره دملګرو دمخی دورونو په هدایت په یو ځای کې ځان ګوښه کړ.

کله چی شهید آدم خان دپولیسو دتعقیب او د دښمنانو دتوطئو او دسیسو څخه خبریږی ، دپوره ثباب او استقامت څخه کار اخلي او خدای ج ته ځان سپاري، پدې وخت کې تزلزل ناپزیره قهرمان ورور شهید آدم خان دپاکستان دصوبه پنجاب دفیصل آباد په یو دینی مدرسه کې (اشاعت العلوم) دقران عظیم الشان دپاتې سیپارو دحفظ کولو په منظور دیره کیږی.

شهید آدم خان دخپلو ښو اخلاقو په وسیله دمدرسې دصدر (میر) جناب مفتي سیدسیاح الدین کاکاخیل امیر اتحادالعلماء پنجاب او د مدرسې دناظم علامه عبدالرشید (ارشد) او دمولوي عبدالمالک او دمدرسې دټولو استادانو توجو یې ځانته را وګرځوله.

او د هغوې بشپړ حمایت او پوره اعانت یې حاصل کړ.

پدې حساس وخت دښمنانو او ځینې جعلي تنظیمونو دآدم خان او دهغه دملګرو ترمنځ تګی ټکول شروع کړل.

دښمنانو د یوی خوا دشهید آدم خان دفساد او تفرقې په خاطر ګرم او تاوده سلامونه لیږل، او له بلی خوا دحزب ملګروته دنوموړی مسئلی په هکله دعناد او شخصي دښمني مختلفې صبغی او رنګونه ورکول ترڅو چی ملګری آدم خان دملګرو او تحریکي ورونو څخه لری کړی.

پدی وخت کی شهید آدم خان دحضرت کعب بن مالک (رض) سیاست غوره کوي چی دښمن هغه ته د سختې مایوسي په وخت کې دعوت ورکوي.

پدې سخت وخت کی خپل اصلی مسیر پریږدی خو قهرمان ورور چی د راسخی او نه بدلیدونکی اسلامی مفکوری څښتن وه دبې کچه ثبات او استقامت څخه یی کار واخست او د خپل اصلی مسیر یی په ثبات او استقامت تعقیب کړ او دمکارو عناصرو پیغامونو ته یې غاښ ماتونکی ځوابونه ورکړل پدی ډول دښمنانو دسیسی ناکامې او هغه کسان چی دهغوې په مغزو کې څه شکونه او اشتباهات پیدا شوې وه د بشپړ خجالت سره مخامخ او دشهید آدم خان دخلکو په دسیسو او تبليغاتو هیڅ پروا ونکړه او هماغه ځای کې یې هم د دعوت څخه لاس وانه خیست او دمدرسی دشاوخوا کالج مکتب هلکانو ته یی دفزیک او الجبر درس شروع کړ، او دپاکستان جماعت اسلامي دکار کونانو سره یې په سیاسي مسائیلو کې خبرې اترې کولې او هلته دپاکستان دجماعت اسلامي تحریک مؤسس علامه مفکر الاسلام سید ابوالاعلی مودودي (رح) سره دملاقات زمینه مساعده شوه او د هغه سره یې له نږدې نه وکتل او هلته د هغه څخه یې داسلامي انقلاب د بري په هکله مختلف هدایات او توصیې اوریدلی وی.

کله چې د مرکزي حوزې مجاهدین دتګ لپاره تیار شول مجاهد آدم خان ته هدایت ورکړ شو چی دورکړل شوی پروګرام په تعقیب دخپلو مجاهدو وروڼو سره یو ځای دمرکزی حوزی (سرخرود) په لور دخپل مبارز او خواخوږی ورور رسول خان سره یو ځای روان شو.

دمجاهدینو دا کاروان د (۱۳۵۷ه ش) کال دثور میاشتی په ۳مه نیټه دسپین غره دزیړان کنډو او څوکې څخه دزمریانو ټاټوبی ته داخل شو خوکله چی ملحد دولت دآدم خان او نورو مجاهدو ورونو دراتګ نه خبر شول دخوږیاڼو او سپین غر په سیمه کې ځای پر ځای د دوې مخه ونیوله او دا کار ددی سبب شو چی دمرکزی حوزی (سرخرود) پورې مربوط مجاهدین دخوږیاڼو په سیمه کې د دښمن سره په جنګ مصروف پاتی شي او هماغلته يې مرکزیت جوړ کړه.

