خبرهای داخلیسلایدر
ماليې وزارت: نړیوال بانک په هیواد کې د نیمګړو پروژو چارې بیا پیلوي
د مالیې وزارت چارواکو خبر ورکړی دی، چې نړیوال بانک د هغو ۴۵ پروژو کار له سره پیلوي چې له دې مخکې درول شوې وې. یاد وزارت وایي دوی د پرلهپیسې مذاکراتو په ترڅ کې له نړیوال بانګ سره دې هوکړې ته رسېدلي، چې په لومړي ګام کې د خپلو نمیګړو پاتې پروژو لګښت پرې کړي او ژمنه یې ورسره کړې، چې د ۲۰۲۴ کال په جنوري میاشت کې به په افغانستان کې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي. د مالیې وزارت ویاند ویلي، چې د دغې ادارې شاوخوا ۴۵ پروژې نیمګړې پاتې دي او د کاسا زر په ګډون یې د ځینو پروژو لګښت هم ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې نړیوال بانک په یوه راپور کې ویلي وو، چې د سرپرست حکومت تر واکمنېدو ورسته یې په افغانستان کې د څه باندې څلور نیم مېلیارد ډالرو په ارزښت خپلې پروژې درولې دي.