Uncategorizedخبرهای داخلی

افغانستان ته د ایران د غیر نفتي توکو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي اقتصادي سلاکار وایي، چې په تېرو اوو مياشتو کې افغانستان ته د ايران د غير نفتي توکو صادرات څه باندې ٩٧٥ مېليونه ډالرو ته رسېدلي دي.

محمد مهدي جوانمرد د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ برخه کې د ۲۰ سلنه زیاتوالي اعلان وکړ.

ایراني رسنیو پرون د نوموړي په حواله خبر ورکړ چې، ایران د افغانستان په وارداتي بازار کې ۳۵ سلنه ونډه لري.

نوموړي د انجینرۍ د مسلکي خدمتونو، لېږد رالېږد او د ټرانزیټ په برخو کې د ایران او افغانستان د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پراختیا ته په اشارې سره وویل، دغه دواړه هېوادونه کولای شي د یو بل بشپړوونکي وي او یوې اوږدمهالې تګلارې ته اړتیا ده.

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button