څرنګه چی قهرمان شهید آدم خان دجنګ او جګړی په کارونو کی دپوهنتون دتعلیمی دوری نه راپدیخوا خاص شهرت او مهارت درلود دیوی میاشتی جګړی څخه وروسته یی دحوزی امر ذاهد صاحب ته پیشنهاد وکړو چی دخوږیاڼو د زاوې په سیمه دمرکزیت څخه پرته باید دخوږياڼو وزیرو سیمه کی یو مرکز او قومندانی جوړه کړی، هماغه وه چی دنوموړی پیشنهاد دحوزی دشورا لخوا تصویب او دحوزی دامر لخوا منظور شو.

شهید آدم خان دهغه مرکز دقومندان په حیث وټاکل شو، شهید آدم خان قهرمان شهید رسول خان او شهید انجینر محمد نور هم ددی مرکز لپاره دخپلو مرستیالانو په حیث پیشنهاد کړل او دحوزی دمرکز لخوا منظور شول.

نوموړو په خدای ج تکیه قهرمانانو دقهرمان ورور محترم مولوی احمد (دچپرهار دجبهی) قومندان ور سره یو ځای دستر قهرمان شهید آدم خان تر قومندانی لاندی چی دهغه په متین عزم کی دطبیعت سړو اوتودو کوم اثرنه شو غورځولی او نه یی له خپل اصلی مسیر څخه منحرف کولی شی.

په ډیرو کمو اونا چیزو جنګی وسایلو یی دوزیرو په فرعی مرکز او قومندانی کی کار شروع کړ،څرنګه چی نوموړی شهید اوچت جرئت او دزړه وړونکی دعوت استعداد درلود په لږ وخت کی وکولی شو دسیمی خلکو لخوا پوره همکاری ترلاسه کړی خصوصاً د وزیرو دمیاګانو او خروټو قومونو لخوایی پوره ملاتړ وشو.

قهرمان شهید آدم خان دالهی ارشاداتو سره سم ( ادع الی سبیل ربک بالحکمة والمو عظة الحسنه وجادلهم بالتی هی احسن) اصل سره سم په ډیره کمه موده کی دپوره حکمت په نتیجه کی دټولو خلکو ملاتړ حاصل کړ.

شهید آدم خان دخدای ج دمعاونت سره سم په ډیره کمه موده کی دمجاهدینو یو ګروپ دمولوی صاحب احمد په مشرۍ دچپرهار علاقدارې ته چی دسرخرد په جنوبی خواکی واقع ده ولیږلو چی دنوموړی سیمی دفتحه کولو څخه وروسته یی ځینی غنیمتونه هم ترلاسه کړل او په نتیجه کی داسلامی قانون دتطبیق او جهاد لپاره لاره هواره شوله.

دشهید آدم خان ترمستقیمی قومندانی لاندی دوزیرو په تعلیمی غنډ باندی څو څو ځله وسله وال بریدونه وشول که څه هم دملحد دولت دسخت مقاومت سره مخامخ شو خو په نتیجه کی دلوی خدای ج په مرسته دنوموړی غنډ عسکر او صاحب منصب په تیښته مجبور کړی شول او فتحه دمجاهدینو په نصیب شوه.

هندارنګه شهید آدم خان ترمستقیم قو مندانی لاندی دخوږیاڼو په ولسوالی څو څو ځله بریدونه وشول چی زیات شمیر مجاهدین د دښمن غنیمتونه یی تر لاسه کړل.

بالا خره کله چی ورځ په ورځ دمجاهدینو تر اثر لاندی ډیری سیمی راغلی، دحوزی دشورا لخوا فیصله وشوه چی شهید آدم خان دخپلو مجاهدینو ملګرو سره (سرخرود ) سیمی تورغر بنګه شیر نومی ځای کی یی مرکزیت ونیوه.

او په خپلو کارونو یی پیل وکړ، هماغه وه چی شرایط داسی منځ ته راغله چی ذاهد صاحب په خوږیاڼو کې په فتحه شویو سیمو کی مصروف پاتی شی او دخوږیاڼو دحوزی دمربوطو مجاهدینو لخوا دسپین غره دحوزی دامیر په صفت تعین شو او دمرکزی حوزی امریت دحوزی دشورا دفیصلی لمخی قهرمان ورور شهید آدم خان ته وسپارل شوه، لدی وروسته بیا شهید آدم خان ته دقومندانی دروند مسئولیت ورپه غاړه شو،نوموړی په خپلو ابتکارونو کی لا پسی فعال رول ولوبولو، او په همدی وخت کی زمونږ بل ورور قهرمان سرتیری رسول خان شهید دده دمعاون په صفت تعین کړی شو.

