خبرهای داخلیسلایدر
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر د کندهار له والي سره کتلي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر سټېفېن روډرېکس د کندهار له والي، سره لیدلي دي.
د کندهار د رسنیو مرکز په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ولایت ته د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام پلاوي د سفر موخه، له پاکستانه د راستانه شویو افغانانو د وضعیت له نږدې لیدنه ده. د خبرپاڼې له مخې، د کندهار والي د یادې ادارې له مشر څخه په دغه ولایت کې د کرنې، راستانه شویو کډوالو، د کوکنارو لپاره د بدیل کښت، بېړنیو پېښو ته د چمتووالي او نورو برخو کې د مرستو غوښتنه کړې ده.