Uncategorizedخبرهای داخلی

له ایرانه په سلگونه افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپلې اېکس پاڼې په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې د روانې لېندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه شاوخوا ۲ زره افغان کډوال له ایرانه راستانه شوي. په دغو کډوالو کې یو شمېر یې د ایران له لوري په زور او یو شمېر نور یې بیا په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي. دغه وزارت وایي چې یاد کډوال د اسلام کلا له لارې هېواد ته راغلي چې له ډلې یې ۳۴۱ تنه زیان منونکي د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته د مرستو لپاره هم ورپېژندل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې هره ورځ له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان او ایرانه زرګونه افغان کډوال را ایستل کېږي. د کډوالو چارو نړیوالو ادارو که څه هم د افغان کډوالو پر وړاندې د ګاونډیو هېوادونو دا پرېکړه بار بار غندلې، خو پاکستاني چارواکو په دې ټنګار کړی چې دوی غیري قانوني کډوالو ته نور د اوسېدو اجازه نه ورکوي.

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button