دتورغر دبنګه شیر په کلي کې د جبهې مرکز جوړ شو، او دسرخرود په سیمه کې یې په چریکی عملیاتو لاس پوری کړ، چی په دغه ټولو عملیاتو کی به دې پخپله برخه اخيستله ، او هغه به یی رهبری کول.

لومړی عملیات یی دشمسه پور په ښونځی چی کمونستی ملیشه ؤو استوګنې ځای او دکمونستې درسونو مرکز وه اجرا شول چی دا عملیات دشهید آدم خان لخوا رهبري کیدل، چی په رڼا ورځ دغه مکتب چی د دفاعیانو او کمونستانو مرکز وه

دقدیر او نصیر خدای ج په مرسته فتحه او د دغو ملحدانو وسله دمجاهدینو لاس ته غنیمت په ډول ورغله.

دې کار د اجیرو ایجنټانو او ملحدو دښمنانو په زړونو کې ویره او وحشت واچوه، په همدې ډول د دولت ټول دفاعي مراکزیو دیو بل پسی فتحه شول

د بالاباغ ښونځی چې دکمونست دولت د دفاعیانو مرکز وه، دامر خیلو مکتب، فقرالله لیسه، دکوز سلطان پور دانجونو مکتب دکمونستانو مرکزونه وه او دولت غوښتل چې که دا مرکزونه تر برید لاندی نیول کیږي نو دمجاهدینو په خلاف دمؤثرې پروپاګندی زمینه مساعد کيدلای شي.

چی داټول مرکزونه فتحه او په هغو کې موجوده وسله دمجاهدینو لاس ته ورغله دولت یوازی دولسوالۍ په څلورو دیوالونو کې قلابند شوي ول.

داځکه چی دسیمې مرتد او ملحد عناصر د آدم خان د انقلابي برخورد او طرزالعمل څخه لا پخوا خبروه نو ځکه یی دده په مقابل کی مقاومت نشو کولای.

لنډه داچې د ببرک منځ ته راتګ سره سم دقهرمان ورور مبارزې او مجاهدین شدت او ګړندیتوب اختیار کړ، او په نتیجه کی د ولسوالۍ عسکر او صاحب منصبانو صرف شهید آدم خان ته دتسلیم کیدو سره سلاح په ځمکه کیښود او ولسوالي فتحه شوه او ځینی دولتی نوکرانو تیښته دخپل نجات وسیله وبلله.

قهرمان آدم خان خپله جبهه داسې تنظیم کړه چې دسرخرود سیمه یې په څو حوزو وویشله او د هرې حوزی لپاره يې یو سل کسیز ګروپ چی قومنداني به یی درلوده تعین کړ، ترڅو سیمه په کنترول کی وساتي وروسته لدې په جلال اباد ښار باندی عملیات پیل شول دقهرمان شهید آدم خان په ژوند کی ډیر بدلون راغی او ګڼ شمیر مجاهدینو دیو مؤمن او متعهد قومندان په توګه بدرګه کوه چی دهغوی د ډلی څخه لاندی مجاهدین دیادونی وړدی.

۱– قهرمان شهید حمدالله چی په رسول خان مشهور وه،

۲– انجینر معراج الدین.

۳– انجینر عبدالهادی.

۴– انجینر ذبیح الله.

۵– مجاهد آصف خان.

۶– مولوی صاحب احمد.

۷– انحینر محمد نور.

۸– مجاهدعبدالجبار.

پورتني کسان په ترتیب سره دقهرمان ورور شهید آدم خان دقو مندانۍ داسلام شعوري غړی وو.

همدغه وجه وه چی نوموړی جبهی په ټول افغانستان کې بشپړ اهمیت ترلاسه کړ او شهرت یې وموند او د دین او وطن دښمنانو به شهید آدم خان دنوم په اوریدو ځان دویرې سړې لړزاندې تبی ته تسلیما وه.

لکه څرنګه چی مخکې وویل شو دهغه په ژوند کې دنوموړی جبهی مجاهدین په مختلفو ګروپونو وویشل شول، دهرګروپ لپاره یو فرعي قومندان وټاکل شو چی دهغه په ژوند ددې ګروپونو تعداد ( ۲۲) ته ورسیده چی دیو واحد مرکز څخه اداره کیدل او دا مرکزیت دلالا قلعه په کلي کې وه چې پخپله ددې ګروپو نو عمونی قومندان شهید آدم خان همدلته اوسیده.

