خبرهای داخلیسلایدر
پنجشیر کې امریکایي پانګه وال د زمردو پر کیندنې ۱۰میلیونه ډالره پانګونه کوي
د راپورونو له مخې یو امریکایي پانګه وال په پنجشیر ولایت کې د زمردو کانونو د راویستنې په برخه کې د ۱۰ میلیونه ډالرو د پانګونې ژمنه کړې ده.
راپورونه وایي دغه امریکایي پانګه وال د پنجشیر ولایت له والي سره په کتنه کې دا ژمنه کړې او ویلي یې دي، چې دوی په دې برخه کې پانګونې ته لیواله دي. د بغلان والي ویلي چې په دغه ولایت کې په څه باندې ۵۰۰ کانونو کې د زمردو د راویستنې چارې روانې دي او اوس تازه د زمردو ۴۰ نور کانونه هم کشف شوي دي.
د مالوماتو له مخې اوس مهال د پنجشیر د زمردو په کانونو کې شاوخوا ۷ زره کسان د کان کیندنې په چارو بوخت دي،که چیرته د پاتې نورو کانونو کېدنې پیل شي؛ نو لا زیاتو کسانو ته به پکې د کار زمینه برابره شي.