خبرهای داخلیسلایدر
د پاکستان ستره محکمه د افغان کډوالو د لغوکولو پرغوښتنلیک پرېکړه کوي
پاکستاني رسنۍ وایي، د پاکستان لنډمهالي حکومت ستره محکمه به ۴ ورځې ورسته د لیندۍ میاشتې په ۱۰ مه نیټه د افغان کډوالو د لغوکولو پرغوښتنلیک پرېکړه وکړي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دغه غوښتنليک يو شمېر پاکستانيو سناتورانو او د بشري حقونو فعالانو چمتو کړى دى.
دوی په غوښتنلیک کې له محکمې غوښتي، چې د پاکستان لنډمهالی حکومت دې چې په پاکستان کې د زېږېدلیو کسانو د نیولو، شړلو او ځورولو مخه ونیسي او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ته دې اجازه ورکړي، چې د پناه غوښتنې په اړه پرېکړه وکړي.
شاوخوا درې اونۍ کیږي چې پاکستان د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې، چې تر اوسه څه باندې ۴۰۰ زره افغان کډوال په زوره ایستل شوي او لا هم دا لړۍ روانه ده.