دتورغر د جبهې داسلامي شورا غړی هم دهمدی جبهې دګروپونو له قومندانانو څخه جوړه شوې وه.

دسرخرود دجبهی مرکز دجلال اباد ښار او ددولت دعمومي دفاعي مرکز یعنی فرقې څخه پنځه کیلو متره لری واقع وه.

دښمن دخپلې ویرې څخه دمقابلی نه ډډه کوله چی دهمدې سرښندونکو قهرمانانو مجاهدینو دجهاد نتیجه وه چی د (۱۳) میاشتو په موده کې روسانو ونشولو کولای چی سرخرود کې دوباره جبهی او مرکزونه جوړ کړی سره لدې چی دښمن ډیری حملې وکړې ولې دښمن دهرې حملی په نتیجه کی شرمیدلی او ناکام ستنیده.

ددی جبهی دشهکاریو څخه یوه داوه چی هغه بمونه چی د دولت لخوا دالوتکو په وسیله راغور ځیدل او انفجار به یی نه وو کړی، دمجاهدینو لخوا سپړل کیدل او دباروتو څخه به یې مجاهدینو ګټه اخيستله او دملحدو قواو په خلاف به یی بیرته استعمالول.

دقضا او قدر فیصله وه د ورځو نه یو ورځ چې دولت پدې جبهه باندې د حملې لپاره زیاتې روسي قواوې راوستلې وې د دواړو خواؤ ترمنځ نښته پيل شو او مجاهدینو دزمریانو په شان په ملحدینو حملې کولې خو دمجاهدینو دجنګ په دوران کې باروتو ته اړ تیا پیدا کړه، پداسې حال کې چې د دولت قواؤ سره په جنګ کې اخته وو مجاهدینو وغوښتل دیو نه چودول شوی ناپال بم وسپړي، چی په خپله آدم خان دنورو مجاهدینو سره یو ځای دبم په سپړلو کې برخه واخيسته ولې دمجاهد آدم خان نصیر او مهربان خدای ج فیصله کړې وه چی په جهاد بوخت ګرد وهلی قهرمان آدم خان او دهغه (۱۲) تنه مجاهدینو وروڼو سره نور د دی دنیا دستومانه ژوند دربړونو او کړاونو له درد او غمه ځان دتل لپاره وژغوري، نو بم ناڅاپه وچاودیده آدم خان دخپلو (۱۲) تنو ملګرو سره یو ځای د (۳۱) کلنۍ په عمر کې دشهادت جام نوش کړ.

انالله وانا الیه راجعون)

د ۱۳۵۹ کال دحمل دمیاشتې (۱۹مه) نیټه دسې شنبی ورځ دماسپښین درې بجی وې چې داغمجنه پیښه رامنځته شوه، دنوموړی قهرمان شهید دشهادت غږ خپور شو.

دسپین غر د جبهې عمومی قو مندان ذاهد صاحب هم خبر شو او دتورغر خواته را روان شو چی دقهرمان شهید آدم خان جسد خاورو ته وسپاری.

قهرمان شهید دتورغر په لمنه د دشت غازي په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

لدې څخه وروسته چی بیا همدا ځای دشهیدانو د هدیرې لپاره انتخابیږی او دتورغر د جبهې شهیدان وار په وار مسلسل ډول دهمده ترڅنګ خارو ته سپارل کیږی.

چی بالاخره دهمدې کال دقوس په میاشت کې دقهرمان شهید آدم خان دشهادت څخه پوره اته میاشتی وروسته دده نیمه خوا ورور چی لده څخه وروسته دهمدی جبهی (تورغر) قومندان شهید رسول خان هم په شهادت ورسید، او دده جسد هم دسپین غر د جبهې عمومي قومندان مجاهد ذاهد صاحب په لاس دشهید آدم خان ترڅنګ ددشت غازي په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو، چی دځمکې په زړه کې هم دوه ورونه سره یو ځای شول.

داوه دننګرهار دنه ستومانه کيدونکي جهاد د دسرښندونکي سالار آدم خان دژوند او مبارزی کیسه.

وګورو چی دشهیدانو په صحرا کې دمحاهدینو محفل کله تکمیلیږی.

مينه او درنښت

یک کمنت

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button