خبرهای داخلیسلایدر
افغان او ترکمنستاني لوري د ریلي همکاریو پر زیاتېدو خبرې کړې دي
د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس او مل پلاوي نن د ترکمنستان په عشق اباد کې د یاد هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له رییس عطاء مرادوف سره کتلي دي. په دې کتنه کې پرېکړه شوې چې روانه ميلادي مياشت کې به د ترکمنستان ټيم د اندخوی – شبرغان او تورغونډۍ – هرات لارې له افغان تخنیکي ټیم سره یوځای ګوري او د جوړولو لپاره به یې یوه طرحه چمتو کېږي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس ویلي، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتوالی د دواړه هېوادونو لپاره ګټه لري او اړینه ده، چې د تورغونډۍ او آقینې بندرونو کې وړاندې کېدونکي خدمتونه ډېر او لا معیاري شي.
په دې کتنه کې، دغه راز ترکمنستاني لوري د اوسپنې پټلۍ برخه کې د افغان محصلینو د روزنې لپاره چمتوالی ښودلی او ویلي یې دي چې ډېر ژر به یې وخت او شمېر له افغان لوري سره شریک کړي.