غزه د لوى تمدني ټکر وړه تړانګه او څو درسونه!
غزه د لوى تمدني ټکر وړه تړانګه او څو درسونه!
لیکوال: وحيدالله مصلح
غزه د اور لاندې ده، قيامتونه پرې ورېږي، اسرائيل د خپلې دولتي ترهګرۍ، وحشتونو او ټول وژنو د پوښښ کمولو په خاطر په غزه کې انټر نېټ قطع کړى دى. الجزيره بيا هم په ځانګړو وسايلو د اسرائيل جنايتونه نړۍ ته رسوي.
دا څو ورځې کېږي چې پر غزې د اسرائيل زمکنی بريد پيل شوی دی، ازاديپالو دغه ټولې مرحلې تحليل کړي دي او پر پايلو او پړاونو اګاه دي، تر دې دمه يې هره هڅه شنډه کړې ده، ازاديپال د غلچلکيو بريدونو، او د اشغالګرو بريدونو د دفع کولو لوړ ظرفيت لري، له همدې امله اسرائيل په ډېره وېره او بايللې روحيه د مخامخ جګړې خرپ او ترپ کوي. داسې ويل کېږي چې اسرائيل به په زمکنۍ جګړه کې له خطرناکو غازونو ګټنه هم وکړي، دا غازونه به د غزې د ازاديپالو ځواکونو په زمکتلو مېټروګانو کې وپاشي، دا غازونه به بې هوشي رامنځته کوي او کېدای شي د وژنو باعث شي. ويل کېږي چې په دغو نظامي زمکتلو مېټروګانو کې د اسرائيل بنديان هم ساتل کېږي. تر دې دمه د اسرائيل په بمباريو کې تر ۵۰ اسرائيلي بنديان وژل شوي دي.
غزه؛ د ازاديبخشې مبارزې نهه درسونه!
لومړی:
د ازادۍ جګړه په نظرياتي او عقيدوي بنيادونو کېږي، که يو ملت د ازادۍ اراده ولري او دا اراده له نظريې او عقيدې راپورته کېږي نو د نړۍ هيڅ ځواک د دې ارادې د محوه کولو ظرفيت نه لري، د غزې په همدې روانه جګړه کې يو طرف ته د غزې کوچنۍ تړانګه ده او بلې خوا ته ټول غرب د اسرائيل په جبهه کې ولاړ دی، خو غزه د خپل شرف او عزت په دفاع کې جنګېږي، غورځېږي او بيا په لوړ قامت راپوته کېږي، دا قامت په خپله ولسي او تمدني ريښه کې پياوړی دی او مقاومت کوي. اشغالګر به غزه ړنګه کړي خو د غزې د مقاومت نظريه نه شي ختمولی، دا نظريه به د اسرائيل د دغې لويې اجتماعي ويجاړۍ وروسته بيا راپورته کېږي او د ازادۍ او اشغال دا کشمکش به د ازادۍ تر وروستۍ نښې دوام کوي.
دويم:
د غرب بشر حقونه، ښځو حقونه، کوچنيانو حقونه او ازادۍ دا ټول مسخره شيان دي. کله چې د نړۍ انسانان په دې حقونو کې شريک نه وي نو دا په دې معنا چې دا د غرب د استعماري موخو او نړيوالې سردارۍ يو جانبه وسيلې دي. په غزه کې ښځې او کوچنيان په ډله ييز ډول وژل کېږي خو اروپا او ټول غربي مشين د اسرائيل په خوا کې ولاړ دی، انسانيت قتل کېږي او دوی قاتل هڅوي او مرستې ور رسوي.
دريم:
ملګري ملتونه د امنيت شورا د ۵ وېټوګانو په مقابل کې د بې وسو او کمزورو هېوادونو مجموعه ده، دوی چې هر څومره چغې ووهي او چې هر څومره شور جوړ کړي نو له يوې خوا يې د غرب او اسرائيل په جنګي هجوم او ځوږ کې غږونه نه اورېدل کېږي او له بلې خوا يې اراده د امنيت شورا په انحصاري اډانه کې کنټرول او ځپل کېږي.
