خبرهای داخلیسلایدر

ملکري ملتونه له پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدل بشري ناورین زیاتوي  

ملګرو ملتونو له پاکستان څخه د سلګونه زره افغان کډوالو د ایستلو په چټکه لړۍ ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ډنيل انډرېس په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې هره ورځ زرګونه کسان له پاکستانه را ستنېږي چې دوی يې په لوړه کچه له فشار سره مخ کړي دي او  دا چاره به په افغانستان کې بشري ناورین نور هم پسې سخت کړي.

نوموړي له مرستندویه هېوادونو او بنسټونو غوښتي چې د راستنو شویو افغانانو لاسنیوي لپاره خپل ملاتړ او مرستې ډېرې کړي.

ملګري ملتونه داسې مهال د ډېرو مرستو غوښتنه کوي چې تازه اروپايي ټولنې بیا له افغانانو سره د نژدې ۱۴۳ ميليون يورو نورې بشري مرستې اعلان کړې دي.

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button