تاریخی

ځواکمن او حاکم مدنيتونه او د مغلوبيت سير!

ژباړه: وحيدالله مصلح

تاريخ په وار وار ليدلي چې تر ټولو ستر ځواک او تمدن هم يو ورځ پر زوال اخته شوی:

د يوناني تمدن د غلبې په زمانه کې له يونانيت نه متأثره خلکو همدا يونانيت د انساني تمدن وروستی حرف ګاڼه، او ورڅخه انحراف او اختلاف يې لېونتوب، پرېشاني او کفر ګڼلو، ليکن بيا يوه ورځ دا تمدن راوپرځېد او اوس يوازې د پخوانيو اثارو حيثيت لري.

د روم د عروج پر مهال رومي تمدن هم دغسې و، ليکن باالاخره د دې تمدن تختې هم ماتې شوې او نن يې اثار پر زمکه نه بلکه د زمکې لاندې پلټل کېږي.

د فارس تمدن برخه هم له دې جلا نه ده، بابلي، مصري، آشوري، چينايي، ګندهارا او هړپا او هغه ۲۹ تمدنونو ټولو سره همدغسې کانې شوي چې د خپلې زمانې غالب، نه تسخيريدونکي او مترقي ګڼل کېدل.

که د ماضي ټول تمدنونه تسخيريدونکي ثابت شول، او يوه ورځ همغه خلک کامياب شول چې  د دغو تمدنونو تقليد او تقالي يې نه کوله او د هغوی پر ځای يې يو بل نظام وړاندې کاوه، نو د راتلونکي په اړه ولې دا تصور کېږي چې غربي تمدن به د خپلې غلبې سره سره نه تسخيرېږي؟

يوازې دا چې ګنې نن يو ځانګړى تمدن غالب دی، دا د دې ثبوت نه دى چې: ’’همدا تمدن په حقه دی، او نه ترې دا لازمېږي چې هغه به همېشه قايم وي او انسانان له دې بله چاره نه لري چې د هغه مطابق ځانونه جوړ نه کړي.

ځواک او غلبه، د حق معيارونه نه شي بدلولی، او واکمنتيا د کوم شي لپاره د ښېګڼو پيکر کېدای نه شي. داسې هم نه ده چې هر رايج شوی شی به د تغير او تسخير وړ نه وي. دا د کمزورو چلند دی چې د هر ځواک بندګي کوي او د هر راختونکي لمر په وړاندې ټيټيږي. دا د کم نظرو طريقه ده چې يوازې په دې خاطر يو مسلک اختياروي چې اقتدار او غلبه لري، او دا نه ګوري چې هغه تر کومه سم او تر کومه غلط دی؟

 

موضوعات مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button