څلورم:
د تمدنونو د ټکر غوټه په فلسطين کې ګنډه شوې او د غزې جګړه به دا غوټه يا راسپړي او يا به لاپسې ګڼده کېږي، سپړل د تمدني ټکر دواړو غاړو ته ځانګړې معنا لري، غرب د اسرائيل په وجود کې ننوتې مستي ده، دوى په دې بدمستۍ کې دا غوټه د ځان په ګټه په خوله خلاصوي خو ازاديپاله غزه يې غاښونه ماتوي.
پينځم:
مسلمان هېوادونه په ملي حکومتوليو Nation States کې يو له بله بېګانه او حتى دښمن شوي دي، دوى په ډېرو کوچنيو جغرافيو کې شخصي ميلانونه او ګټې پالي، لويې هويتي قضيې د دوى له ټيټو قامتونو لوړې پاتې دي. فلسطين د تمدني شخړو په تودو کې په ځانله ځان سوځېږي، او مسلمان هېوادونه د سوخت غربي توکي دي، د اسلامي وجود لمبو ته شدت ورکوي.
شپږم:
مسلمان هېوادونه په سکولاريستي بڼو او ملي حکومتوليو کې پياوړي نه شول، دوى په وړو قضيو کې بند او سره په شخړو دي، دوی په اقتصادي او امنيتي/نظامې وابستګۍ کې د ټکر سيالان بېخي نه شول، د اسرائيل په روان وحشي تيري او ټول وژنه کې دوى حتى په لوړ غږ خبره نه شي کولاى.
د مسلمانو هېوادونو اردو ګانې او نظامي ادارې بهرنى دښمن نه لري، دوى يوازې پر خپلو ملتونو ډزې کوي، دا د روانې غميزې لوى مظهر دى. د مسلمانو هېوادونو حکومتونه په بهرنيو وابستګيو کې فلسطين بېګانه پرېښی او په هره جګړه کې يې تنها پرېښی، په همدې تسلسل په روانه عام وژنه کې که له يوې خوا ټول غرب او اروپا له اسرائيل سره په يوه جبهه کې جنګي حضور لري، خو مسلمان هېوادونه په خپلو وابسته اډانو کې د فلسطين د نظامي او حتی اخلاقي حمايې جرائت او وړتيا نه لري. مسلمان هېوادونه په غربي قالبونو کې اصلاً دا جرائت نه شي کولای او دا وړتيا يوازې د غرب انحصاري ملکيت دی.
اوم:
تر څو چې د فلسطين په ګاونډ کې ولسونه خپل زعامتونه تغير نه کړي اوتر څو چې هلته ځواکمنې او ارزښتي حکومتولۍ رامنځته نه شي، فلسطين به په خپلو وړو وړو ټاپو ګانو کې لاپسې کوچنى کېږي او په واړه ځان به د لوی دښمن مقابلې کې بې انډوله وي. د مسلمانو هېوادونو ارزښتي واکمنۍ يوازې په خپلو هويتي سياسي اډانو کې رامنځته کېدای شي، دا واکمني د غرب په ماډلونو کې اصلاً ممکن نه دي.
اتم:
مسلمانان او د مسلمانانو علمي او ديني مرجعيتونه د اسرائيل پر ضد دي، دوى فلسطين قضيه خپله بولي، خو دا ټول د اخلاقي او فرهنګي حمايت په حد کې دي، سره له دې چې د مسلمانانو اکثريت د روان اس-رائيلي تجاوز پر ضد سراسر احتجاج دى خو د غرب مسلط کيان دغه اکثريتي احتجاج او نارضايتي ته دوه توته اهميت نه ورکوي.
نهم:
سره له دې چې اسلامي تمدن د واک په ماڼيو کې درک نه لري خو د تمدني ټکر اوسنى درک بيا هم په اسلامي حوزه کې دى، دا درک په دې معنى چې اسلام په خپل ځان کې د تمدني سيالۍ، بيا احيا او راپورته کېدو جوهر لري او غربي تمدن له همدې جوهر سره شخړه لري.