Uncategorizedخبرهای داخلی

اروپایي ټولنه د افغانستان روغتیا برخې سره ۱۰ میلیونه یورو مرسته کوي

اروپايي ټولنې پرون اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ناروغیو د خپرېدو او ناوړه روغتیايي وضعیت پر وړاندې د مبارزې لپاره ۱۰ میلیونه یورو مرسته کوي. د دغې ټولنې د اعلامیې له مخې، دغه اندازه پیسې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان ته ورکول کېږي. په اعلامیه کې راغلي چې د دې مالي مرستو هدف په ټولو ولایتونو کې د روغتیايي څارنې ښه کېدل دي. سرچینه زیاتوي چې دغه څارنه به څه باندې ۲ میلیونه وګړو ته ګټه ورسوي. د روغتیا نړیوال سازمان تېره اونۍ ویلي وو چې له پاکستانه د افغانانو د ډله ییز اخراج له کبله، په ځانګړي ډول په راستنېدونکو کې روغتیايي ستونزې زیاتې شوې دي. دغه سازمان دغه راز ویلي وو چې اووه لکه راستنېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره لسو میلیونو امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button