خبرهای داخلیسلایدر

د قطر ۷۰ ټنه بشري مرسته هرات ولایت ته رسېدلې

د هرات له زلزله ځپلو سره قطر د بشري مرستو جوپه پرون دغه ولایت ته ورسېده. د قطر د علماوو نړۍوالې ټولنې او خیریه بنسټ له لوري په دې ۷۰ ټنه مرستو کې کمپلې، خوراکي او روغتیایي توکي شامل دي.  قطري مسوولین وایي، چې د افغانستان له خلکو سره به په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. دا مرستې چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته سپارل شوي مسوولین یې وایي چې نږدې راتلونکې کې به یې پر اړمنو کورنیو و ویشي. د قطر هېواد دا مرستې داسې مهال هرات ته را رسېږي، چې د هوا په سړېدو سره، د زلزله ځپلو ژوند سخت شوی او مرستو ته اړتیا لري. تمه ده په راتلونکو ورځو کې، د قطر هېواد د مرستو دوه نورې الوتنې هم هرات ته ورسېږي.

 

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button